لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په رفح کې د عملیاتو له پېلېدو سره امریکا اسرایلو ته د وسلو استول درولي


واشنګټن – د اسرایلو او حماس د جګړې له پیل راهیسې د بایډن ادارې د لومړي ځل لپاره اسرایلو ته د وسلو استول درولي.

دا پرېکړه د هغو اندېښنو له امله شوې چې اسرایل غواړي په رفح کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي کوم چې امریکا یې ملاتړ نه کوي.

د بایډن د ادارې یو جګ پوړي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته په یو استولي بیان کې ویلي، چې دغه پرېکړه له اسرایلو سره تر هغو خبرو وروسته هم شوې چې هغوی به د حماس پرضد هلته د غزې د نورو برخو سره په توپیر عملیات کوي.

په رفح باندې د برید له ترسره کېدو سره به د هغو ۱.۳ میلیونو ملکیانو ژوند له خطر سره مخ شي کوم چې د غزې له شمالي او مرکزي برخو څخه هلته تللي چې د حماس پرضد د اسرایلو په روانو عملیاتو کې خوندي پاتې شي.

د بایډن د ادارې چارواکو په وار وار ویلي چې امریکا به په رفح باندې د عملیات ملاتړ تر هغو و نه کړي تر څو چې اسرایل د ملکیانو د ژغورلو لپاره باوري پلان وړاندې کړي.

ولسمشر جو بایډن د اپرېل په څلورمه نېټه ټیلیفوني خبرو کې وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو ته خبرداری ورکړی چې دی به پوځي مرستې ودروي که اسرایل د جګړې بڼه بدله نه کړي.

ولسمشر بایډن سي ان ان ته په یوې مرکه کې چې د شورو یا چهارشنبې په شپه خپره شوې ویلي، امریکا به اسرایلو ته د دفاعي وسلو استولو ته دوام ورکړي لکه د اوسپنیز کلا یا ایرن ډوم مهمات.

هغه وویل، "ما واضحه کړې چې که هغوی رفح ته ولاړ شي، هغوی تر اوسه رفح ته نه دي تللي. که هغوی رفح ته ولاړ شي، نو زه هغه وسلې نه لېږم کوم چې په تاریخي ډول په رفح باندې کارول شوي، تر څو له ښارونو سره څه وکړي او له هغې ستونزې سره څه وکړي."

اسرایلو ته د وسلو بندول په اپرېل کې هغه مهال پیل شول کله چې اسرایل په رفح باندې د عملیاتو پرېکړې ته نېږدې شول.

دغه امریکايي چارواکي ویلي چې تر هغې راهیسې اسرایلو" زمونږ اندېښنو ته بشپړ ځواب نه دی ویلی." او د وسلو د استولو د درېدو پرېکړه "تېره اونۍ" عملي شوې ده.

اسرایلو ته په لېږدونکو وسلو کې ۱۸۰۰ دانې ۲۰۰۰ پونډه او ۱۷۰۰ دانې ۵۰۰ پونډه بمونه شامل و چې استول شوي وای. خو هغه ویجاړی چې دا ډول بمونه په ښاري سیمو کې رامنځ ته کوي لکه د غزې په نورو برخو کې.

د امریکا سنېټ کې د شورو یا چهارشنبې د ورځې په اورونه کې د دفاع وزیر لویډ اسټن وکیلانو ته وویل،‌ چې ادارې لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې د رفح د حالاتو په نظر کې نیولو سره د وسلو له استولو سره څه ډول چلند وکړي.

د ولسمشر بایډن د ډیموکرېټ ګوند لخوا د دغه اعلان هرکلی وشو خو د ریپلېکن وکیلانو لخوا پرې نیوکې وشوې.

په ورته وخت کې ادارې د شورو یا چهارشنبې د ورځې هغه نېټه پوره نشو کړای چې باید کانګرس ته یې په دې راپور ورکړی و چې ایا اسرایل د حماس پرضد جګړه کې د امریکايي وسلو په کارولو سره له بشري حقونو څخه تیری خو نه کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي و چې "دغه راپور به نن وا نه ستول شي. مونږ د راپور په بشپړولو باندې کار کوو. مونږ هیله چې په نېږدې راتلونکې کې یې واستوو."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG