لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر: نړۍ دې زر تر زره په رفح د اسرايل د يرغل مخه ونيسي


د صحت نړيواله اداره ډبليو ايچ او وايي په رفح کې نزدې 1.2 ميلين خلکو پناه اخستلې ده چې د نيمې نه زيات پکې ماشومان دي. په دوی کې زيات د غزه د بيلا بيلو برخو نه ژوند ساتنې او سرپناه موندلو پسې راغلي دي ځکه چې د اسرايل او حماس په جګړه کې د غزه ډېره برخه کنډر شوې ده.
د صحت نړيواله اداره ډبليو ايچ او وايي په رفح کې نزدې 1.2 ميلين خلکو پناه اخستلې ده چې د نيمې نه زيات پکې ماشومان دي. په دوی کې زيات د غزه د بيلا بيلو برخو نه ژوند ساتنې او سرپناه موندلو پسې راغلي دي ځکه چې د اسرايل او حماس په جګړه کې د غزه ډېره برخه کنډر شوې ده.

د شورو، چهارشنبې په ورځ قطر او افريقن يونين په زياتېدونکې بشري ستونزه انديښنه ښودلې او په نړۍ يې تازه غږ کړی چې د غزه په رفح ښار دې زر تر زره د اسرايل د ورختلو مخه ونيسي.

قطر چې د اسرايل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ په منځګړتوب کې په سر کې دی د شورو په ورځ ويلي د رفح نه ولسي وګړي په زور ويستل به د نړيوال قانون نه غټه سرغړونه وي.

د وزارت خارجه په يو بيان کې قطر په رفح د اسرايلي بريدونو غندنه کړې او په نړۍ يې غږ کړی چې په دغه ښار دې د اسرايل پوځي يرغل ودروي.

د افريقن يونين کمېشن چيرمين موسا فاکي موحمت په نړيواله ټولنه غږ کړی چې لاس سره ورکړي او د رفح د مرګوني شخړې د سېوا کېدو مخه ونيسي ځکه چې دا سيمه يوه داسې راهداري ده چې غزه ته ترې بشري مرستې رسول کيږي.

د ملګرو ملتونو د مرستو مشر مارټېن ګرېفېتس وايي د رفح لار بندول به تېلو ته لاس رسی ختم کړي او د مرستې کارمندان به بيا ونه کړی شي غزه ته واوړي.

اسرايلي مشران وايي د اهدافو حاصلولو د پاره په رفح کې پوځي اپرېشن اړين دی چې يرغمل شوي اسرايليان ازاد کړي او حماس ته ماتې ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو سيکټري جنرل اېنټونيو ګېټارس تېره ورځ ويلي په رفح حمله به يوه سټرټيجېک تېروتنه، يو سياسي ناورين او يوه بوږنونکې بشري الميه وي او دا به په داسې وخت کې وي چې شمالي غزه د لوږې سره مخ ده.

ګېټارس په ملګرو ملتونو کې خبريالانو ته وويل “دا به الميه وي چې د اوونيو راهسې روانې سفارتي هڅې په ډزبندۍ کولو، د يرغمل کسانو په ازادولو او په رفح د يو بربادونکي بريد په مخنيوي کې ناکامه شي”.

هغه په دواړو خواو او په دوی اثر لرونکو هېوادونو غږ وکړو چې د پرېکړې په لړ کې سياسي حوصله وښايي او د وينې توېدل بند شي.

د صحت نړيواله اداره ډبليو ايچ او وايي په رفح کې نزدې 1.2 ميلين خلکو پناه اخستلې ده چې د نيمې نه زيات پکې ماشومان دي. په دوی کې زيات د غزه د بيلا بيلو برخو نه د ژوند ساتنې او سرپناه موندلو پسې راغلي دي ځکه چې د اسرايل او حماس په جګړه کې د غزه ډېره برخه کنډر شوې ده.

د وي او ای د رپورټر نه علاوه په دې خبر کې ځينې معلومات د رويټرز، ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه اخستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG