لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې خارجه ویاند: پاکستان ته د سعودي د ولیعهد د سفر ملاتړ او ستاینه کوؤ


د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند متهیو مېلر ویلي چې امریکا پاکستان ته د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د ټاکل شوي سفر ملاتړ اؤ ستاینه کوي.

پاکستاني رسنۍ راتلونکي اوونۍ کې اسلام اباد ته د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر امکان ښیي خو ددغه سفر لپاره لا هم غوڅه نېټه تر اوسه مخې ته نه ده راغلې.

د نهې - سه شنبې په ورځ رسنیو ته د احوال ورکولو په مهال د بهرنیو چارو د محکمې ویاند ویلي چې پاکستان کې د ترسره شوؤ انتخاباتو په اړه د امریکې په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او دا چې امریکا پاکستان کې د کوم ځانګړي سیاسي ګوند ملاتړ نه کوي.

ویاند وویل چې پاکستان کې د امریکې سفیر ډونلډ بلوم د مخالفو ډلو د مشر عمر ایوب اؤ ځینو نورو سیاستمدارانو سره لیدنې کړې دي چې په دغو لیدنو کې په اقتصادي اصلاحاتو، انساني حقونو، سیمه ییز امنیت اؤ دوه اړه خیزه اړیکو باندې خبرې اترې شوې دي.

د پاکستان د خارجه چارو وزیر اسحاق ډار د نهې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ چې د پاکستان حکومت د امریکایي سفیر اؤ د تحریک انصاف د مشرانو د لیدنې هیڅ انتظام نه ؤ کړی.

اسحاق ډار ویلي د امریکې سفیر حکومت ته یو زباني پیغام لېږلی ؤ چې د فلاني ، فلاني حکومتي اؤ اپوزیشن مشرانو سره لیدل غواړي اؤ وایي حکومت په دغو لیدنو هیڅ اعتراض نه ؤ کړی.

اوړمه ورځ د تحریک انصاف ګوند ویاند د امریکایي سفیر اؤ د تحریک انصاف د مشرانو تر منځ د لیدني په اړه خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې امریکایي سفیر سره لیدنه کې په ملک کې د بنیادي بشري حقونو په وضعیت اؤ معیشت د خبرو تر څنګ د یاد ګوند د باني عمران خان، دهغه د مېرمنې اؤ نورو سیاسي بندیانو په ضد د روانې سیاسي انتقامي لړۍ په اړه هم خبرې شوې دي.

ویاند ویلي وؤ چې دغه لیدنه کې د بنیادي انساني حقونو په اړه د امریکې د خارجه محکمې د رپورټ په جذیاتو هم خیالات تبادله شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG