لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرچینې وايي، امریکا اسرایلو ته ځینې وسلې ځنډولې دي


واشنګټن – څلورو سرچینو رویټرز خبري ادارې ته ویلي دي، چې د ولسمشر جو بایډن ادارې اسرایلو ته د ځینو ځانګړو وسلو لېږل ځنډولي دي.

دوو سرچینو ویلي، چې دا کار د دې لپاره شوی چې د امریکا متحد اسرایلو ته یو ښکاره واستوي.

په دغو وسلو کې چې د دوو اونیو لپاره یې لېږل ځنډول شوي، د مستقیمې حملې لپاره د بوینګ کمپنۍ لخوا جوړ شوي مهمات چې لوی بمونه په رهبري شویو بمونو او وړو بمونو باندې بدلوي هم شامل دي.

سرچینو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم ددغه اقدام په سیاسي اړخ باندې کومه رڼا اچولې.

خو دا کار په داسې وخت کې شوی چې واشنګټن په ښکاره ډول په اسرایلو باندې فشار اچوي په رفح کې دې خپل پلان شوي عملیات وځنډوي تر څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

وایټ هاوس او پنټګان په دې اړه له تبصرې کوله څخه ډډه کړې.

اسرایلو ته د وسلو په لېږلو کې د ځنډ خبر په لومړي ځل د اکسیوس لخوا خپور شوی او پولېټیکو د وسلو په بڼو او دلایلو باندې لومړی راپور د نهې یا سې شنبې په ورځ ورکړی.

د وایټ‌ هاوس مطبوعاتي مشرې کېرېن ژان پیر د وسلو د ځنډولو په اړه له څه ویلو پرته ویلي، چې اسرایلو ته د واشنګټن ژمنیا د اوسپنې په څېر کلکه ده.

پنټګان د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي و چې داسې کوم سیاست نشته چې اسرایلو ته د امریکا وسلې وځنډوي.

خو بیا هم په اسرایلو باندې د حماس د حملې راهیسې دا لومړی ځل دی چې د بایدن اداره داسې یو ګام پورته کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG