لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان امنیتي ځواکونو په خېبر اؤ بنو کې د پینځو ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ د عوه کړې ده چې امنیتي ځواکونو افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه خېبر کې د ترهګرو په ضد عملیاتو کې څلور ترهګر وژلي اؤ دهغوي ځالې یې تباه کړې دي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي بنو کې یې هم د عملیاتو په مهال یو مهم ترهګر وژلی دی.

د اتوار- یکشنبې په ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار خپل یو بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو خېبر ضلعه کې د ترهګرو د موجودیت په اطلاع عملیات کړي اؤ په دغه مهال د دواړو خواؤ تر منځ سختې ډزې هم شوې دي.

پوځ دعوه کړې چې عملیاتو کې څلور ترهګر وژل شوي اؤ وایي په وژل شوؤ کې دوه ډير مهم ترهګر قاري واجد عرف قاري بریال اؤ رزاق هم شامل دي.

آي ایس پی ار پخپل بیان کې ویلي چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه امنیتي ځواکونو درنې وسلې، مهمات اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو هم دعوه کړې چې په بنو کې یې عملیات ترسره کړي اؤ یو بې کچه مطلوب ترهګر یې وژلی دی.

سي ټي ډي پخپل بیان کې د وژل شوي ترهګر نوم اسماعیل ښودلی اؤ ویلي یې دي هغه په امنیتي ځواکونو یو شمیر بریدونو کې ککړ وؤ اؤ په سر یې یو کروړ روپۍ انعام هم ویستل شوی ؤ

په پاکستان کې امنیتي ځواکونه وخت په وخت عملیاتو کې د ترهګرو د وژلو دعوې کوي خو زیاتره وخت ددغو دعوؤ تصدیق یا خو په ازاده توګه نه کیږي اؤ یا هم بیا داسې تورونه هم مخې ته راشي چې امنیتي ځواکونه د عدالت تر شا کومې ناقانونه وژنې کوي نو هغې ته د عملیاتو نوم ورکوي.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ دداسې زیاتره بریدونو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي.

پاکستاني چارواکي دعوې کوي چې په پاکستان کې د کیدونکو ترهګریزو پلانونونه ترهګر د افغانستان په خاوره کې جوړوي خو په افغانستان واکمن طالبان بیا دا تورونه ردوي اؤ دعوې کوي چې په خاوره کې یې هیڅ ترهګره ډله نشته.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG