لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا ولسمشر جو بایډن له اوکراین، اسرایلو او تایوان سره د ۹۵ بیلینه ډالرو مرستې مسوده لاسلیک کړه


واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ هغه قانوني مسوده لاسلیک او په قانون بدله کړه چې له مخې به یې اوکراین، اسرایلو او تایوان سره ۹۵ بیلینه ډالره مرسته کېږي.

بایډن وویل، "کله چې زمونږ متحدین ځواکمن وي. مونږ ځواکمن یو."

هغه وویل، نوې مرسته چې د روس د دوه کلن اشغال په وړاندې له اوکراین سره مرسته کېږي، او له حماس سره د جګړې او د ایران د هوايي بریدونو د شنډولو لپاره له اسرایلو سره مرسته به "امریکا خوندي کړي. نړۍ به خوندي کړي. او په نړۍ کې به د امریکا رهبرۍ ورسره دوام ومومي."

بایډن وویل، چې په څو ساعتونو کې به امریکا د هوايي دفاع لپاره مهمات، د راکټي سیستم لپاره ګولۍ او زرې موټرې اوکراین ته واستوي چې له ماسکو سره د جګړې په برخه کې پرې د کیېف جنګیالي ګټه واخلي.

هغه وویل، چې امریکا به له خپلو زېرمو څخه دغه وسلې انتقال کړي او بیا به په امریکا کې خپلې زېرمې په نویو وسلو باندې سمبال کړي.

بایډن زیاته کړه، "په بل عبارت، مونږ له اوکراین سره مرسته کوو او په ورته وخت کې په خپل صنعتي ډګر، د ملي امنیت په ځواکمنتیا، او په ټوله امریکا کې نېږدې ۴۰ ایالتونو کې خلکو ته د کار موندلو په برخو کې پانګونه کوو."

هغه د کانګرس لخوا د مرستو د دغې مسودې تصویب کېدل چې میاشتې پرې بحثونه وشول "یو تاریخي شېبه" وبلله چې دا څرګندوي چې امریکا به د روس د یرغل په وړاندې درېږي."

بایډن زیاته کړه، "مونږ د ډیکټاټورانو پرضد درېږو." او وویل، "مونږ هیچاته نه ټیټېږو په باور سره چې ولادیمیر پوتین ته نه."

د امریکا سېنېټ د نهې یا سې شنبې ناوخته دغه نوې مسوده د میاشتو ځنډ وروسته د ۱۹ مخالفو پر وړاندې له ۷۹ موافقو سره تصویب کړه.

تر دې مخکې د شنبې یا خالي په ورځ د امریکا د استازو په جرګه یا هاوس اف ریپرېزېنټیټیو کې د ۱۱۲ مخالفو په وړاندې په ۳۱۱ موافقو رایو باندې تصویب شوه.‌

د مرستو ددغې بستې تر ټولو زیاته برخه چې ۶۱ بیلینه ډالره دي د روس د یرغل په وړاندې د اوکراین جګړې ته ځانګړې شوي.

په دغه بېل کې ۲۶ بیلینه اسرایلو ته چې په غزې پټۍ کې له حماس سره جګړه کوي ځانګړي شوي او اته نور بیلینه د تایوان د ګواښلو لپاره د چین د اقداماتو د مهار او په انډو پسېفېک سیمه کې نورو متحدینو ته ځانګړي شوي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په سنېټ کې د مرستې له تصویب کېدو وروسته له بایډن، په سنېټ کې د اکثریت له مشر چک شومر او په سنېټ کې د اقلیت له مشر مېچ مېکانېل څخه مننه وکړه.

زېلینسکي دغه رایه، "د ډیموکراسۍ په ساتلو کې د امریکا د رول او د ازادۍ نړۍ لپاره د امریکا د رهبري د بیا ځواکمنتیا لپاره مهمه ده."

د اسرایلو د بهرنیو چارو وزیر کتز هم له وکیلانو څخه د مرستو د مسودې د پاس کېدو لپاره مننه وکړه او وویل، چې دا بسته "زمونږ ټولو دوښمنانو ته یو ځواکمن پیغام استوي."

د دې راپور ځینې برخې له اسوسېټېډ پریس او رویټرز څخه اخېستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG