د څيړنې یوې نړیوالې ادارې دي سټاک هوم انټرنېشنل پيس ريسرچ انسټيټيوټ (سيپري) ويلي، په 2023م کال کې په نړیواله کچه دفاعي پوځي خرڅونه 2443 بيلينه ډالرو ته رسېدلي دي.
دي سټاک هوم انټرنېشنل پيس ريسرچ انسټيټيوټ (سيپري) په خپل رپورټ کې ويلي، د کال 2022م په مقابله کې تېر کال په دفاعي خرڅونو کې 6.8 فيصده اضافه شوې او دا د کال 2009م وروسته تر ټولو زياته اضافه وه.
د څيړنيزې ادارې د رپورټ ترمخه، په 2023م کال کې تر ټولو زيات دفاعي پوځي خرڅونه امریکې، چین او روس کړي وو.
د سيپري په رپورټ کې ویل شوي، د 2009م وروسته په لومړي ځل په يورپ، اسيا، اوشيايانا او منځني ختيځ کې زيات پوځي خرڅونه ریکارډ شوي دي.
د څيړنيزې ادارې د پوځي خرڅونو او وسلو د پيداوار د پروګرام مشر څيړونکی نان تيان ویلي، په پوځي خرڅونو کې بې ساری زياتوالی په نړيواله کچه د سولې او امنیت د خرابېدو نېغ په نېغه غبرګون څرګندوي.
هغه زياته کړې، ریاستونه پوځي قوتونو ته لومړيتوب ورکوي او دا بې ثباته جغرافيايي سياسي او امنيتي غبرګون ته خطره ده.
د ادارې ترمخه، په 2023م کال کې د روس په پوځي خرڅونو کې 24فيصده اضافه شوې او خواوشا 109 بيلينه ډالرو ته رسېدلې ده، او په دې کې د کال 2014م وروسته 57 فيصده زياتوالی شوی دی.
ویل شوي، په 2023م کال کې د روس په ټولو حکومتي خرڅونو کې پوځي خرڅونه 16 فيصده وو، او دا یې د مجموعي کورني پيداوار (جي ډي پي) 5.9 فيصده وو.
په رپورټ کې ويل شوي، په 2023م کال کې په پوځي خرڅونو کې اوکراين په اتم نمبر هيواد وو او په 64.8 بيلينه ډالرو خرڅونو کې پوځي خرڅونه 51 فيصده سېوا شوي دي.
د سيپري په رپورټ کې زياته کړل شوې، په 2023م کال کې د نېټو د 31 غړو هيوادونو پوځي خرڅونه 1341 بيلينه ډالره وو او دا د نړۍ د پوځي خرڅونو 55 فيصده برخه جوړيږي.
ويل شوي تېر کال د امريکا پوځي خرڅونه 2.3 فيصده سېوا شوي 916 اربه ډالرو ته رسېدلي دي کوم چې د نېټو د ټولو پوځي خرڅونو 68 فيصده جوړيږي. دغه ډول ویل شوي، په 2023م کال کې د نېټو زياترو يورپي هيوادونو خپل پوځي خرڅونه سېوا کړي وو.
د سيپري څيړونکي لورينز سکېرازوټو ويلي، د تيرو دوو کالو د اوکراين جګړې د يورپي هيوادونو دپاره د امنيتي نظر بندلون راوستی دی.
څيړنيزې ادارې ويلي، چين د نړۍ دويم غټ پوځي خرڅونه کوونکی هيواد دی، په 2023م کال کې یې د پوځ دپاره خواوشا 296 اربه ډالره ځانګړي وو کوم چې د 2022م په مقابله کې 6.0 فيصده زيات وو او دا پرله پسې 29م ځل دی چې چین هر کال خپل پوځي خرڅونه سېوا کوي.
سيپري ویلي، په مينځني ختيځ کې جګړې او کړکېچ له امله په تيره لسيزه کې تر ټولو پوځي خرڅونه زيات شوي دي.
ویل شوي، په 2023م کال کې په مينځني ختيځ کې پوځي خرڅونه خواوشا 9.0 فيصده سېوا شوي او 200 بيلينه ډالرو ته رسېدلي او دا په سيمه کې په تيره لسيزه تر ټولو زيات سېوا والی شوی دی.
ويل شوي اسرايل په سيمه کې د سعودي عرب نه پس، زيات پوځي خرڅونه کړي، 24 فيصده سېوا والی یې پکې کړی او 27.5 بيلينه ډالرو ته رسېدلي دي.
ويل شوي دغه سېوا والی په اکتوبر 2023م کې د اسرايل حماس د جګړې له امله شوی دی.
د سيپري د رپورټ ترمخه، هند په 2023م کې په نړيواله کچه په پوځي خرڅونو کې په څلورم نمبر غټ هيواد وو، 83.6 بيلينه ډالره پوځي خرڅونه یې وو او د 2022م په مقابله کې یې دغه خرڅونه 4.2 فيصده زيات شوي وو.
سيپري ويلي، ايران په تېر کال کې په مينځني ختيځ کې 10.3 بيلينه ډالره خرڅ کړي او د مينځني ختيځ پوځي خرڅونه کوونکی څلورم غټ هيواد وو.
ويل شوي، د ترلاسه شوو معلوماتو ترمخه، ايران په پوځي خرڅونو کې د کال 2019 نه تر 2023م پورې د انقلابي ځواک دپاره خرڅونه د 27 نه 37 فيصده پورې سوا کړي دي.
د سيپري په رپورټ کې د دفاعي خرڅونو په نړيواله درجه بندۍ کې پاکستان په تېره لسيزه کې په دفاعي خرڅونو کې تر ټولو په کمه کچه ياد کړل شوی او ویل شوي په مالي کال 2023م 24م کې د پاکستان په دفاع 8.5 اربه ډالره وو.
Forum