لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې معذوره خلک له طالبانو غواړي چې په مرستندویه تنظیم لګېدلې پابندي لېرې کړي


عکس د ۲۰۲۱ کال دی چې په وردک ولایت کې د سویډني کمیټې په یو کلینیک کې ښځې او ماشومان ښيي
عکس د ۲۰۲۱ کال دی چې په وردک ولایت کې د سویډني کمیټې په یو کلینیک کې ښځې او ماشومان ښيي

قاري وزیر محمد او د هغه شپږ وروڼو او خویندو دا کلونه کلونه د اېس سي اې (افغانستان دپاره سویډني کمیټې) څخه امداد ترلاسه کولو، چې نتیجه کې هغوی کولی شول د معذورانو ځانګړی خط (بریل) ولولي او خپلې ورځېنۍ چارې لکه پخلي او صافکاري هم پرمخ بوزي.

دوی، چې څلور وروڼه او درې خویندې دي، ټول د جنګ ځپلي غزني په یو لېرې پراته کلي کې، له موره ړانده پیدا شوي دي. هغوی د خپل معذوریت له کبله، د سختې غریبۍ سره مخ دي او هېڅ مرسته هم ورسره نه کیږي.

طالبانو تېر کال افغانستان دپاره سویډني کمیټې ته امر وکړو چې خپل ټول انسان دوستانه فعالیتونه اودروي. په دې کې داسې پروګرامونه هم شامل و چې معذوره تنانو ته یې مرسته کوله.

طالبانو دغه مرستندویه اداره، د احتجاج په توګه د هغې واقعې په غبرګون کې وتړله چې یو عراقي عیسایي کډوال په سویډن کې قرآن پاک سوځولی و. ویلی کیږي چې هغه عراقي کډوال، سلوان مومیکا، د هماغه وخت راهېسي له سویډن نه وتلی دی، مګر د سویډن په مرستدویه ادارې باندې د طالبانو پابندي پرخپل ځای پاته ده چې له امله یې په لسهاوو زره معذوره افغانان له هغو اهمو مرستو محرومه پاته شوي کوم چې اېس سي اې (افغانستان دپاره سویډني کمېټې) هغو ته مهیا کول.

د سوېډني کمېټې سېکرېټري جنرل اندریاس سټیفانسن وي او اې ته په یو لیکلی شوي جواب کې ویلي: "مونږ د یو آزاده اېنجیو (غیردولتي تنظیم) په حیث، خپل وضعیت واضحه کړی او همدا راز مو په سویډن کې د هغو شوو واقعاتو مذمت کړی کوم چې [افغانستان کې] زمونږ د کار بندېدو سبب شو."

اېس سي اې (SCA)

د افغانستان دپاره د سویډن کمېټي چې په لنډه اېس سي اې یادېږي، د تېرو لسهاوو کلونو په لړ کې افغانستان کې د جنګونو پر مهال هم فعاله پاته شوې وه. دغې ادارې د ۲۰۲۳ کال دپاره څلوېښت میلینه بجټ درلود چې د اووه زره (۷۰۰۰) ځایي افغان کارکوونکو، او پنځلسو (۱۵) بهرني کارکوونکو سره یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او علاقو کې د کمزوره خلکو خدمت کولو.

سټېفانسن وایي چې د دوی په کارکوونکو کې، یو په درېیمه برخه یې ښځې وې. هغه زیاتوي: "زمونږ اکثره کارکوونکي د خپلو لویو او ګڼ شمېره کورنیو یوازېني چلوونکي یا مړۍ راوړونکي و."

که څه هم د دې ادارې د جبري تړل کېدو نه قریب یو کال تېریږي، خو دغې ادارې د خپلو اکثرو ځایي افغان کارکوونکو تنخواګانې جاري ساتلې دي.

د طالبانو محدودیتونه

له هغه وخته چې طالبانو په کال ۲۰۲۱ کې واک اختیار ترلاسه کړی دی، په افغانستان کې یې په بې دریغه توګه د ځایي او نړېوالو مرستندویه تنظیمونو په کارونو محدودیتونه لګولي دي.

تېر کال چې طالبانو په مرستندویه ادارو کې د افغانو ښځو په کار روزګار بندیز ولګولو، نو څو نړېوالو غیردولتي تنظیمونو د دې پابندۍ په احتجاج کې، په افغانستان کې خپل فعالیتونه په موقت ډول وځنډول.

د دې ترڅنګ د نورو محدودیتونو رپوټونه هم ورکړی شوي دي.

د ملګرو ملتونو ترمخه، په افغانستان کې د انساني مرستو تنظیمونو رپوټ ورکړی چې په کال ۲۰۲۳ کې د هغوی په کارونو د طالبانو لخوا د بیوروکرېټیکو او انتظامي خنډانو او محدودیتونو یو زر و اوه سوه و پنځه اویا (۱۷۷۵) پېښې مخې ته راغلې.

دغه محدویتونه په داسې حال کې لګولی کیږي چې په افغانستان کې خلک ډېرې مرستې ته ضرورت لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېرش تېره میاشت په یو رپوټ کې وویل: "په ۲۰۲۴ کال کې د یوې اندازې د مخې ۲۳.۷ میلینه خلک – چې د [افغانستان] د آبادۍ څه باندې نیمه برخه ده – انساني مرستو ته ضرورت ولري."

په داسې حال کې چې پاکستان په لکهاوو افغان کډوال بېرته خپل وطن ته شړلي دي، داسې تمه کیږي چې افغانستان کې به حالات تر دې هم خراب شي. د درې میلینه نه زیات افغانان اوس هم پاکستان کې پاته دي، او د دې خطرې سره مخ دي چې په جبر له هغه ملکه واېستل شي او افغانستان ته چې د وړاندې نه غریبۍ او جنګ ځپلی دی، ستانه شي.

افغانستان چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې دنیا کې علیحده شوی، د امداد کوونکو په مرستو کې د غټ کموالي سره مخ شوی دی.

تېر کال، د ملګرو ملتونو په مشرۍ چې د افغانستان دپاره د امداد څه خواستونه نړۍ ته وشول او د ۳.۲ بلین ډالرو مطالبه وشوه، د هغه نیمایي ورته راغونډ کړی شول. د اپرېل میاشتې پورې، د سږکال د درخواست شوو مرستو د جملې نه صرف اووه فیصده یې پوره کړی شوي دي.

د سویډني کمېټې مشر سټېفانسن وایي، د هغوی اداره د طالب مشرانو سره په خبرو کې ده چې افغانستان کې د دوی په فعالیت باندې لګېدلی بندیز لېرې کړی شي.

طالب چارواکو دا خبره نده کړې چې آیا افغانستان کې به د اېس سي اې فعالیتونه بېرته پیل کړی شي او که نه.

د غزني معذوره اوسېدونکی قاري وزیر محمد وایي: "مونږ د افغانستان اسلامي امارت مشرانو ته عذر کوو چې سویډني کميټې ته د بیا فعالیت کولو اجازت ورکړي. د هغو د امداد بغیر، زمونږ ژوند تباه دی."

دا رپوټ په اصل کې د وي او اې خبریال اکمل داوي په انګریزي ژبه لیکلی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG