لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زاهد خان: سوات کې دې امن او د سېلګرۍ سیمو ته دې اسانتياوې برابر کړل شي


سوات ګبين جبه
سوات ګبين جبه

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې د هوټلونو اتحاديه وايي، د پښتونخوا د سېلګرۍ حکومتي محکمې چې د وړوکي اختر په موقع سوات او ‏نورو سيمو ته د سېلګرو تلو کومې شمېرې ښودلي هغه ډېرې زياتې دي، د دوی په نظر دومره خلک په ځانګړي ډول سوات او د بره دير ضلعې د سېلګرۍ ‏سيمې کومراټ ته نه دي تللي.‏

د دوی په وینا که چرته په سوات کې تل پاتې امن په ځای شي او د سېلګرې ځایونو ته تر ټولو مهمه د ورتګ لارې يا سړکونه جوړ کړل شي، د سيمې ‏سېلګري به ورسره سېوا شي، ځايي خلکو ته به ترې د روزګار موقعې په لاس ورشي.‏

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ محکمې دعوه کړې، د وړوکي اختر په پينځو ورځو کې د پينځه لکه او ‏‎83,000‎‏ نه زيات سېلانیان د صوبې د سېلګرۍ ځايونو ‏ته ورغلي دي. ويل شوي تېر کال دغه شمېره يو لاک او ‏‎25,000‎‏ وه.‏

د خېبرپښتونخوا د ټورزم اتهارټۍ يا سېلګرۍ محکمې ویلي، د اختر په پينځو ورځو کې تر ټولو زيات خواوشا دوه لکه ‏‎37,00‎‏ سېلګري ګلياتو ته، او يو ‏نيم لک سېلګري د سوات مالم جبې ته ورغلي او د بره دیر کمراټ ته خواوشا ‏‎92,000‎‏ سېلانيان تللي دي.‏

په سوات کې د هوټلونو د اتحادیې مشر زاهد خان وايي، سوات ته د بهر څخه دومره سېلګري نه دي ورغلي، زیات ځايي خلک ورغلي خو بيا یې هم شمېره ‏دومره نه ده څومره چې د سېلګرۍ محکمې ياده کړې ده.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د مالم جبې په حواله چې کومې شمېرې ويل شوي، که د ورځې حساب وشي په مالم جبه کې د دومره خلکو او ‏ګاډو ځای کېدو ځای نشته.‏

نوموړي زياته کړه، په سوات کې د سېلګرۍ غټه علاقه کالام دی، په ټول سوات کې ‏‎450‎‏ هوټلې او خواوشا غټې وړې ‏‎700‎‏ رېسټورانټونه دي، يواځې په ‏کالام کې خواوشا ‏‎200‎‏ هوټلې دي.‏

هغه وویل، د اختر په ورځو کې د کالام په هوټلو کې د لس فيصده پورې هوټلو ته سېلګري نه دي ورغلي، د نوموړي په وينا د بحرېن څخه تر کالام پورې ‏خواوشا ‏‎35‎‏ کلوميټره لاره (سړک) ده، کومه چې په ‏‎2010‎‏ کې سېلابونو وړې وه، هغه بيا جوړه کړل شوی، خو نوموړی دعوه کوي د دغه لارې دپاره چې ‏څومره پېسې منظورې کړل شوې وې په هغې کې څلورمه برخه روپۍ پرې هم نه وې لګول شوې خو بيا هم يو څه لاره جوړه کړل شوې وه.‏

د زاهد خان په خېره تېر کال بيا سېلابونه راغله او د سوات سيند په غاړه دغه لاره یې ځای په ځای خواوشا اته کلوميټره بيا يوړه، بيا ځايي خلک او هوټلو ‏والو په خپلو پېسو يو څه کچه لاره جوړه کړه.‏

هغه وويل، سېلګري د سيمې د خلکو د روزګار سرچينه ده، حکومت ترې ټېکس ترلاسه کول غواړي، که چرته د سوات سېلګري بحال شي نو په کروړونو ‏روپۍ ګټه ترې ترلاسه کېدی شي.‏

زاهد خان زیاته کړه، پکار ده بهرني سېلګري راوستل شي، خو د پاکستان ويزې ګراني دي، خلکو ته په اسانه ويزې نه ورکول کيږي، سوات ته بهرني ‏سېلګري يو فيصد هم نه راځي، باوجود د دې چې د نوموړي په خبره د مري په مقابله کې په کالام کې هوټلې ‏‎70‎‏ فيصده ارزانې دي.‏

هغه وویل که په سوات کې امن په ځای شي ځکه دلته چې د ناامنۍ يوه پېښه وشي خلک وويريږي، بيا څوک نه راځي. بايد لارې جوړې کړل شي، هوټلونو ‏ته د ټېکسونو په برخه کې اسانتیاوې ورکړل شي، دغلته دا وخت د ‏‎20,000‎‏ پورې خلک په روزګار دي خو دغلته د دوی سره د ‏‎60,000‎‏ پورې خلکو ته د ‏روزګار زمينه برابرېدی شي.‏

په بره ديرضلع کې ځايي خبريال سيد زاهد جان هم وايي، هغه نه ګڼي چې د دير د سېلګرۍ سیمې کمراټ ته به دومره خلک ورغلی وي، څومره دعوه چې ‏شوې ده.‏

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د اختر په دويمه ورځ باران شورو شوی وو، نو خلک په باران کې زيات سېل له د تلو څخه ډډه کوي، بله دا چې د ‏کمراټ لاره هم هغه شان نه ده جوړه څنګه چې پکار ده.‏
د نوموړي په خبره د بره دير د مرکز نه تر کمراټ پورې خواوشا ‏‎95‎‏ کلوميټره لاره ده په دې کې نيمه پخه او نيمه بيا ډېره خرابه ده.‏

هغه وويل، د ځايي خلکو سره یې وخت په وخت خبرې کيږي ځايي خلک د سيمې سېلګرۍ ته د ودې ورکولو دپاره يواځينۍ غوښتنه د لارې جوړولو کوي، ‏په کمراټ کې خلکو په خپله ښې ښې هوټلې جوړې کړي او نوموړی دعوه کوي دغلته د اسلام اباد د مري او خېبرپښتونخوا د ګلياتو څخه څه، چې د سوات ‏د هوټلو نه هم ارزانې کمرې مېلاويږي چې پکې د ‏‎1000‎‏ او ‏‎2000‎‏ روپو پورې د شپې دپاره ښې کمرې هم شته.‏

سيد زاهد جان وویل، که چرته کمراټ ته يواځينۍ د لارې اسانتیا جوړه شي نو که دا وخت په يو موسم کې څلور لکه سېلګري ځي نو دا شمېره به يو په دوه ‏شي، خلکو ته به روزګار ترلاسه شي او حکومت به ترې د ټېکسونو په برخه کې هم ګټه پورته کوي.‏

د پښتونخوا د سېلګرۍ سيمو سوات کالام او بره دير کمراټ ته د لارو جوړولو په اړه د سېلګرۍ د محکمې ویاند محمد سعد وي او اې ډيوه ته ويلي، ‏دغلته اکثره لارې جوړې او که چرته کومې لارې خرابې دي، په هغو کار روان دی جوړيږي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG