لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند یو تجربه کار صحافي وایي، د هغه ملک صحافیان په ېرولو خاموشه کړی کیږي


هندي خبریال رویش کمار په کال ۲۰۱۹ کې په مانیلا ښار کې له نړېوالو خبریالانو سره د خبرو پر مهال
هندي خبریال رویش کمار په کال ۲۰۱۹ کې په مانیلا ښار کې له نړېوالو خبریالانو سره د خبرو پر مهال

د هند یو تجربه کار صحافي رَویش کمار دعوه لري چې په هغه ملک کې "صحافت مړ شوی دی". هغه وایي، د هند میډیا په دې اتفاق نلري چې هلته کې دا بحران راغلی دی.

رویش کمار وي او اې ته وویل: "که تاسو وغواړئ چې نن په هند کې جرنلزم پیدا کړئ، نو تاسو به ضرورت ولرئ چې خپل ذره بین (کلان نما شیشه) ورپسې راواخلئ."

کمار چې څه دپاسه پنځه وېشت (۲۵) کاله یې د هند په یوې سترې خبري ادارې، اېن ډي ټي وي کې کار کړی و او د ماښام خبرونو اېنکر و، د ۲۰۲۲ کال په نوامبر کې یې خپله دنده پرېښودله. کله چې د وزیراعظم نریندر مودي نږدې ملګري او ارب پتي، ګاتم اډاني اېن ډي ټي وي واخېست، نو هغه مهال رویش کمار په هغې ادارې کې د ادارتي ازادۍ په فکرمندۍ باندې، خپل کار پرېښود.

کمار وي او اې ته وویل: "هغوی د صحافت په نامه د بازار نه پیسې خپلو جېبونو ته اچوي، او بیا صحافت هم نه کوي."

رویش کمار چې په هندي ژبه صحافت کولو، په دې یې ځانله شهرت ګټلی و چې حکومت به یې سختو سختو پوښتنو سره مخامخ کولو. هغه ته دوه ځله د رامنات ګوېنکا اېکسېلنس اېوارډ په جرنلزم کې ورکړی شو، او د نورو اېوارډونو ترڅنګ یې د رامون مګسېسې اېوارډ هم ګټلی دی.

هغه وایي چې د هند صحافیان د حکومت لخوا یرول کیږي، او د قهرجن غبرګون له ېرې، پوښتنې نه کوي.

رویش کمار زیاته کړه: "هرڅه چې حکومت وایي، بغیر د دې چې مرکزي مېډیا هغه وچېړي او حقیقت یې معلوم کړي، هماغسې خلکو ته وړاندې کیږي."

کمار وايي، کله چې د خپلې دندې مستعفي شو نو په فېسبوک کې یې په میلینونو فالووران درلودل. هغه په دې امید و چې سوشل مېډیا کې یې شهرت به ورسره مرسته وکړي چې یو یوټیوب چېنل جوړ کړي.

د هغه یوټیوپ چېنل چې "رويش کمار آفېشل" نومیږي، څه باندې ۹.۶ میلینه سبکسرایبرز لري او کمار وایي چې د دې لارې هغه کولی شي هغه قصې خلکو ته ورسوي کومې چې د هند مرکزي مېډیا یې نه رپوټ کوي.

کمار وایي، له هغه وخته چې استعفا یې کړې ده، اېن ډي ټي وي ندی لیدلی او خیال نلري چې آینده کې یې هم وګوري. خو پخپل یوټیوب چېنل کې کولی شي په هغو پېښو او مسئلو خلک آګاهه کړي کوم چې، د ده په باور، مرکزي مېډیا یې نظراندازه کوي.

هغه داسې احساس کوي چې د هند مېډیا د انتخابي بانډونو په شان مسئلې په پوره توګه ندي رپوټ کړي او دې کې ناکامه پاته شوي دي. د دغه انتخابي بانډونو په بنیاد دا امکان موجود و چې سیاسي پارټیو ته په نامحدوده توګه د ناپېژندل شوو کسانو لخوا چندې ورکړی شي. هغه دا هم وایي چې سیاسي کرپشن د مېډیا د طریقه په پوره توګه ښکاره کړی شوی ندی.

کمار وي او اې سره خبرو کې وویل: "ما دا وښودله چې یو سیاستمدار، د پارلمان یو ممبر، د شپږو میاشتو دپاره جېل کې قید شو، او د جېل نه یې یو تصویر راووتلو. دوه هندي اخبارونو، دا یو غیراهم خبر وګرځولو."

خو په داسې یو وخت کې چې د مطبوعاتو آزادي په هند کې په راکمېدو ده، د سیاسي مسایلو په اړه خبرونه ورکول خطرې سره مل دي.

رویش کمار زیاتوي: "زه نه پوهېږم چې زما چېنل به بحاله پاته شي او که نه، او په خلاف به یې څه قسمه اقدام وشي." هغه وایي، دغه ډول خدشه او پرېشاني د هر هغه یوټیوبر سره شته کوم چې "صحافت ترسره کوي او د هند د حکومت نه پوښتنې کوي."

د کمار وینا ده چې په یوټیوب باندې د یو آزاد خبریال په حیثیت "تاسو ته هرڅه پخپله کول دي. یعنې دا چې ستونزو او چلېنجونو سره به پخپله مقابله کوئ."

رویش کمار د سهار په پېنځو بجو کار شورو کوي او اکثره د شپې تر نهو بجو پورې کار کوي. هغه د ورځې دوه شوګانې جوړوي، او د اتو کسانو یوه کاري ډله ځانه سره لري.

د بې سرحده خبریالانو (Reporters Without Borders – RSF) څارونکې ادارې ډېر پخوا لا خبرداری ورکړی چې هند کې خبریالانو باندې دباو او ورسره دښمنۍ په زیاتېدو دي.

د آر اېس اېف د جنوبي اېشیا د څانګې مشره سېلیا مېرسیئر وایي: "له هغه وخته چې نریندر مودي واک اختیار ترلاسه کړی، مونږ ګورو چې په صحافیانو او مېډیا باندې ظلم سېوا شوی دی."

سېلیا مېرسيئر زیاته کړه چې: "مونږ سره د سېنسرشپ، یرولو، حملو، د اهمو آوازونو د خاموشولو، او د سایبري ځورونې قضیې شته دي. او دا هرڅه د زیاتې پرېشانۍ وړ دي ځکه په داسې یو ملک کې لیدلی کيږي چې د نړۍ ترټولو ستر جمهوریت ګڼل کیږي."

کله چي مودي په کال ۲۰۱۴ کې وزیراعظم شو، هند د آر اېس اېف په هغه لېست کې چې د نړۍ د مطبوعاتو د آزادي اېنډکس بلل کیږي، د ۱۸۰ ملکونو ترمنځ په ۱۴۰ لمبر راتلو. په ۲۰۲۳ کال کې هند ۱۶۱ لمبر ته راښکته شو، یعنې مطبوعاتي آزادي په کې کمه کړی شوې ده.

وي او اې په دې موضوع باندې واشنګټن کې د هند د سفارت سره د اېمیل او ټلیفون د لارې د رابطې کوشش وکړ، مګر سفارت یې پوښتنو ته څه جواب ونه ویلو.

آر اېس اېف او نورو څارونکې ډلو دا یادونه هم کړې چې هند د معلوماتي ټېکنالوجۍ او قامي سلامتیا په شمول قوانین، د ناقدو رسنیو د هدف ګرځولو په مقصد استعمالوي.

د مثال په توګه، د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي قانون د صحافیانو د هدف ګرځولو دپاره کارول شوی دی.

مېرمن مېرسیئر وایي: "مونږ لیدلي دي چې دغه د ترهګرۍ ضد قانون، د نیوزکلېک په قضیه کې چې یوه آزاده مېډیا ده، د صحافیانو د چقولو دپاره استعمال شوی دی."

د آر اېس اېف دغې چارواکې وویل چې د ډهلي پولیسو یو سپېشل ډلې په اکټوبر میاشت کې په نیوزکلېک باندې چاپه ولګوله. هغه زیاتوي چې د پولیسو پنځه سوه افسران په دې چاپه کې شامل و، او د نیوزکلېک مېډیا مشر یې ګرفتاره کړ چې د تېرو شپږو میاشتو راهېسي د ترهګرۍ ضد قانون په بنیاد، قید کې پاته دی.

نړېوالې خبرې ادارې هم په هند کې اغېزمنې شوې دي. د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې په نوې ډهلي او ممبئی کې د بي بي سي په دفترونو چاپې ووهل شوې. د حکومت یو ترجمان هغه وخت وویل چې دا "د ټېکس سروې" وه. خو تر هغه څو هفتې وړاندې د هند حکومت د بي بي سي یو دستاوېزي فلم چې په نریندر مودي جوړ شوی و، "پروپګېنډه" بللې وه.

د اوکلا معلوماتي مطالعاتو پروفېسر رمېش شري نیواسن وایي چې د مطبوعاتو د آزادۍ په بایللو سره، هند د ګاندهي هغه لوی تصور هم بایلي.

پروفېسر رمېش وي او اې ته وویل: "دا نېغ په نېغه د مودي حکومت او د هغه نوي-آمرانه ګامونو پورې تړلې دي. یو شمېر آزاد صفحافیان یرول شوي دي، ځورول شوي دي، غنډه ګردي ورسره شوې ده، او ځیني آزاده رسنۍ بندې کړی شوې دي."

رویش کمار وايي، حکومت تر اوسه هغه ته دړکه نده ورکړې، مګر هغه پرېشانه دی چې شاید بل نوبت کې د هغه خبري یوټیوب چېنل په نښه کړی شي.

کمار زیاتوي: "که یوټیوب زما چېنل رابند کړي، زما صحافت به ورسره ختم شي. ځکه هېڅ بل خبري چېنل یا اخبار نه غواړي چې زما کالمونه چاپ کړي."

کمار وايي که څه هم ژوند کې یې چلېنجونه مخې ته راغلي دي، خو د اېن ډي ټي وي دندې پرېښودل او د یو نوي خبري چېنل پرانېستل یې خپله ذاتي فیصله وه.

هغه وایي: "هېڅ پښیمانه نه یم، ما سمه فیصله اوکړه."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د صدر بایډن ټوکې او د هغه په ټوکو د ټرمپ نېوکې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG