لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په اسرايلو د ايران د حملې له امله د ايشيا د ونډو بازارونه غورځېدلي


رویټرز خبري ادارې ويلي، په منځني ختیځ کې د ایران او اسرایلو ترمنځه د تاوتریخوالي له امله د ونډو ایشیایي بازارونه هم غورځېدلي او د سرو زرو په بیې هم زیاتې شوې دي.

اقتصادی پوهان وایي، که جګړه جوړيږي او اوږديري نو له دې سره به د تېلو سپلايي هم اغېزمنه شي او د پاکستان اقتصاد ته به هم ‏زيان ورسي او ګرانۍ به ورسره زیاته شي.

د رويټرز د خبر ترمخه، په اسرایل د ایران له برید وروسته په ایشیایی ونډو بازار کې ويره خپره شوې او مارکيټونه په ښکته راغلي دي.‏

د رپورټ ترمخه د جاپان د ونډو بازار يو فیصد، د اسټریلیا د ونډو بازار 0.05 فیصده، هانګ کانګ سټاک مارکيټ 0.63، سویلي کوریا، هند، سنګاپور ‏او بنګله دېش ونډو بازارونه هم یو فیصد غورځېدلي دي.‏

اقتصادی پوهان وایی د دې زیات اثر د منځني ختیځ په هیوادونو شوی دی. ‏

د ونډو بازار اقتصاد پوه شهريار بټ وايي، "ایشیایي مارکېټونه زيات غورځېدلي دي، په خصوصي توګه سعودی عرب، متحده عرب امارات او د یمن ‏سټاک مارکيټونه کرېش شوي يا غورځېدلي دي، نن سهار چی کله کاروبارونه روان شو، د هانګ کانګ مارکيټ کې 900 درجې کمی لیدل شوی، جاپان ‏چې تر ټولو پياوړی مارکيټ دی نزدې 300 درجې ټيټ شوی وو، په مجموعي توګه منفي تاثر ليدل کيږي او سوداګر هڅې کوي چې خپل شېرز خرڅ کړي".‏

د رویټرز ترمخه، د جنګ د اثراتو له وجې د سرو زرو بیعې هم زیاتې شوي او د یو اونس بيعه 2400 ډالره ته رسېدلی، هم دغه رنګه په نړیوال مارکيټ کې ‏برینټ کروډ ايیل 90 ډالر 68 سینټ يو بېرل ته رسيدلي، ډبلیو ټي آی بيعه د 1.1 فیصدي اضافې وروسته 85 ډالره او 98 سینټه يو بېرل اضافه شوې ده.‏

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان هم د ضرورت زیاته برخه د بهر هيوادونو څخه درآمد کوي او د دې اثر به د پاکستان په اقتصاد او ګرانۍ پرېووځي.‏

اقتصاد پوه سجاد احمد وايي، "چونکې د پاکستان غیر ملکي زرمبادله ذخیره کمه ده او د تېلو د زیاتو قیمتونو له وجې د پاکستان نه غیر ملکې زرمبادله ‏بهر ته ځي بله دا چې په ګرانۍ کې د تیلو زیاتو قیمتونه زیات اثر لري نو د منځني ختیځ د تناو له وجې د پاکستان معیشت هم متاثره کېدی شي".‏

د اقتصاد پوهانو په خبره، د ایران او نورو تیل پیداکوونکو هیوادونو د تیلو جهازونه د خلیج فارس نه تیریږی نو دې سره د خام تیلو په ترسیل اغېزې ‏امکان لري.‏

د پوهانو په وینا د پاکستان او ايران تر منځه د ګېس پایپ لاین د لګولو کار د وړاندې نه د ځنډ ښکار دی او دا معاهده سرته رسېدل ناممکنه ښکاري او که ‏دا جنګ اوږد شي نو د پاکستان معیشت ته به په خپلو پښو ودرېدل ګران شي.‏

شهریار بټ وايي، "د پاکستان معیشت د اوکراین او روس د جنګ له وجې نقصان بیا موندلی او په نړیواله کچه د دې جنګ اثر به په تیلو او خوراکي توکيو ‏پرېووځي او چې څومره زر کېدی شي دا جنګ ختم شی نو د پاکستان پشمول د نړۍ د نورو هيوادونو دپاره به دا بهتره وي".‏

په نړيواله منډۍ کې د تیلو د قیمتونو د زیاتوالي له امله پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی، سبا د اپرېل د 16 نیټې څخه سبا له پاکستان د پټرولو په بیعو ‏کې 2.5 روپۍ او ډیزلو قیمتونو کې 8 روپۍ لیټر اضافه وکړل شي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG