لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا دفاع وزیر په غزه کې د قتل عام کېدو خبره رد کړې


واشنګټن – پنټګان د اسرایلو له ملاتړ څخه نه په شا کېږي که څه هم د ځینو امریکايي وکیلانو خپګان په زیاتېدو دی چې اسرایل د حماس پرضد د غزې په جګړه کې له اخلاقي کرښو څخه تیری کوي.

د امریکا په سنېټ کې د وسلوالو خدماتو د کمېټې اورېدنه د نهې یا سې شنبې په ورځ څو ځله د هغو احتجاج کونکو لخوا له مزاحمت سره مخ شوه چې اسرایل او امریکا په دې تورنوي چې لاسونه یې د بې ګناه خلکو په وینو سره دي خو د دفاع وزیر لویډ اسټن دغه تورونه ردول.

ریپبلېکن سناتور ټام کاټن له اسټن څخه وپوښتل چې "ایا اسرایل په غزه کې ټول وژنه کوي؟"

اسټن ځواب ورکړ، "سنېټر کاټن، مونږ د قتل عام هېڅ کوم شواهد نه لرو."

خو اسټن د بیا بیا پوښتل کېدو سره وویل، چې د اسرایلو پوځ کولای شي او باید زیات څه وکړي چې د حماس جنګیالي له ملکیانو څخه جلا کړي.

هغه وویل، "داسې هېڅ پوښتنه نه شته چې په دې شخړه کې له حده زیات ملکي تلفات دي."

اسټن وویل، هغه خپل اسرایلي سیال ته خبرداری ورکړی چې غزې ته د نورو بشري مرستو لېږلو ته د اجازې په پاتې راتلو سره به "نوره ترهګري رامنځ ته شي."

د اسرایلو د هغو خبرو په اړه چې په رفع کې به د حماس د له منځه وړلو لپاره عملیات کوي د دفاع وزیر ګونګ ځواب ورکړ او وویل،

"داسې نشي کېدای چې مونږ هغه څه ووینو چې په تېرو وختونو کې مونږ لیدلي د فعالیت له پلوه چې په غزې ښار او خان یونس کې مو لیدلي دي."

ټول وکیلان له دغو ځوابونو راضي‌نه وو. ځینو په دې خپګان ښکاره کاوه چې واشنګټن مجبوره کړل شوی چې په دې شخړه کې وورننوځي.

سنېټر ټېم کېن وویل،

"هېڅ داسې کوم دلیل نشته چې امریکا دې په ختیځې مدیترانې کې بندر جوړ کړي. هېڅ دلیل نشته چې مونږ دې له هوا څخه اکمالات وکړو."

هغه زیاته کړه، "د بشری مرستو بهیر کافي نه دی."

نورو وکیلانو بیا په حماس باندې پړه اچوله.‌

اسټن دا منله چې د امریکا لخوا د ترهګرې ګرځولې شوې حماس ډلې روان چلند جنګي جرمونو ته لوړېدای شي.

په اصل کې د سنېټ دا اورېدنه دفاع وزارت ته د ولسمشر جو بایډن لخوا د وړاندې شوې بودېجې په اړه وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG