لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: کور ته په رخصتۍ د ورغلي عسکر مړی موندل شوی


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلع ټانک کې کور ته په رخصتۍ د ورغلي ایف سي یا ملېشه ځواک د عسکر مړی موندل شوی، کورنۍ یې وايي د چا سره شخصي دوښمني ‏نه لري.‏

پولیس پېښه تاييد کړې او وايي دوی ته د ټانک په وراڼه سیمه کې د یو مړي تر لاسه کېدو اطلاع شوې او پولیس ته هلته مړی په داسې حال موندل شوی ‏چې په ډزو ویشتل شوی وو.‏

د پولیس په وینا د نوموړي پیژندګلو د فضل رحمان په نوم شوې چې د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د ایف سي ځواک عسکر وو. ‏

د صدر تاڼې چارواکي وايي مقدمه یې د نامعلومه کسانو پرضد د قتل د مادو لاندې درج کړې ده.‏

د دوی په وینا کورنۍ ورته ویلي چې نوموړی په ملیشه ځواک کې عسکر وو او د اختر د پاره د جنوبي وزیرستان واڼه سیمې څخه کور ته راغلی وو. دوه ورځې ‏وړاندې هغه په خپل شخصي موټر سایکل د کور څخه د ټانک ښار ته وتلی او بیا بیرته نه وو راغلی.‏

عمرخېل د ټانک ښار نه نیزدې ۶۰ کلومیټره قطب او ورڼه سیمه د ښار نه نیزدې ۲۰ کلو میټره سویل لور ته موقعیت لري.‏

د پولیسو وینا د وژل شوي عسکر کرنۍ په چا دعوېداري نه ده کړې او نه پولیسو ته د هغه شخصي دوښمنۍ څه مالومات په لاس ورغلي دي او د دغه ‏پېښې هر اړخیزه پلټنې یې پیل کړي چې د ترهګرۍ پېښه ده که بل لامل یې کېدی شي.‏

په ټانک ضلع کې په امنیتي ځواکو دا څلورم برید دی، دې نه وړاندې په تیره یوه اونۍ کې درې پولیس اهلکار په بیلا بیلو هدفي پېښو کې وژل شوي وو.‏

په ټانک ضلعې یو شمېر کسانو وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل دوی انتهایي د مشکل او پریشانۍ سره مخ دي په علاقه کې په خلاص مټ ‏وسله په لاس کسان ګرځي چې د خلکو نه قلنګ او ډوډۍ غواړي او چې چا نه ډوډۍ یا پېسې واخلي بیا یې پوځ ځوروي، ګرفتاروي او تشدد پرې کوي. ‏

دوی وویل تیره اونۍ د ټانک ضلعې بزایی سیمه ته ورغلي خلکو ته ویلي چې کوم کسان په پولیس ملیشه او پوځ کې دنده لري هغه ته به په پینځه لکه پور ‏او یو کلاشنکوف ورکوي. ‏

د دوی په وینا تر هغه وروسته ځایی خلکو د وسله والو پرضد چیغه کړې او د علاقې نه یې زغلولي دي.‏

د ټانک د بیټني جرګې یو غړي ملک اکبر علي وویل خلک انتهايي په ویره کې دی کوم چې شتمن خلک دي هغوی خپل کورونه پرایښي او ځایی خلک ‏اندیښنې لري چې که د وسله وال پرضد عملیات کیږي نو دوی به د کورونو په پریښول محبورشيږ

هغه زیاته کړه په علاقه کې هیڅ حکومتي واک نه لیدل کیږي او هر کس د غېر یقیني صورتحال سره مخ دي ځکه چې د دوی په ساتنه مامور پولیس په خپله ‏محفوظ نه دي.‏

د ټانک ضلعې د ټولو قومونو د اتحاد مشر زمان بیټني وویل په ضلع کې د ناامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ غلا ډاکې او شوکې سېوا شوي دي او هر ورځ ښار ‏کې د خلکو کورونه او دوکانونه لوټل کیږي خو په دې پېښو کې ککړ کسانو پرخلاف نه څه کاروايي کیږي او نه یې مخنيوي کیږي.‏

د ټانک د ضلعې د پولیسو مشر عبد السلام خالد وايي په ضلعې کې د هر قسمه د ناامنۍ د مخنيوي د پاره بلا تفرق کاروایانې رواني دي او زر به ویره ‏خورونکي عناصر د قانون منګولو ته راکش کړي.‏

هغه وویل په ضلع کې د ډکیتۍ سېوا کېدل یو علت دا دی چې پولیس د وسله ووالو پرضد بوخت دي خو زیاته یې کړه دغه خلک چې په عام ولس کې ویره ‏خوروي سختې سزا ګانې به ورکړل کیږي.‏

د هغه په وینا خلکو ته ویل شوي چې د اختر پرمهال د ښاریې کورونه یوازې نه پریږدي او هغې د پاره د څوکېدار انتظام وکړي ځکه چې دا ورانکاري د ‏دغسې ځایونو په لټون کې دي.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG