لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په دې کوچني اختر د پښتو نوي څلور فلمونه اؤ د ګڼو سندر غاړو نوې سندرې مخې ته راځي


په راتلونکي وړوکي اختر دا ځل د پښتو نوي څلور فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي اؤ ددې تر څنګ یو شمیر سندرغاړو کوچني اختر ته خپلې نوې سندرې هم تیارې کړې دي.

د پاکستان د پښتنو په سیمو کې د کلونو راسې روانې ترهګرۍ او تندلارۍ د پښتو فلمي صنعت او سنېما دواړه زیانمن کړي. اکثره سنېماګانې په کاروباري پلازو یا شاپنګ مالونو شوي دي .

څېړونکي وایي پښتو فلم انډسټري که هر څو دا مهال یو د زوال د دور سره مخ ده اؤ د پښتنو سیمو کې سینماګانې په ختمېدو دي خو بیا هم په پاکستان کې هرکال تر بلې هرې ژبې زیات د پښتو فلمونه جوړیږي.

‎د پښتو فلمونو د ولن او هیرو نقلي برېت او ږیره، ټوپک او د نورو صوبو نه کاسټ شوي هیروینې یا اداکارانې، د وسایلو هغه کمی څرګندوي چې د پښتو فلمونو جوړونکي ورسره مخامخ دي خو فلم جوړونکي وایي چې د کمو وسیلو باوجو یې هم په پښتو کې فلم ژوندی ساتلی دی.

دا ځل په وړوکي اختر چې کوم نوي څلور فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي هغې کې چرته خاني چرته فقیري، یار دښمن ، پېښور زما دی اؤ بندیوان شامل دي.

«چرته خاني چرته فقیري»

دا د ارشد خان فلم دی چې مرکزي کردارونه پکې شاهد خان،سدره نور اؤ جهانګیر جاني لوبولي اؤ ددې تر څنګ پکې شهزاد خان اؤ رحیم شهزاد هم مهم کردارونه ادا کړي.

دا فلم به په یو وخت د پېښور په ارشد سینما اؤ د کراچۍ مواسټ سینیما نندارې ته وړاندې شي.

د فلم هیرو شاهد خان وي او ای ډیوه ته وایي چې د فلم کیسه د معاشرتي نا انصافۍ اؤ ظلم نه چورلي اؤ نوي کول ته پکې د عدل اؤ خلکو سره د ښېګړې درس ورکړل شوی دی.

نوموړی وایي چې فلم یې په زړه پورې مناظرو کې جوړ کړی اؤ د کیسې تر څنګ یې په سندرو هم ډیره خواري شوې ده نو ځکه هغه هیله مند دی چې دا فلم به کتونکي خوښ کړي اؤ ښه بزنس به وکړي.

«یار دښمن»

یار دښمن د ارباز خان فلم دی چې هدایات یې هم هغه پخپله ورکړي دي اؤ دا فلم به په وړوکي اختر په یو وخت د پېښور صابرینه اؤ د کراچۍ په افشار سینیماګانو نندارې ته وړاندې شي.

په فلم کې مرکزي کردارونه عجب ګل اؤ ارباز خان لوبولي خو ددې فلم یوه خاص خبره داده چې د نوؤ هنرمندانو تر څنګ پکې زاړه ایکټران هم اخستل شوي چې هغې کې اصف خان اؤ جمیل بابر شامل دي.

جمیل بابر په ډيره موده پس د پښتو کوم فلم کې په وړومبي ځل په دې کوچني اختر خپلو مینه والو ته راښکاره کیږي اؤ د فلم هدایتکار ارباز خان هیله ښودلې ده چې د نوؤ اؤ زړو اداکارانو دا امتزاج به د فلم کتونکو لپاره یو خاص بدلون ثابت شي اؤ هغوي به یې خوښ کړي.

«بندیوان»

دا فلم د پېښور په ناز، د کراچۍ په رینو،د پینډۍ په خورشید اؤ د سوات په سوات سینیما کې نندارې ته وړاندې کیږي.

د فلم هدایتکار شاهد عثمان دی اؤ مرکزي کردارونه پکې ارباز خان ،جهانګیر جاني شاهد لوبولي دي.

د بندیوان په نوم تر دې وړاندې هم د اویایم په لسیزه کې یو د پښتو فلم جوړ شوی ؤ چې مرکزي کردارونه پکې بدرمنیر،یاسمین خان اؤ اصف خان لوبولي وؤ.

«پېښور زما دی»

دا د شان زیب خان فلم دی چې په وړوکي اختر د پېښور په ایینه اؤ د کراچۍ په ګلستان سینیما نندارې ته وړاندې کیږي.

په دې فلم کې مرکزي کردارونه ارباز خان، محمد حسین سواتي اؤ سدره نور لوبولي دي

سټیج شوګانې

د فلمونو تر څنګ په دې وړوکي اختر په پېښور کې یو شمیر سټیج شوګانې هم ترتیب کړی شوي دي.

په دې شوګانو کې تر ټولو ستره سټیج شو "د اختر ګلونه" په نوم د پېښور په شمع سینیماګانې د اختر په دریواړو ورځو کېدونکې ده چې وتلي فلمي ستوري، د سټیج اؤ ډرامو فنکاران اؤ سندرغاړي پکې برخه اخلي.

ددې سټیج شو په فنکارانو کې جهانګیر جاني، ارباز خان، سدره نور، نیلم ګل، جیا بټ اؤ ګڼ نور شامل دي.

د اختر سندرې

د نوؤ فلمونو اؤ سټیج شو ګانو تر څنګ په دې کوچني اختر ګڼ شمیر سندر غاړو خپلې نوې سندرې هم تیارې کړي دي چې د اختر په شپه اؤ یا هم د اختر په اوله ورځ به ریلیز کیږي.

د وتلو سندر غاړو کرن خان، ستاره یونس،سرفراز،ګل رخسار اؤ دل راج تر څنګ ګڼ شمیر داسې نوي سندر غاړي هم په دې اختر خپل سندرې ریلیز کوي چې تر دې مخکې یې سندرې بازار ته نه دي را وتلي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG