لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرګران وایي، د سرو زرو د لوړو بیعو له امله یې 95 فیصده روزګار ختم شوی


د پاکستان د زرګرانو اتحادیه وایي، په ملک کی د سرو زرو بیعې په ریکارډ کچه زیاتې شوي چې امله یې زرګران په کاروبار پریښودو مجبوره دي.

زرګران وایي، د سرو زرو د لوړو بیعو له امله یې 95 فیصده کاروبار ته زیان رسیدلی او بیا د حکومتی ټیکسونو له وجې یې نورې هم په کاروبار منفي اغیزې کیږي

په مردان ښار کې د ال پاکستان د زرګرانو د اتحادیې مرستیال مشر فقیر محمد صراف وایي په نړي وال مارکیټ کې د سرو زرو بیعې زیاتې شوي او د هغې اثرات په مقامي مارکیټ هم شوي دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، د سرو زرو په کاروبار خرڅونه او مالیه زیاته شوې او د سرو زرو بيعه په ریکارډ کچه زیاته شوې ده.

د فقیر محمد صراف په خبره "د 10ګرامه سرو زرو بيعه 2 لکه او 4 زره روپۍ ده او د پخې تولې 12ګرامه او 150 ملي ګرامه سرو زرو بيعه 245000 روپو ته رسیدلې او د هغې بنیادي وجه نړیوال مارکیټ او حکومتي ټيکسونه دي"

تیر کال 2023م کې د سرو زرو د یوې تولې بيعه 240000 روپۍ وه خو بیا وروسته د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه راکمه شوی وه او د سرو زرو بيعه 2لکه 15 زره تولې ته راکوزه شوی وه.

څیړنې ښیي په نړیوال مارکیټ کې د سرو بيعه کې د 21 ډالرو له اضافې وروسته 2290 ډالره فی اونس ته زیاته شوې.

زرګران وایي د سرو زرو بیعې په ځای نه ودریږي او بیا د ګاهک او زرګرانو ترمنځه بې اعتمادي پیدا کیږي.

"مونږه د ګاهک نه ارډر په یو ریټ واخلو بیا په بازار کې ریټ بدل وي او ګاهک ټولې پیسې هم ایډوانس نه ورکوي ځکه چی غربت زیات دی خو مسلې زیاتې شوي او قیمتونه په ځای نه ودریږي"

زرګران وایي کوم خلک چی سرمایه لري یا په بهرنیو هېوادونو کې کار کوي هغوی سره زر اخلي خو د هغوی تعداد ډیر کم دی او مالداره خلک زیاتره په سرو سرو کې سرمایه کاري هم کوي خو هغوي خام مال اخلي.

د زرګرانو په وینا د حکومتی ټیکسونو او ګرانۍ له وجې په کاروبار منفې اغیزې شوي او زرګران په روزګار پریښودو مجبوره شوي.

د فقیر محمد صراف په خبره"زیاتره ویل کیږي چې 10 فیصده کار پاتې دی خو زه وایم پنځه فيصده روزګار پاتی او 95 فیصده کار نشته یو تن چې به 10 تولې کالی جوړولو هغه اوس 2 تولې ته راغلی او دوه تولې کالي واله ختم شوی او د ګرانۍ له وجې هر څیز ګران شوی د خلکو د اخستو توان نشته"

کاروباریان وایي په منځني ختیځ کې د روانو شخړو او د روس - اوکراین د جګړی له امله هم په نړیوال مارکیټ کې سره زر ګران شوي او په نړیواله کچه د مختلفو هېوادونو تر منځه د شخړو له وجې په راتلونکی کې په دې کی نوره هم اضافه کیدای شي .

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG