لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: نوشکي سیمه کې د حساسو ادارو د دفترونو مخې ته بمي چاودنه شوې


د بلوچستان په تربت سیمه کې د سمندري قواؤ په هوایي ډګر له ترهګریز برید یوازې یوه ورځ وروسته ددغه ناکراره صوبې په نوشکي ضلعه کې د حساسو ادارو د دفترونو مخې ته د لاسي بم چاودنه شوې ده .

ډان ورځپاڼې د نوشکې د انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر له قوله ددې چاودنې پخلی کړی خو ویلي یې دي چې په چاودنه کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ډپټي کمشنر حبیب الله موسا خیل ویلي له چاودنې وروسته وسله والو ډزې هم کړي خو وایي بیا دغه وسله وال تښتېدلي دي.

پولیسو اؤ د قانون پځای کوونکو ادارو مامورینو له چاودنې وروسته پېښه پخپله ګېره کې اخستې اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د ګل اؤ نهې په منځ شپه کې د بلوچستان په تربت سیمه کې وسله والو د سمندري ځواکونو په هوایي ډګر برید کړی ؤ خو چارواکو ددغه برید د ناکامه کولو دعوه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې څلور برید ګر یې وژلي دي.

د دې برید ذمه واري د بیلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي مجید بریګیډ په غاړه اخستې وه.

د سمندري ځواک "نيول فورسز" ایرپورټ په تربت ښار کې موقعيت لري، چې دلته د تربت ښار هوايي ډګر هم ورسره په څنګ کې پروت دی.

د چارواکو وینا ده چې، "ياد هوايي ډګر د پاکستان د سمندري ځواکونو دويم لوی هوايي ډګر دی او دلته په زيات شمېر کې د پاکستان سمندري ځواک موجود دی"

د مارچ پر شلمه هم د بلوچستان د مکران ډویژن په ګوادر ضلع کې د ګوادر پورټ اتھارټي د استوګنې په کمپلیکس د بي ایل ای له لوري حمله شوې وه، چې په ترڅ کې يې دوه عسکر وژل شوي او ځينې ټپي شوي وؤ او د چارواکو په وينا په ځوابي ډزو کې اته وسله وال بريدګر وژل شوي وو.

د ياد بريد ذمه واري هم د بي ايل اې تنظيم مجيد بريګېډ نومي ډلې منلې وه.

په دې وروستیو کې د پاکستان په دوؤ صوبو خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټکه شوې اؤ په دې بریدونو کې ګڼ شمیر امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان وزیراعلا ښاغلي سرفراز بګټې اوړمه ورځ ویلي وؤ وهغه د مرورو بلوڅانو سره پخپله خبرو ته تیار دی او دعوه یې کړې وه چې هغوي ته د عامې بخښنې ورکولو په معامله د اسټیبلشمنټ باور هم ترلاسه دی.

سرفراز بګټي په ۲م مارچ د بلوچستان صوبې د وزیراعلا غوره کېدو نه سمدستي وروسته هم پخپله وینا کې په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو غږ کړی ؤ چې هغوي دې له غرونو راښکته شي اؤ د خبرو له لارې دې د ستونزو هواری ولټوي.

پخپلو تازه څرګندونو کې هغه ویلي څوک چې هم قامي درشل ته راننوځي هغوي دې ځانونه تسلیم کړي اؤ د ریاست واکمنۍ ته دې غاړه کښېږدي.

خو بلوڅ وسله والو ډلو د وزیراعلا لخوا د سولې شوي وړاندیز ته لا هیڅ ځواب نه دی ویلی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG