لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د ۲۹ سرکاري پوهنتونو څخه په ۱۹ کې د وایس چانسلرانو څوکۍ خالي دي


د لوړو زده کړو کمېشن وايي، دا وخت د خیبر پښتونخوا له ۲۹ سرکاري پوهنتونونو څخه په ۱۹ کې د وایس چانسلرانو څوکۍ خالي‌ دي او زیاتره پوهنتونونه له مالي ستونزو سره مخ دي.

په عبدالولي خان پوهنتون کی طالب علمان وايي، زده کړې یې پوره شوي خو د څو میاشتو راهیسی ورته سندونه یا ډګرۍ نه دي ورکړل شوي ځکه چې پوهنتون یې وایس چانسلر نه لري.

دوی وايي قیمتي‌ وخت یې ضایع کېږي ځکه دوی اړتیا لري چې د تعلیم له پوره کېدو وروسته کار وکړي.

د اېم فېل طالب علم قاضي هاشم په دې اړه ډیوې ته وویل،

"زما نه پکی دوه ای ټیکس مس شو زه غواړم چی د لوړو زده کړو دپاره بهر لاړ شم خو دلته زمونږ ډګري نښتې ده دی وی سی نشته او د هغوی د لاسلیک نه بغیر ډګري منظوریږی نه،،

د محمد سعود په نامه یو بل زده کونکی وايي،

"دوه درې میاشتی وشوې زما ډګري مکمله شوې. زه په ایم فل کی داخله کول غواړم. دا می څلورم ځل دی چی راځم پیسی می جمع کړي دي خو دوی راته وایي ډګري لیټ ده زما ټول وخت ضایع شو."

په عبدالولی خان پوهنتون کی تر 17000 پوری طالب علمان زده کړې کوي او د تیرو دوه میاشتو راهیسی پوهنتون د وایس چانسلر څخه محرومه دی.

د دغه پوهنتون مخکنی پرو وایس چانسلر رېټایر شوی او د هغه د تګ وروسته دغه چوکۍ خالي پرته ده.

د صوبې نګران حکومت د پوهنتونو دننه د خالی چوکو د ډکولو دپاره یوه کمیټی هم جوړه کړی وه خو تر دې دمه په پوهنتونو کی زیاتره د وایس چانسلرانو چوکی خالی دي.

عبدالولی خان پوهنتون وایی په پوهنتون کی د وایس چانسلر د نشتوالی له وجی

پوهنتون ته هم انتظامی او معاشی مسایل ورپیښ او صوبایی حکومت هڅه کوي په پوهنتون کی خالي چوکی ډکې کړي.

د حسن خان په نامه رجسټرار ډیوې ته وویل،

"انتظامی مسلې دي. په ودانۍ کار هم روان دی او په پوهنتون وایس چانسلر مشر وی او ټول اختیار هم هغوی سره وی مونږه د لوړو زدکړو او صوبایي حکومتي ادارو ته ویلي هم دي خو لا تر دې دمه دغه چوکي خالي ده."

پوهنتون وایي، د لوړو زدکړو کمېشن او صوبايي حکومت ته يې ویلي دي خو تر دي دمه د پوهنتون وایس چانسلر نه دی ګمارل شوی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG