لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د احمدي ټولنې د وګړي د ضمانت په اړوند د سپریم کورټ د فیصلې پرضد احتجاجونه شوي


د پاکستاان د نورو برخو په څېر په مردان ښار کې هم د سپریم کوړټ د هغې فیصلې په ضد احتجاجونه شوي چې احمدي تن ته یې ضمانت ورکړی.

احتجاج کوونکو غوښتنه کړې چې دې فیصلې ته دې بیا کتنه وشي او بېرته دې واخستل شي، عدالت وایي‌ له فیصلې یې غلطه معنا اخیستل شوې.

دا احتجاجونه د جميعت علما اسلام فضل الرحمان ګوند له خوا رابلل شوی وو، احتجاج کوونکو پلي کارډونه او بېنرونه اوچت کړي وو چې پرې د عدالتي فیصلې ضد نعرې لیکل شوې وې او په لوړ غږ یې د سپریم کورټ د مشر قاضی فایز عیسا په ضد نعرې وهلې.

دوه ورځې وړاندی د سپریم کورټ مشر چیف جسټس قاضي فایز عیسا او د جسټس مسرت هلالي دوه کسیزه بېنج په یوه مقدمه کې په خپله فېصله کې په ضمانت د مبارک احمد ثاني نومې تن د ازادېدو امر کړی وو. ثاني له احمدي ټولنې څخه دی.

سپریم کورټ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د ممنوعه کتابونو په شایع کولو تر ټولو زیاته سزا شپږ میاشتې قېد دی خو ملزم د وړاندې څخه یو کال په جېل کې تېر کړی دی نو سپریم کورټ د اييني مادو، اسلامي احکاماتو او د انصاف د تقاضو سره سم د ملزم د ازادولو حکم ورکړی.

په دې احتجاجونو کې د عالمی تحفظ ختم نبوت کارکوونکي هم شامل وو، دوی د چیف چسټس د استعفا غوښتنه هم کوله.

د احتجاج یو برخه وال مفتي اکرام الحق وي او ای ډیوه ته وایي،"مونږ د امن خیال ساتلی دی، مونږ د ایین خیال ساتلی دی هغه سړی به نه پریږدو څوک چی د پیغمبر اسلام په شان کې ګستاخي وکړي"

د هغه وینا وه "مونږ ښه په سوچ او د عقیدې په بنیاد دا خبره کوو، مونږ پرې سوچ کړی او مونږه کفن په سر تړلی د هیچا پروا نه کوو".

سپریم کوړټ ویلی دغه فیصله یې د پاکستان د ایین او قانون په رڼا کې کړې خو له فیصلې نه یې غلطه معنا اخیستل شوې ده.

د ملک ستر عدالت دا هم وايي که چاته په دې فیصله اعتراض وي نو اپیل کولی شي.

د قانوني چارو ماهر شبیر حسین ګیګیانی ایډوکیټ وي او ای ډيوه ته وایي د سپریم کوړټ فیصله دا د ایین او قانون مطابق ده.

هغه وایي "د سپریم کورټ فیصله کې کیس نه دی ختم کړی شوی، دې کیس له یې څه جواز نه دی جوړ کړی او نه یې دا ویلي چی دا جرم ګنې جرم نه دی، په 2019 کی ددی جرم په بابت کې کوم قانون نه و په 2021م کی دا جرم ګرځول شوی ددی وړاندی که چا جرم کړی نو هغه مجرم نه شی ګرځول کیدای."

احمدي ټولنه په پاکستان کې غیرمسلمه ګرځول شوې او په ایین کی د ترمیم وروسته دوی نه شی کولی چی ځان ته مسلمانان ووایي.

د پاکستان په څه دپاسه 230 میلینه ابادۍ کې د احمدي ټولنې د خلکو شمېر د دوه او پینځه میلینه تر منځ ګڼل کېږي او دا په پاکستان کې د دې مذهبي اقلیتي ډلې تر ټولو زیاته ابادي ګڼل کېږي.

احمدي ټولنه له ډېرو کلونو راهیسې دعوې کوي چې په پاکستان کې ورسره د کرکې په بنیاد چلند کېږي ځکه یې په مذهبي بنيادونو د ممکنه امتيازي سلوک له امله د 2024م د عامو انتخاباتو نه هم د لاتعلقۍ اعلان کړی ؤ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG