لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې له عامو ټاکنو وروسته د ونډو بازار 2000 درجې په ښکته تللی دی


په پاکستان کې له عامو ټاکنو وروسته د ونډو بازار 2000 درجې غورځیدلی او اقتصاد پوهان وایي په ملک کې د عامو ټول ټاکنو د غیر متوقع نتیجو راتلو له وجې په مارکیټ هم منفي اغیزې شوې دي.

پوهان وایي د سوداګرو دا خیال ؤ چې په پاکستان کې به د مسلم لیګ (ن) حکومت جوړ شي خو په ټول ټاکنو کې آزادو امیدوارانو ګټې ترلاسه کړې چې له امله یې مارکیټ د مندۍ ښکار شوی دی .

ورځپاڼه بزنس ریکارډ وایي نن د جمعې په ورځ د ونډو بازار 2362 درجې غورځېدلی اؤ 61781 درجو ته راکوز شوی ؤ چې دا 3.8 فیصدي کمی ښیي خو بیا وروستو د ونډو بازار 63000درجو نه زیات شو.

اقتصاد پوهان وایي په پاکستان کې د زیاتره سوداګرو دا خیال ؤ چې په ټول ټاکنو کې به مسلم لیګ (ن)اکثریت ترلاسه کړي خو نتیجې د ازاد امیدوارو په حق کې راغلې چې د ونډو بازار یې اغېزمن کړی دی.

څېړونکی لحاظ علي وي او ای ډیوه ته وایي، په پاکستان کې معیشت د امن و امان او سیاسي صورت حال سره تړلی دی انتخابي نتیجې تقسیم شوې او مسلم لیګ(ن)هغه هومره کامیابي نه ده ترلاسه کړې څومره چې هیله کېده .

نوموړی وایي هغه خلک چې د ونډو بازار او معیشت سره تړلي دي د غیر یقیني صورتحال سره مخ شوي او په راتلونکي وخت کې به د ونډو بازار نور هم متاثره شي ځکه چې دا غیر یقیني سیاسی صورت حال به دوامداره وي.

د پاکستان الیکشن کمیشن وایي تراوسه پورې د قامي اسمبلۍ د 128څوکیو نتیجې مخې ته راغلي په دی کې د پاکستان تحریک انصاف ازادو کاندیدانو تر ټولو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي دي، مسلم لیګ (ن ) انتخاباتو کې په دویم نمبر راغلی دی.

اقتصادی پوهان دا ګڼي چې راتلونکی وخت کې امکان شته چې پاکستان کې کمزوری سیاسي ګډ حکومت جوړ شي او دې حکومت ته به په اقتصادی سختو فیصلو کې مشکلات مخې ته راشي.

د اقتصادي چارو خبریال شهریار بټ ډیوه ته وایي، که ګډ حکومت جوړ شي نو په راتلونکي وخت کې به ورته د اقتصاد په اړه سختې فیصلې کول وي، په خصوصي توګه رعایتونه به ورته ختمول وي، په تاجرانو او زراعتو به ټيکسونه لګول وي.

هغه وایي دا فیصلې به یو سیاسي حکومت کوي نو د ګډ حکومت دپاره به دا فیصلې کول ډیر ګران وي او هم دغه وجه ده چې مارکیټ په ښکته راغلی او د نوی حکومت راتلو پورې به مارکیټ د فشار لاندې وي.

پروسکال په جون کې د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف سره د 3 اربو ډالرو د پور له لوظ نامې وروسته پاکستاني روپۍ یو څه پیاوړې شوې او د ونډو بازار 65 زره درجې ته زیات شوی ؤ.

دوه ورځې وړاندې د ونډو بازار له 344 درجې اضافې وروسته 64143 درجې ته زیات شوی و او امکان لري د سیاسي بې ثباتۍ له امله به په دې نور منفی اثرات هم پریوځي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG