لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نګرانې کابېنې د 146ژوند بچ کوونکو دوایانو د نرخونو د زیاتوالي منظوري ورکړې


د پاکستان نګرانې کابینې د ملک دننه د 146 دوایانو نرخونو کې د اضافې منظوري ورکړې ده چی پکې زیاتره د ژوند بچ کوونکې دوایانی شامل دي.

ځایی اوسیدونکي وایی د دوایانو بیعې له وړاندی څخه لوړې دي او د دې په نرخونو کې اضافه به په غریب ولس بوج نور هم زیات کړي .

د دوایانو کاروباریان وایی په مارکیټ کی د زیاتو بیعو له امله د ژوند بچ کوونکو دوایانو کمی راغلی خو د دوایانو کمپنۍ بیا وایی خام مال ګران شوی او د دوایانو په تیارۍ لګښتونه سیوا شوي دي.

60 کلن بنارس خان چې د مردان د رستم سیمې نه ښار ته د علاج دپاره راغلی ډاکټر ورته دوايي لیکلې خو دی وایی دومره پیسی نه لري چی دوايی پرې واخلي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"دا ګولی راته ډاکټر لیکلي دي او اوس زما سره پیسې نشته د خدایې غریب یم ګرځم، وس می نه کیږي چې دوايي واخلم"

تیره ورځ مرکزي نګرانې کابینې منظوري ورکړې چې د خام مال د ګرانۍ له وجې د دوایانو په قیمتونو د نظر ساتلو اداره دې د 146 ژوند بچ کوونکو دوایانو نرخونه لوړ کړي تر څو د مارکیټ نه دغه دوایانی غایبې نه شي او د خلکو مشکل اسان شي.

خو کاروباریان وایي له وړاندې څخه د ګرانو بیعو له وجې د ژوند بچ کوونکې دوایانې د زړه د ناروغیو، شوګر ، د سپو د چيچلو ویکسین او د حامله مېرمنو لپاره ویکسین په مارکیټ کی نه ترلاسه کیږي د هغی په قیمتونو هم اغیزې شوې دي.

د دوایانو یو کاروباري واقف خان ډیوه ته وایي، د شوګر او وینې د فشار مسلې زیاتې شوې دي اؤ دوایانی په ګرانه ترلاسه کیږی .

هغه وایي هغه ښځې چې حامله یا امیدواره وي د هغوی دپاره انجیکشنې نه ترلاسه کیږي او که ترلاسه هم شي نو د خپل نرخ نه په زیات نرخ ترلاسه کیږي.

د کابینې غونډې ته ویل شوي چې تر دې وړاندې د دوایانو د جوړولو کمپنۍ او مرکزي حکومت د 262 دوایانو د قیمتونو په سیوا کولو سلا شوي وؤ او د دوایانو د نرخونو ټاکلو ادارې ‌ډراپ ددې منظوري ورکړې وه خو نه وه عملي شوې.

پارما سیوټیکل کمپنۍ وایي د روپۍ او ډالر د نرخونو تر منځ د زیات توپیر له وجې خام مال ګران شوی او د حکومت له خوا په ایل سیز پرانستلو کې مشکلات مخې ته راځي.

د شخصي کمپنۍ صوبایی سیلز منیجر سرور شاه ډیوه سره خبرو کې وایي"را مټیریلز په یو نرخ نه ترلاسه کیږي، بله غټه مسله ډالر جوړه کړې چی په ځای نه ودریږی سپټرک زون به یو کلو وړاندې په 5000 ډالر وو اوس 35000 ډالر ته زیات شوي په غټو ښارونو کی ایمپوټرانو هم قبضه کړې او ډالرز تاته نه میلاویږي"

څیړنې وایي په پاکستان کی 480 پارما سیوټیکل کمپنۍ کار کوي چې پکې اکثره د تاوان له وجې بندې شوې دي او یوازې 120 کمپنۍ دا مهال فعالې دي.

د دې ترڅنګ بهرنیو کمپنیو هم په پاکستان کی خپل کاروبارونه تړلي دي .

د شماریاتو اداره وایي په جنورۍ کې ګراني 28.34 فیصدي ریکارډ شوې او اداره وایي په ښارونو کې په ګرانۍ کې 1.81 فیصده او کليوالو سیمو کې 1.87 فیصده نوره اضافه شوې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG