لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بېنک: د پاکستان اوسنی اقتصادي ماډل کار نه کوي


نړیوال بېنک ويلي، د پاکستان اوسنی اقتصادي ماډل کار نه کوي، اقتصادي بنیادي اډاڼه یې بې توله ده. پاکستان ته به په ځانګړي ډول "د بنيادي بشري پرمختيا"، "د امدن سېوا کولو يا بجټ خسارې راکمولو"، "بهرنيو پانګوالو ته د اسانتياوو برابرولو" او د "کرکيلي او توانايۍ" په برخو کې اصلاحات کول وي.

په پاکستان کې د نړیوال بېنک ډايريکټر ناجي بنحسين د ملګرو ملتونو د پرمختيا پروګرام په وېبپاڼه خپور شوي ليک کې ويلي، پاکستان د پرمختيايي هېوادونو په قطار کې وروسته په شا تللی، د غربت کمه شوې کچه بيا سېوا شوې او د ودې ګټې یواځې اشرافيه ته رسيږي.

نوموړي زياته کړه پاکستان د موسمي بدلونونو د اغېزو لاندې دی او د وړاندې نه د افتونو ښکار پاتې شوی. د بنحسين په خبره، پاکستان ته خپلې پاليسيانې بدلول وي.

پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، اړينه ده چې پاکستان به اقتصادي اصلاحات کوي خو دا به وخت اخلي. اقتصادپوه جرنلسټ مهتاب حېدر وايي، پاکستان دا وخت د سياسي بدلون او انتخاباتو د عمل نه تيريږي چې نوی منتخب حکومت جوړ شي هغه به دا اصلاحات کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، پاکستان ته به دا وخت د صوبو او مرکز ترمنځ مالي ستونزې هوارول وي، په ماليه یا ټېکس کې به اضافه کوي او خپل اخراجات به کموي، خو دا وخت پاکستان دا توان نه لري ځکه چې د مالي مشکلاتو سره مخ دی.

نوموړی وايي، "نړیوال بېنک د اقتصاد پرانستو خبره کوي خو پاکستان اوس هم په درامداتو ځينې بنديزونه لګولي د توانايۍ په برخه کې غلا کيږي او د توانايۍ پېدا کولو خرڅ زيات دی".

هغه زياته کړه، "نړیوال بېنک چې کومو اصلاحاتو ته اشاره کړې دا هغه وخت کېدی چې پاکستان سره پېسې راشي، پاکستان ته به په راتلونکو درې، پينځو کالونو کې بنيادي اصلاحات او په هغې عمل کوي".

په اسلام اباد کې د انټرنېشنل اسلامک یونیورسټۍ د اقتصاد د څانګې پروفیسر معراج الحق وايي، پاکستان کې اقتصادي وده کمه ده، بې روزګاري زياته ده او ګراني سېوا کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د اقتصادي ودې ښه کېدو، بې روزګارۍ او ګراني کمولو دپاره پاکستان ته تجارتي خساره کمول، برامدات سېوا کول او درامدات کمول پکار دي او کله چې دا کارونه وشي نو د پاکستان په غېر ملکي زر مبادله ذخيره به فشار کم شي".

هغه وویل، پاکستان بهرنۍ او کورنۍ پانګونو ته اړتيا لري چې پېدواري توان زيات شي. نوموړي زياته کړه پاکستان ته به د اقتصادي ودې دپاره "د توانايۍ بحران به کمول، سياسي ثبات راوستل او امنيت به په ځای کول وي".

د پاکستان تېر اتحادي حکومت په 21م جون د اقتصادي چېلنجونو دپاره د ځانګړې پانګونې د اسانتياو کونسل [سپېشل انوسمنټ فيسيلټېشن کونسل] جوړ کړی او پخواني وزيراعظم شهباز شريف د دغه کونسل په حواله ویلي وو، "کونسل به د اقتصادي بحالۍ دپاره په پاليسيو کې لارښوونه، دوام او موثره عمل يقیني کوي".

شهباز شريف د مينځني ختيځ هېوادونو څخه د سرمایه کارۍ د راوړلو لپاره يوه ځانګړې کميټي هم جوړه کړې او ویل شوي وو، د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل عاصم منير به یې برخه وي.

هغه ويلي وو، "دا كونسل به د اقتصاد په ډهانچه کې د بنيادي اصلاحاتو مخ په وړاندې بوتللو لپاره د فېصله سازۍ د يو اعلا فورم په توګه كار كوي".

مهتاب حېدر وايي، "دغه کونسل جوړول يو ښه پرمختګ وو، په دغه کونسل کې د سېول حکومت او پوځ رايو ځای کولو هڅه شوې چې شريک نظام راجوړ کړی شي او د بهرنيو پانګه والو دپاره اهداف وټاکل شي، خو د دې په نتيجو مخې ته راتلو کې به وخت لګي".

هغه زياته کړه، "حکومت او پوځ ته به داسې اقدامات کول وي چې بهرني پانګه وال پاکستان ته راشي، سرمايه کاري وکړي، خو دا هر څه به بيا هم د درېو نه تر پينځو کالو پورې وخت اخلي او چې کوم اقدامات او اصلاحات وشي په هغې به ورسره په دوامداره توګه عمل کول وي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG