لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادپوهان: 2023 پاکستان ته له معاشي چېلنجونو ډک وو، صنعتي پېداوار کم او اقتصادي وده یې نه ده کړې


سوداګر او اقتصاد پوهان وايي کال 2023م د پاکستان د معیشت دپاره له چیلنجونو ډک کال وو. وایي په دې کال کې صنعتي پیداوار کم شوی، ګراني زیاته شوې او اقتصادي پرمختیا په وړاندې نه ده تللې.

د اقتصاد پوهانو په وینا په دې کال کې حکومت په درامداتو بندېزونه ولګول، برآمدات نه دي زیات شوي او په پاکستان د قرضونو بوج لا پسې زیات شوی دی.

د خیبر پختونخوا چیمبر آف کامرس او انډسټري پخوانی مشر زاهد احمد شینواری وایي، پاکستانی صنعت په درامداتو اډانه دی او سږکال حکومت په وړومبي ځل په درامداتو بندیزونه ولګول چې له وجې یې پاکستاني صنعت ته په غټه کچه زیان رسیدلی او د سیاسي او معاشي بې باورۍ له امله کارخانې بندې شوې او بې روزګاري زیاته شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "په ملک کې چې کوم سیاسي عدم استحکام وو د هغې له وجې همېشه اقتصاد ته نقصان رسي، غیر یقیني صورت حال پیدا شوی و او مشکلات سېوا شو او بل د پټرولو ، بجلۍ او ګیس د زیاتو بیعو له وجې هم تاجرانو نقصان موندلی او کارخانې بندې شوې دي".

د پاکستان د شماریاتو اداره وایي د روان مالي کال په وړومبیو پنځوؤ میاشتو کې د غټو صنعتونو پیداوار منفي ته تللی دی اؤ کرنټ اکاونټ خساره 65 فیصده او تجارتی خساره 29 فیصده راکمه شوې ده.

د ادارې د رپورټ له مخې درامدات 12 فیصده کم شوي او برآمداتو کې 8 فیصده اضافه شوې ده خو اقتصادی پوهان وایي ددی نیغ په نیغه اثر د ملک په قامی پرمختیا پریوځي.

اسسټنټ پروفيسر ډاکټر فهیم نواز ډیوه سره خبرو کې وایي ، په کال 2023م کې معاشي وده نه ده شوې.

دهغه په وینا"وړاندې جي ډي پي وده منفي ته تللې وه خو په دې کال کې د یو فیصد نه معاشي وده کمه ده، ددې مطلب دا دی چې په ټول معیشت کې د خلکو امدن څومره دی او بل دا چی د ټولو شیانو پیداوار څومره و نو که جي ډي پي کمه وي نو دا ښیي چې د خلکو امدن هم کم شوی او پیداوار کم دی".

نړیوال بینک په خپل رپوړټ کې وایي کال 2023م کې په پاکستان کی د غربت کچه 39 فیصده ته لوړه شوې او 125 ملينه خلک د غربت د لیکې نه ښکته تللي دي.

د شمېرنې اداره وایي سږکال په نومبر کې د ګرانۍ کچه 29 فیصده ریکارډ کړی شوې او په مئ کې ګراني تر ټولو زیاته 38 فیصده ریکارډ کړی شوې وه خو ددې ترڅنګ د مرکزي بینک له خوا روان کال د مارچ راهسې د سود شرح د 21 نه تر 22 فیصده پورې برقرار ساتل شوې چې ګراني کنټرول کړی شي.

مرکزي بینک وایي د روان مالي کال په پینځو میاشتو کې حکومت د کاروباري بینکونو نه 7 چنده زیاته 37 کرب روپۍ قرضه ترلاسه کړې، تېر کال هم په دې موده کی 516 اربه روپۍ قرضه اخستل شوې وه.

پوهان وایي په پاکستان کې د امدن او اخراجاتو تر منځه فرق زیات دی. داقتصاد پوهه ډاکټر سجاد احمد په وینا، د حکومت خرچه زیاته ده او ګټه یې کمه ده بل بهر چې مونږه کوم شیان لیږو او راغواړو هغی کې هم فرق دی، وایي د هغې په وجه مونږه مجبوره یو چې قرضې واخلو.

هغه وایي "مالداره خلق تیکسونه نه ورکوي او نیغ په نیغه ټیکسونه کم دي، سیلز ټیکسونه دي چې په یوټیلټی بلونو کې اخستل کیږي او هغی نه زیات غریب خلک متاثره کیږي".

د اقتصادي درجه بندۍ ادارې فیچ په خپل وروستي رپوړټ کې د پاکستان اقتصاد مثبت ګرځولی وو.

په پاکستان کې کاروباري اداره ټاپ لاین سیکیورټي په خپل رپوړټ کې وایي راتلونکي کال 2024 کې به د پاکستان قامي پرمختیا د 1.7 فیصده نه تر 2.5 فیصده پورې وي بجټ خساره به 7.7 فیصده ، ګراني 23.6 فیصده او کرنټ اکاونټ خساره د قامی امدنۍ 1.4 فیصده وي.

د پاکستان د ونډو بازار د ویبپاڼې تر مخه روان کال 2023م کې د ونډو بازار کې اقتصادي فعالیتونه 64 فیصده زیات شوي، سږکال په جنوری کې د ونډو بازار 38000 درجې و خو اوس دا 62000 درجې ته رسېدلی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG