لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: داسې نه ښکاري چې پاکستان دې له امریکايانو سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ویستلو له پرېکړې په شا شي


پاکستاني څېړونکي وايي، داسې نه ښکاري چې پاکستان دې له امریکايي چارواکو سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ویستلو له پرېکړې په شا شي.‌

دوی دغه څرګندونې له هغه خبر وروسته کړي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت نه په یو خپور شوي بیان کې راغلل، چې د مهاجرت او کډوالو د پاره د امریکې مرستیاله سیکتره جولیټیا والز به د نن نه تر زیارت یا پنجشنبې پورې له پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

د نړيوال اړیکو کار پوه منور حسین ډیوې ته د دغو لیدنو د ارزښت په اړه وویل،

"پاکستان ته به د امریکې د حکومتي ‌چارواکو سفر ډیر مهم وي او په دې کښې به زما په خیال د پاکستان لخوا د افغان کډوالو ویستلو او د پاکستان دې تورونو چې افغانستان له وجې د پاکستان امن او معیشت ته تاوان رسیدلې دې، په دې موضاعاتو به خبرې کیږي."

ټاکل شوې ده چې د دیسمبر له اومې نېټې به د افغانستان د پاره د امریکې ځانګړې استازې ټام ویسټ اؤ وروسته به د پاکستان د پاره امریکې خارجه وزارت مرستیال سیکتر د پاکستان سفر کوي.

امریکايي چارواکي دا سفر په داسې حال کوي چې د نومبر لومړۍ نېټې نه پاکستان د هغو افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړې ده چې قانوني اسناد نه لري.

ایا امریکا چې له وړاندې یې هم د پاکستان په دې فیصله اندیښنې ښودلې دي کولې شي چې په پاکستان فشار واچوي چې د کډوالو د ویستلو په اړه له خپلې فیصلې نه په شا شي؟

د دې پوښتنې په ځواب منور حسین وایې په دې سفر کښې به د امریکې لخوا د هغو افغان کډوالو د ویستلو په عمل خبرې کیږي چې وړاندې نه امریکې د مهاجرت د پاره قبول کړې دي. هغه زیاتوي.

"د دې سفر پر وخت به د افغان کډوالو ترڅنګ د پاکستان دفاعي او معاشي ضرورتونو او په پاکستان کښې د راتلونکو انتخاباتو په هکله هم خبرې کیږي. دا خبره ټیک ده امریکې په پاکستان ېو خاص اثر لري خو افغان کډوالو په هکله د پاکستان چې کوم فیصله کړې ده نو بظاهره داسې ښکاري چې پاکستان به دې فیصلې نه په شا نه شي."

د پاکستان لخوا د افغان کډوالو د ویستلو په عمل باندې د پآکستان دننه اؤ بهر نه نیوکې کېږي او د دې عمل پرضد په اعلا عدالتونو کښې ېو شمیر خواستونه هم جمع کړاې شوي دي.

د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالین وایې، چې په زوره د افغان کډوالو د ویستلو له وجې یو انساني بحران هم پیدا کیداې شي.

د بشري حقونو فعالې سبا ګل خټګ ډیوې ته وویل،

"د زنانه و د پاره د پاکستان سرکاري کمیشن هم کورنیو چارو ته یو خط کښې ویلې دي چې د ېو اېن اېچ سي آر ترمخه پنځه ویشت زره داسې افغان زنانه هم دلته اوسیږي چې یواځي دي یعني سړي ورسره نشته نو که دا زنانه افغانستان ته ځي نو څنګه به ژوند کوي.

پاکستان اوس په افغان طالبانو تور لګوي چې د دوي له واک څخه وروسته په پاکستان کښې ترهګري زیاته شوې ده او د افغانستان ځمکه د پاکستان پرضد استعمالېږی خو افغانستان دا تورونه ردوي او افغان طالبانو څو واري ویلې دي، چې د پاکستان دننه د امنیت ذمه واري د خپله د پاکستان په غاړه ده.‌

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG