لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له پاکستان څخه په زوره د افغانانو د ویستلو په فیصله د ملک دننه او بهر سختې نېوکې روانې دي


د پاکستان د نګران حکومت لخوا په زوره د افغان کډوالو د ویستلو د پرېکړې اؤ عمل پرضد نیوکې دوامداره دي اؤ د بخښنې نړيوال سازمان یا اېمنسټي انټرنیشنل په پاکستان ټینګار کړی دی چې په سمدستي توګه دې په زوره د افغان کډوالو د ویستلو عمل ودروي.

پاکستان وایي یواځې هغه بهرني وګړي له هیواده وباسي چې دلته د استوګنې لپاره قانوني اسناد نه لري خو د سینیټ غونډه کې بیا د پاکستان دا دریځ بې ځایه بلل شوی دي چې ګنې پاکستان ټول بهرني وګړي وباسي .

د سینیټ غړي ښاغلي عرفان صدیقي اوړمه ورځ‌ د سینیټ غونډې ته وینا کې ویلي، دا پاکستان ځانته هسې جوازونه پیدا کوي چې ګنې د ټولو بهرنیانو د ویستلو فیصله یې کړې ده .

هغه پوښتنه راولاړه کړې ده چې د افغان کډوالو نه علاوه پاکستان کې کوم بهرنیان دي چې حکومت یې ویستل غواړي؟

د افغان کډوالو د ویستلو فیصلې سره سم د پاکستان نګران حکومت د دې تورونو لړۍ هم پېل کړې ده چې تحریک طالبان پاکستان د ملک دننه د ترهګریزو فعالیتونو د پاره د افغانستان خاوره کاروي خو افغان طالبان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي د پاکستان د داخلي امنیت ذمه وار د پاکستان ریاست خپله دی.

د پاکستان خارجه دفتر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا ویلې داسې شواهد لري چې ترهه ګر پاکستان کې په غیر قانوني توګه د میشت بهرنیانو سره په تماس کې دي خو د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ واضحه کړې ده چې دلته په اوسیدونکو ټولو بهرنیانو دا تور نه شي لګیدی چې ګنې دوي ټول له ترهه ګرو سره څه اړيکې لري.

په دې هکله د پاکستان د سینیټ یو غړی ساجد میر وي او ای ډيوه ته وایي، دا د پاکستان انټلیجنس ناکامي ده چې ورته معلومه نه ده چې دلته د ترهه ګرۍ ذمه وار څوک دي.

هغه ویلي باید چې په یو قام د ترهه ګرۍ د تور لګولو پرځاې دا ادارې هغه خلک معلوم کړي چې په ترهه ګرۍ کښې ککړ دي اؤ په یو قام یا قبیلې د ترهه ګرۍ تور لګول سمه خبره نه ده.

د پاکستان نګران حکومت بیا بیا دا تورونه لګوي چې په افغانستان کښې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته دلته ترهه ګري زیاته شوې ده خو د دې په غبرګون کې افغان طالبان وایي پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه په هغوي نه اچوي.

د پاکستان پیپلز ګوند سره تړاو لرونکې د قامي اسمبلۍ پخوانۍ زنانه غړې پلوشه خان وایي مونږ هم د ډیړو خبرو پخپله ذمه وار یو.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "دلته د شوې تباهۍ ذمه وار پاکستان خپله هم دی، نور خلک ذمه وار ګرځول به سمه خبره نه وي"

پاکستان په دې وروستیو کې د ملک دننه د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر ذمه وار افغانستان ګڼي خو د پاکستان دننه لوی سیاسي ګوندونه لکه پاکستان مسلم لیګ(ن) بیا د پاکستان د ریاست اؤ تحریک طالبان ترمینځ په دې وروستیو کې شوو د سولې په مذاکراتو هم نیوکې کوي اؤ وایي چې د دې مذاکراتو په ترڅ کې د ټي ټي پي وسله وال بیرته پاکستان کې اباد کړی شوی دی.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ اوړمه ورځ یوې دستورې ته د وینا په مهال دا خبره هم کړې ده چې افغانستان کې که چرې یو جایز حکومت جوړ شي نو کیدای شي چې د پاکستان اؤ افغانستان اړېکې ځای ته راشي .

خو په تیر وختونو کې په پاکستان پرله پسې نیوکې شوې دي چې تل یې افغانستان کې د منتخبو حکومتونو د ملاتړ پځای دغلته د وسله والو ډلو سره خپلې اړیکې پاللې دي.

نزدې ورځو کې د پاکستان سینیټ کښې هم د پاکستان نه د افغان کډوالو په زوره ویستلو باندې سختې نیوکې شوي اؤ یو شمیر سینټرانو ویلې دي چې دا هغه افغان کډوال دي چې په ویزو پاکستان ته نه وو راغلي بلکي پاکستان ورته خپله دلته د اوسیدو بلنه ورکړې وه.

د پاکستان دننه اؤ بهر هم پاکستان نه په زوره د افغان کډوالو د ویستلو په عمل سخت تنقید روان دی اؤ بخښنې نړيوال سازمان، د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې، ملګرو ملتونو اؤ ځینو نورو هیوادونو هم د پاکستان نه غوښتنه کړې ده چې په زوره د افغان کډوالو د ویستلو عمل دې ودروي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېنیل کرټز: داسې نه ګڼم چې د اسرایل او حماس جګړه دې ژر ختمه شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:33 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG