لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طب د نوبل جایزه هغو ساینس پوهانو ته ورکړل شوې چې د تحقیق پر مټ یې د کورونا واکسین جوړول ممکنه شوي و



کټلین کریکو او ډریو ویسمن چې په فیزیالوجۍ او طب کې یې د ۲۰۲۳ کال د نوبل جایزه ګټلې.
کټلین کریکو او ډریو ویسمن چې په فیزیالوجۍ او طب کې یې د ۲۰۲۳ کال د نوبل جایزه ګټلې.

واشنګټن - د طب په څانګه کې د سږ کال د نوبل جایزه هغو دوو ساینس پوهانو ته ورکړل شوې ده د چا د تحقیق له امله چې د کووډ ۱۹ خلاف اېم آر اېن اې واکسین جوړول ممکنه شوي و.

دا اېوارډ یا جایزه پروفېسرې میرمن کاټلېن کاریکو چې د هنګري په ساګن پوهنتون کې پروفیسره ده او د امریکا پینسلوېنیا یونیورسټې کې د ضمني پروفېسرې په توګه هم کار کوي، او په پېنسلوېنیا یونیورسټې کې د هغې همکار ډریو وائزمېن ته ورکړل شوې ده.

دا جایزه د نوبل اسمبلۍ سیکرټري یا منشي توماس پرلمن اعلان کړه، هغه وویل د دې دواړو ساینس پوهانو د تحقیق په مرسته د کرونا وبا خلاف اېم آر اېن اې واکسین جوړول ممکنه شول او له همدې امله دوی ته دا جایزه ورکړل شوه.

"په کارولنسکا انسټیټیوټ کې نوبل اسمبلۍ نن دا پریکړه وکړه چې د کال ۲۰۲۳ په فزیولوجي او طب شعبه کې نوبل امن جایزه کاټلن کاریکو او ډریو وائزمین ته په ګډه ورکړي. د نیوکلیوسایډ پر بنسټ بدلونونو په اړه د دوي تحقیق او موندنو د لاسه د کرونا وبا خلاف اېم آر اېن اې واکسین جوړیدل ممکنه شوې و."

د نوبل اسمبلۍ یو بل غړي پروفېسر ریکارډ سېنډبرګ ترمخه اېم آر اېن اې واکسینونو د ډیرو خلکو ژوند بچ کړی دی.

"اېم آر اېن اې، سره د نورو واکسینونو دیارلس بیلینه ځله، خلکو ته ورکړل شوی دی او په ګډه دوي د میلینونو خلکو ژوند ژغورلی دی. له همدې کبله د کرونا وبا مخنیوي ممکنه شوی و، او ټولنیز ژوند بېرته معمول حالت راتلل ممکنه شوی و.

په عامه یا روایتي توګه د واکسین جوړولو لپاره ځیني وایرسونه جوړول کېږي یا ټوټې یئ راټولېږي او بیا د یو شمیر عواملو نه تیریدو پس تیاریږي.

خو مېسنجر آر اېن اې واکسین جلا چلن لري. دا د خلیې د جینیایي کوډ یوې ټوټې څخه پیل کېږي او د پروټینو جوړولو احکامات لري.

که دا وایرس صحیح یا دقیق پروټین هدف ته ورسول شي نو بدن پرې د ځان د ساتلو مدافعت او توان ترلاسه کوي.

د مسینجر RNA طریقه ډېره توپیر لري. دا د جینیاتي کوډ د یوې ټوټې سره پیل کیږي چې له ځان سره د پروټین جوړولو لپاره لارښوونې لري. د ویروس پروټین تر هدف لاندې نیسي او بدن ورسره د واکسین په کوچني کارخانه بدل شي.

د mRNA ټیکنالوژي اوس د نورو مکروبونو پر وړاندې د واکسینونو د جوړولو لپاره کارول کیږي. سنډبرګ وویل، دا ټیکنالوژي د پروټین لېږلو په درملنه او د سرطان په درملنه کې هم په دې هیله کارول کېږي چې د انسان روغتیا ته ورسره ښه شي.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG