لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه کې دامن په پلوۍ لاریون،خلک وایي که بیا کډوالۍ ته اړ کړی شول مقاومت به وکړي


دخېبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې کرمې ځوانانو سیمه کې دامن دخراب وضعیت اؤ د وسله والو دبیا راپورته کیدو پرضد یو امن لاریون کړی اؤ واضحه کړې یې ده چې دوي به کله هم چاته اجازه ورنه کړي چې دناامنۍ له امله یې یو وارې بیا دکډوالۍ ژوند ته مجبور کړي.

دکرمې په سده ښار کې راجوړ شوي دې امن لاریون کې دسیاسي ګوندونو فعالینو هم برخه اخستې اؤ د لاریون منتظیمینو ویلي چې دهغوئ اهداف هیڅکله سیاسي نه دي بلکې یوازینۍ غوښتنه یې د امن ده.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې وروسته له هغې دامن په نوم لاریونونه،جلسې اؤ جرګې راجوړې شوي چې د وسله والو طالبانو یو ځل بیا د راپورته کیدو رپورټونه په مطبوعاتو کې مخې ته راغلل.

په دې وروستیو کې دپاکستان پوځ اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت هم په سوات اؤ دیر سیمو کې دطالبانو دموجودیت خبره منلې وه خو ویلي یې وؤ چې وسله وال دابادۍ نه ډیر لرې دغره په څوکه کې دي اؤ امنیتي ځواکونه به دخپلې خاورې اؤ خلکو ساتنه کوي.

دکرمې دامن لاریون برخه والو ویلي دوئ پخپله سیمه اؤ دخېبر پښتونخوا په نورو برخو کې د ترهګرۍ اوسنیو پېښو پریشانه کړي اؤ نه غواړي چې یو وارې بیا دصوبې امن تالا ترغۍ شي.

دامن لاریون یو تن تنظیموونکي رفیع الله څمکني وي او ای ډیوه ته ویلي هغوئ کله هم په قبایلي ضلعو کې دطالبانو اؤ مقامي انتظامیو متوازي واکمنیو منلو ته تیار نه دي.

هغه ویلي پخپله خاوره کې امن غواړي اؤ هم له دې خاطره نن لاریون ته راوتلي دي .

دلاریون یو بل برخه وال طفیل شاهین ډیوه ته وویل دوئ کله هم دې ته تیار نه دي چې د وسله والو د راپورته کیدو اؤ ناامنۍ په صورت کې یو ځل بیا دکډوالۍ ژوند ته اړ شي.

هغه وویل که چرې دا ځل د دوي په سیمو کې امن پرځائ نه کړی شو اؤ کډوالۍ ته اړ کړی شول نو په مقاومت کولو به مجبوره شي.

دنوموړي وینا وه چ په تېرو وختونو کې هم کله په دې سیمه کې ناامني رامنځته شوه نو خلک په پراخه کچه دخپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول اؤ زیات زیانونه یې وزغمل اؤ خو اوس یو وارې بیا دې ته نه دي تیار چې دتېر په څېر دخپلو سیمو نه په کډو کولو مجبوره شي.

دامن دغه لاریون چې د دوه کلو میټره پیاده سفر وهلو نه وروسته دسدې بازار ته ورسیدو نو دغلته یې په عمر چوک یا څلور لاري کې دامن په پلوۍ شعارونه ورکړل اؤ ځایي مشرانو دلاریون برخه والو ته ویناګانې وکړې چې وروسته دا لاریون په سوله ییز ډول پائ ته ورسیدو.

تر دې وړاندې دخیبر پښتونخوا په دیر،سوات،شانګله،باجوړ،خیبر، وزیرستان اؤ یو شمیر نورو سیمو کې هم دامن په نوم لاریونونه ،جلسې اؤ جرګې شوې دي اؤ ددغو سیمو سیاسي مشرانو اؤ مدني فعالینو د طالبانو په بیا راپورته کیدو اؤ دناامنۍ په وضعیت اندېښنې ښودلې دي

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG