لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انصاف نړیوالې محکمې پاکستان کلهبوشن یادیو ته د تیزندۍ دسزا ورکولو څخه منعې کړی


محکمې پاکستان ته ویلي چې کلبهوشن یادیو ته باید د قونصل رسایي ورکړي.
محکمې پاکستان ته ویلي چې کلبهوشن یادیو ته باید د قونصل رسایي ورکړي.

د ملګرو ملتونو د انصاف نړیوالې محکمې په پاکستان غږ کړی چې تر هغې باید هندي وګړي کلبهوشن یادیو ته د تیزندۍ سزا ورنکړي تر څو چې دهغه په هکله د انصاف نړیوالې محکمې غوڅه پریکړه نه وي کړې.

کلبهوشن یادیو چې پاکستان یې د هندوستان پوځي افسر بولي د پاکستان پوځي محکمې ورته په لسم اپریل د مخبرۍ په تور د مرګ سزا اورولې ده.

هند ددغه سزا په ضد نړیوالې محکمې ته مراجع کړې اؤ دریځ یې خپل کړی چې کلبهوشن پاکستان کې مخبري نه کوله بلکې پاکستاني استخباراتو د ایران د خاورې څخه خپلې خاورې ته تښتولی دی.

په ۱۵ مئ د انصاف نړیوالې محکمې د هند د خواست اوریدنه کړې وه چې په دغه اوریدنه کې هند د انصاف نړیوالې محکمې ته ویلي وؤ پاکستان کلبهوشن ته د قونصل رسایي نه ده ورکړې اؤ هغه ته دمرګ اورول شوې سزا د بشري حقونو په ضد ده.

خو پاکستان دریځ خپل کړی ؤ چې کلبهوشن یې دمخبرۍ په تور نیولی ، هغه ته پوځي محکمې دځان دصفایۍ کوټلې موقعه ورکړې اؤ په دغه مهال نیول شوي هندي وګړي خپل جرمونه قبول کړی دي.

د دواړو خواؤ د دریځونو اوریدو څخه وروستو د ملګرو ملتونو د انصاف نړیوالې محکمې خپله پریکړه محفوظ کړې وه چې نن د زیارت په ورځ د نړیوالې محکمې مشر قاضي روني ابراهم دغه پریکړه اورولې ده.

په پریکړه کې ویل شوي چې پاکستان هندي وګړي کلبهوشن یادیو ته د خپل پوځي ایکټ لاندې د مرګ سزا اورولې ده خو هغه ته ددغه سزا په ضد د خواست یا اپیل کولو وخت نه دی ورکړی شوی.

د انصاف دنړیوالې محکمې مشر قاضي په دغه اورؤل شوې پریکړه کې ویلي چې هند اؤ پاکستان دواړه د ۲۸م دسمبر ۱۰۷۷ څخه د ویانا کنونشن غړي دي اؤ دغه دواړه هیوادونه ددې څخه انکار نه کوي.

محکمې د پاکستان په دې دریځ چې د انصاف نړیواله محکمه د کلبهوشن یادیو د دوسیې د اوریدنې صلاحیت نه لري ویلي دي چې محکمې ته د ویانا کنونشن په اساس ددغه دوسیې د اوریدنې واک ترلاسه دی.

د انصاف دنړیوالې محکمې مشر قاضي ویلي چې محکمه د هند لخوا شوی خواست قبلوي اؤ ترڅو چې د کلبهوشن یادیو دقضیې په هکله د محکمې غوڅه پریکړه مخې ته نه وي راغلي تر هغې پاکستان کلبهوشن یادیو ته د تیزندۍ سزا نه شي ورکولی.

همدغه شان محکمې پاکستان ته ویلي چې کلبهوشن یادیو ته باید د قونصل رسایي ورکړي.

دپاکستان له لوري په سمدستې ډول د انصاف د محکمې ددغه پریکړې په اړه نظر مخې ته نه دی راغلی .

هندي وګړي کلبهوشن یادیو ته د مرګ سزا د پاکستان یوې پوځي محکمې اورولې اؤ په پاکستان کې دننه اؤ بهر په پوځي محکمو نیوکه کیږي چې دغه محکمو کې ټولې دوسیې په پټه توګه څیړل کیږي اؤ هیڅوک نه خبریږي چې دغه پوځي محکمې د انصاف غوښتنې تر کومه حده پوره کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG