د امریکې د ملي امنيت سلاکار اېچ آر مک ماسټر او د ټرمپ د انتظاميې نورو چارواکو هغه خپاره شوي خبرونه نا سم بللي چې صدر انتهايي پټ معلومات د روسي چارواکو سره شريک کړي دي.
د ګل يا دوشنبې په ورځ ناوخته ميک ماسټر خبريالانو ته ویلي په "واشنګټن پوسټ" کې خپور شوی خبر "غلط دی".
هغه ويلي" په يوه موقع هم په استخباراتي سرچينو يا لارو خبرې اترې نه دي شوي او صدر د کوم داسې پوځي عملياتو يادګېرنه نه ده کړې چې د وړاندې نه يې په اړه معلومات نه وي".
ميک ماسټر خپله خبره په دې پای ته رسولې چې "زه هلته موجود وومه او داسې څه نه دي شوي"، بيا هغه بيرته ګرځېدلی او د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پرته د سپينې ماڼۍ لويديځې برخې ته ورغلی دی.
د امریکې د بهرنو چارو وزیر رېکس ټېلرسن هم ويلي هغه د مئي په ۱۰م د روس د بهرنو چارو وزير سرګۍ لاروف او روسي سفير سره د ليدنې په وخت موجود ؤ، او ښاغلي د ميک ماسټر د بيان تائيد کړی دی.
ټېلرسن ویلي، "پراخه خبرې شوي چې پکې د ترهګرۍ د مخې نيولو په لړ کې په شريکو خطرو باندې خبرې هم شامل وې".
يو شمېر امریکايي رسنيو خبر ورکړی ؤ چې صدر د اوول په دفتر کې شوې ليدنه کې داسې معلومات شريک کړي چې انتهايي مهم ګڼل کيږي.