لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام:حلب کې په جومات هوايي بريد کې ۴۲تنه وژل شوي


ځايي فعالانو په وړومبۍ کې ويلي ؤ چې بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.
ځايي فعالانو په وړومبۍ کې ويلي ؤ چې بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.

په شام کې د بشري حقونو ډلې ويلي په حلب ښار کې جنګي الوتکو د ياغيانو د ولقې لاندې شمالي سيمې الجنه کې په يو جومات باندې هوايي برید کړی، چې پکې لږترلږه ۴۲ تنه وژل شوي او په درځنونو ژوبل شوي دي.

ځايي فعالانو په وړومبۍ کې ويلي ؤ چې بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.

لندن کې د شام د حالاتو د څار بشري ادارې ويلي جومات کې د ماښام په مهال خلک د عبادت دپاره راجمع شوي وو. پېښه کې د ۱۰۰ نه زيات کسان ژوبل شوي دي.

د څار ادارې ویلي دا لا نه ده معلومه شوې چې بريد کوونکې جنګي الوتکه دکوم ملک وه.

په تېر وخت کې د شام او روس الوتکو په ادليب او حلب ښارونو کې د شپږو کالو د کورنو جګړو په مهال هوايي بریدونه کړي دي.

د شام او روس ترڅنګ د امريکا په مشرۍ اتحاد جنګي الوتکې هم په شام کې جدا عمليات کوي.

دغه هوايي بريد يوه ورځ وروستو له هغې شوی چې د شام د شخړې په شپږو کالو پوره کېدو پلازمينه دمشق کې يو ځانمرګي بريد کې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي وو.

د شام په کورنۍ جکړه کې څلور لاکه تنه وژل شوي د يو ملين نه زيات ژوبل شوي او د ملک نيمه ابادي بې کوره شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG