لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هالېنډ به د ترکي وزيرانو سره دکړي سلوک قيمت ورکوي، اردوان


 اردوان د نېټو اتحادي ملک هالېنډ باندې د "نازي ازم او فاشزم" تور لګولی دی.
 اردوان د نېټو اتحادي ملک هالېنډ باندې د "نازي ازم او فاشزم" تور لګولی دی.

د ترکي صدر صدر رجب طیب اردوان د اتوار په ورځ نېدرلېنډ ته په دغو خبرو د "قيمت ورکولو" خبرداری ورکړی چې د ترکي د بهرنو چارو وزيرملک ته داخلېدو ته نه دی پرېښودی او د خالي په ورځ يې يو بل وزير بهر کړی چې د ترکي مهاجرينو د لاريونونو نه لرې وساتل شي.

اردوان د نېټو اتحادي ملک هالېنډ باندې د "نازي ازم او فاشزم" تور لګولی او ويلي يې چې يو ظالم رژيم د انقره چارواکي د هالېنډ د سفر نه منع کولی شي.

د ترکې دغو دواړو چارواکو د ترکي د مهاجرينو لاريونونو ته ويناوې کولې او هدف یې راتلونکې مياشتد د ترکي په رېفرنډم کې د اردوان ګټه وه د دې دپاره چې هغه ته نور واک ورکړی شي.

د ډچ حکومت د وزيراعظم مارک روټی بیا په انتخاباتو کې د چهارشنبې په ورځ د اسلام مخالفه ډلې ګرت وائلډزر سره سخته مقابله ده.

هالېنډ د ترکي خارجه وزير مولود اوغلو روټرډرم ښار ته د راتلو نه منع کړی او د هغې وروستو يې د کورني وزارت وزيره فاطمه بتول په بندر دغه ښار کې د ترکي سفارتخانې ته د تلو نه منع کړې او بيا يې د ملک نه بهر کړې او جرمنې ته لېږلې وه.

اردوان په استنبول کې يوې دستورې ته په وينا کې غصه څرګنده کړې او هالېنډ ته په مخاطب کولو سره یې ويلي دي، "هايي هالېنډ، که ته د چهارشنبې د ورځې د انتخاباتو په خاطر د ترکي او ډچ اړيکې قربان کوې، قيمت به يې ورکوې".

له دې وړاندې د اتوار په ورځ د ترکی وزيراعظم بن علي يلدرم ويلي ؤ د هالېنډ "دې نه قبلونکې رويې ته به په سختۍ سره ځواب ورکوي".

د ترکي د وزیراعظم دغه بيان د خپل يو وزير ملک ته نه پرېښودو او د بل ملک نه ويستو وروستو مخې ته راغلی ؤ.

د دې سره سره د ترکي چارواکو په انقره کې د ډچ سفارتخانه تړلې او ويلي يې دي چې په د ډچ سفير ته به په ملک کې هرکلی نه وايي.

له دې وړاندې د هالېنډ په روټرډېم کې د ترکي د سفارتخانې مخې ته د رجب طيب اردوان د پلويانو مظاهره ډچ پوليس لرې کړې ده .

دغه مظاهرې د يو ترکي وزير ملک ته نه پرېښودو او بل د ویستو په سر راجوړې شوې وې.

پوليس سره د نښتو نه وړاندې نزدې دوه زره کسان په روټرډېم کې د ترکي د قونصلګرۍ نه بهر د صدر طيب اردوان د ملاتړ د څرګندونې دپاره رايوځای شوي او د خپلو اختیاراتو سېوا کېدو دپاره راتلونکې مياشت کې د رېفرنډم تابيا کوي.

د فرانس خبري ادارې ترمخه تېره شپه په اسونو سورو او پېدل پوليسو مظاهره چيان د قونصل خانې نه لرې کول پېل کړي دي.

په ګرد يورپ کې د رېفرنډم د مهم چلولو د مخالفت له امله د خالي په ورځ د ترکي خارجه وزير هالېنډ ته د راتلو نه منع کړی شوی، صدر اردوان د دغه عمل غندنه کړې په هالېنډ يې سخت ټکونه کړي او "نازيانو باقيات"يې ورته ويلي دي.

د هالېنډ په دغه ګام اوغلو د هالېنډ په ضد "د ټولو ضروري ګامونو اوچتولو " ويلي دي، هغه د هالېنډ په ضد د سختو اقتصادي بندېزونو لګولو ګواښ هم کړی دی.

بل لور ته د ترکي سرکاري مطبوعاتو ويلي چې د اوغلو وروستو د کورنو وزيره فاطمه بتول سيان د جرمنې د لارې هالېنډ ته داخله شوې او چې کومې دستورې ته يې وينا کوله هغه ځنډول شوې وه.

ولې حالات هغه وخت کړکېچن شو چې وزيره په روټرډېم کې د ترکي قونصلګرۍ ته د تلو څخه منع کړی شوه. په دغه وخت کې په زرګونو کسانو د ترکي بېرغ پورته کړی او هغې سره د لیدو غوښتنه يې کوله.

ولې د ډچ پوليسو هغه بيرته د جرمني پولې پله واپس کړې ده، د فرانس خبري ادارې د روټرډېم د میئراحمدابوطالب له خولې ويلي فاطمه يې "هغه ملک ته لېږلې د چرته نه چې راغلې وه".

د يورپي يونين زیاتو ملکونو د ځیني علتونو له سببه په داسې جلسو جلوسونو بندېز لګولی کوم چې راتلونکې مياشت په ترکي کې د کېدونکي رېفرنډم دپاره د ترکي وګړو د ملاتړ ترلاسه کولو دپاره جوړيږي.

انقره په يورپ کې د خپلو لاکونو په شمېره کې ووټرانو د ملاتړ ترلاسه کولو هڅه کوي کوم چې صدر اردوان ته د نور واک ترلاسه کېدو دپاره کيږي.

تېر کال په ترکي کې د ناکامه پوځي کودتاه وورستو د زرګونو په شمېره کې دخلکو نيولو او د زرګونو په شمېره کې خلک د نوکرو ګوښه کولو په سر د يورپي يونين هېوادونو اندېښنه څرګنده کړې او په ترکي يې نيوکې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG