لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهدافريدي نړيوال کرکټ ته په مخه ښه وويل


د پاکستان یاد ستوری لوبغاړي شاهدافريدي په شارجه کې خبریالانو سره په خبرو کې وويل، نړيوال کرکټ ته يې مخکې په مخه ښه ويلي دي.
د پاکستان یاد ستوری لوبغاړي شاهدافريدي په شارجه کې خبریالانو سره په خبرو کې وويل، نړيوال کرکټ ته يې مخکې په مخه ښه ويلي دي.

د پاکستان کرکټ ستوری لوبغاړی شاهد افريدي وايي "نړيوال کرکټ ته يې په مخه ښه ویلي دي او اوس د خپلو مينه والو دپاره لوبيږي او کال دوه به نور ولوبيږي".

د پاکستان یاد ستوری لوبغاړي شاهدافريدي په شارجه کې خبریالانو سره په خبرو کې وويل، نړيوال کرکټ ته يې مخکې په مخه ښه ويلي دي.

هغه وويل د پي اېس اېل "د ليګ په حواله چې زما کوم کرکټ دی د دې دپاره نه لوبېږم چې بيرته د پاکستان (قومي) ټيم ته راشم زما اوس هم مينه وال شته د هغو دپاره لوبېږم او خوند ترې اخلم".

شاهد افريدي وویل "دا وخت زما دپاره زما فاؤنډېشن (خېراتي اداره) اهم دی او هغه چلول دي د ملک دپاره په ښه طریقې سره لوبېدلی یم".

۳۶ کلن افريدي په شارجه کې د پي اېس اېل په سيالو کې د پېښور زلمي او کراچۍ کنګز ترمنځ د لوبې وروستو خبریالانو سره په خبرو کې نړيوال کرکټ ته د مخې ښې وويل.

نوموړي تير کال په هند کې د ټي ټيونټي نړيوال ټيم د کپتانۍ پرېښودو او د لوبغاړي په حېث يې د لوبې کولو ويلي ؤ، هغه په کال ۲۰۱۵م کې د يو ورځني کرکټ او په کال ۲۰۱۰م کې د ټيسټ کرکټ نه کولو ويلي ؤ.

شاهدافريدي په کرکټ کې ګڼ مينه وال لري،

د بوم بوم په نوم یاد شاهدخان افريدي په کال ۱۹۹۶م کې د خپل کرکټ پېل کړی او په سر کې يې په ۳۷ بالونو ۱۰۰ رنزونه جوړ کړي او د کرکټ په تاریخ کې يې د تېزو ۱۰۰ رنزونو ريکارډ جوړ کړی کوم چې ۱۸ کاله هم د ده په نوم ؤ.

د نوموړي دغه ريکارډ په ۲۰۱۴م کې کوری انډرسن مات کړو په ۳۶ بالونويې ۱۰۰ رنزونه جوړ کړه او د جنوبي افرېقې ای بي ډيويلير بیا په ۳۱ بالونو ۱۰۰ رنزونه جوړ کړه او د تېزې سنچرۍ ریکارډ يې په خپل نوم کړو.

افريدي د پاکستان کرکټ ټيم کې د ښه بېټسمېن سره ښه اسپنر بالر هم ګرځېدلی او هغه په کال ۲۰۰۹م کې د یونس خان په کپتانۍ کې د ټي ټيونټي نړيوال کپ کې ښه بالنګ کړی او د نړيوال کپ په ګټه کې يې کردار لوبولی ؤ.

شاهد افريدي په خپل کرکټ کېرئير کې په ټي ټيونټي ۹۸ مېچونو کې لوبېدلی ۱۴۰۵ رنزونه جوړ کړي او ۹۷ وکټې يې اخستي دي.

هغه په ۳۹۸ یو ورځنو مېچونو کې ۸۰۶۴ رنزونه جوړ کړي او ۳۹۵ وکټې يې اخستي او په ۳۷ ټیسټ مېچونو کې يې ۱۱۷۶ رنزونه او ۴۸ وکټې اخستي دي.

شاهدافريدي په کال ۲۰۱۴م کې د شاهدافريدي فاؤنډېشن په نوم خېراتي اداره جوړه کړې او په ټولنه کې د پامه غورځول شوؤ خلکو دپاره کار کوي، هغه په کوهاټ کې د تنګي بانډه کلي کې یو خېراتي روغتون هم جوړ کړی دی.

نوموړي دا وخت د پاکستان سُپرليګ (پي اېس اېل) په سيالو کې د پېښور زلمي ټیم کې د لوبغاړي په حېث لوبيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG