لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن: د ملېشې په ګاډي چاودنه, د سرتېرو په ګډون درې کسان ژوبل شوي


د چاودنې وروستو يې سيمه په ولقه کې اخستې او لټوني عمليات يې پېل کړي دي.
د چاودنې وروستو يې سيمه په ولقه کې اخستې او لټوني عمليات يې پېل کړي دي.

د افغانستان سره په پوله پروت د پاکستان بلوچستان صوبې چمن ښار کې د ملېشې سرتېرو په ګا‌‌‌‌‌‌ډي چاودنه شوې چې پکې درې کسان ژوبل شوي دي.

د چمن ښار مرستيال کمشنر قېصرناصر ویلي دا پېښه د چمن ښار په روغاني سړک رامنځ ته شوې ده نوموړي پخلی کړی دی چې د ملېشې په ګاډي باندې چاودنه شوې او په دغه پېښه کې عسکر او عام خلک ژوبل شوي دي.

د قېصر ناصر په وېنا د چاودنې کې ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي راپورونه وايي چې په دې چاودنه کې د ملېشې ګاډی او يوه رکشه هم تباه شوي دي.

د چمن ښار د پوليسو مشر (ډي پي او) ساجد مومند د ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي سره په خبرو کې ويلي د چاودنې وروستو يې سيمه په ولقه کې اخستې او لټوني عمليات يې پېل کړي دي.

دوه وسله والو ډلو لشکرجنګوي العالمي او جماعت الاحرار په ګډه رسنيو ته په لېږل شوي خبرپاڼه کې د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

د بلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې وخت پر وخت د سړک په غاړه د چاودنو دا رنګ پېښې مخې ته راځي چې پکې د عام ولس ترڅنګ د امنيتي ځواکونو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG