لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابینې ایجنډې نه فاټا کې د اصلاحاتو د نفاذ معامله ویستل شوې


قبائیلي مشران تور لګولي چې حکومت د ایجنډې څخه د اصلاحاتو معامله د محمود خان اڅکزي اؤ مولانا فضل الرحما په فشار ویستلې ده
قبائیلي مشران تور لګولي چې حکومت د ایجنډې څخه د اصلاحاتو معامله د محمود خان اڅکزي اؤ مولانا فضل الرحما په فشار ویستلې ده

د پاکستان د قبائیلي سیمو دلکونو وګړو اؤ پارلیماني غړو د کلکې غوښتنې باوجود د ګل په ورځ پاکستان کې غیرسرکاري رپورټونو کې ویل شوي چې د فرورۍ په اوومه نیټه د مرکزي کابینې دکیدونکې غونډې د ایجنډې څخه فاټا کې د اصلاحاتو د نافذ کولو معامله ویستل شوې ده.

د فاټا سره تعلق لرونکو د قامي اسمبلۍ غړو تور لګولی چې د کابینې کیدونکې غونډې د ایجنډې نه د فاټا د اصلاحاتو معامله د مولانا فضل الرحمان اؤ محمود خان اڅکزي په فشار ویستل شوې ده چې ددې به ډیرې بدې نتیجې وي.

له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د نهې په ورځ د مرکزي کابینې کیدونکې غونډې ته به د پاکستان قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو نافذؤلو معامله مخې ته راوړلی شي.

خو د کابینې د غونډې نه یوه ورځ د مخه په پاکستان کې داسې غیرسرکاري رپورټونه خپاره شول چې د کابینې د کیدونکې غونډې د ایجنډې څخه فاټا کې د اصلاحاتو نافذولو معامله ویستل شوې ده.

دغه راپورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د ګل په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام اباد په په زرګونو قبائیلي وګړي ،‌سیاسي فعالین اؤ د پارلیمان غړي ورټول شوي وؤ اؤ د حقوق قبائیل کنونشن په مهال یې غوښتنه کوله چې په قبائیلي سیمو کې دې سمدستي اصلاحات نافذ کړل شي .

د قبائیلي سیمې کرمې ایجنسۍ څخه د قامي اسمبلۍ غړي ساجد حسین طوري ویلي د کابینې د ایجنډې څخه د اصلاحاتو د نفاذ معامله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزئ اؤ د جمعیت علماء اسلام ( ف ) ډلې د مشر مولانا فضل الرحمان په فشار ویستل شوې ده .

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي طوري وویل د فاټا اولس اوس نور په هیڅ قیمت خپلو سیمو کې د ایف سي ار پشان فرسوده نظام منلو ته تیار نه دی اؤ بدلون غواړي خو محمود خان اڅکزي اؤ مولانا فضل الرحمان ددغه بدلون مخه نیولې ده.

هغه وویل که چرې حکومت د قبائیلي سیمو دننه د اصلاحاتو نافذولو غوښتنې ته غاړه کښینښوده نو ددې به په ټول ملک اؤ په ځانګړي ډول په قبائیلي سیمه ډیر بد اثرات پریوځي .

همدا شان د باجوړ څخه پخواني د قومي اسمبلۍ غړي اؤ د فاټا سیاسي اتحاد یو وتلي مشر اخونزاده چټان تور لګولی چې قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو مخې ته تر ټولو ستر خنډ د پنجاب لیډر شپ دی اؤ د پنجاب مشرانو په دغه معامله د یو سازش په اساس پښتانه خپلو کې اچولي دي.

ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي چټان وویل مولانا فضل الرحمان هم پښتون دی اؤ محمود خان اڅکزی هم خو دوئ د فاټا د اولس اؤ منتخبو پارلیماني غړو د غوښتنې برعکس ولاړ دي.

نوموړي زیاته کړه "نن د پنجاب لیډر شپ اؤ په ځانګړي ډول مسلم لیګ (ن) فاټا کې په دې طریقه د اصلاحاتو د نفاذ مخه نیسي اؤ پښتانه یې خپلو کې په جنګ اچولي ، سبا به راته وایي مونږ خو درله کمیټي هم جوړه کړه اؤ کمیټۍ د اصلاحاتو سفارشات هم وکړل خو تاسو پښتانه پرې خپلو کې نه جوړ نه شوئ "

اخونزاده چټان وویل له دې وروستو به اوس د فاټا سیاسي اتحاد خپله تګلاره ټاکي چې د پارلیمان مخې ته احتجاجي پرلتونه مات کړي اؤ که د نیشنل پریس کلب مخې ته اؤ دغه دهرنا به تر هغې روانه وي ترڅو چې حکومت فاټا کې د اصلاحاتو د نافذولو اعلان نه وي کړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG