لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتندروه مذهبي ګوندونو لخوا د حافظ سعید د نظربندۍ په ضد د احتجاجونو دړکه


حافظ سعید کال ۲۰۰۸م کې دهند په ممبۍ ښار کې ترسره شوؤ ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرنه تورن دی.
حافظ سعید کال ۲۰۰۸م کې دهند په ممبۍ ښار کې ترسره شوؤ ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرنه تورن دی.

د پاکستان د ریاست لخوا د ناچله ګرځول شوې تندروه اسلامي ډلې لشکرطیبه د مشر حافظ سعید په کور کې د نظر بند کولو نه وروستو دمذهبي ګوندونو ائتلاف دفاع پاکستان کونسل په ګرد هیواد کې د احتجاجونو کولو دړکه کړې ده
بلخوا هندوستان د حافظ سعید د نظربند کولو په غبرګون کې ویلي د پاکستان لخوا د حافظ سعید یوازې په کور کې نظربند کولو باندې کار نه کیږي.
د تندروه اسلامي ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید کال ۲۰۰۸م کې دهند په ممبۍ ښار کې ترسره شوؤ ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرنه تورن دی.
تیره ورځ دپاکستان ریاست حافظ سعید پخپل کور کې نظربند کړی خو د هغه په دغه نظارت د پاکستان غلیم ګاونډي هیواد هند په ظاهره ډیر خوښ نه ښکاري اؤ وایي یوازې د حافظ سعید نظربندي پوره نه ده بلکې باید دهغه په ضد بشپړه کارروایي وکړل شي.
له دې وړاندې هم نزدې پینځه کرته حافظ سعید هم دغه رقم نظر بند کړل شوی ؤ خو بیا د وخت په تیریدو سره د نوموړي څخه دغه قدغنونه پورته کړل شوي وؤ.
د پاکستان د پوځ ویاند تیره ورځ ویلی وؤ حافظ سعید د کوم بهرني فشار په اساس د نظارت لاندې نه دی راوستل شوی بلکې دپاکستان خپله پریکړه اؤ تګلاره ده.
خو هند سره تعلق لرونکې یوه خبریاله سهاتني حیدر یو ټیلي ویژن سره د خبرو په وخت ویلي دي پاکستان دا ګام د بهرني فشار له امله پورته کړی دی.
هغه وایي پاکستان د حافظ سعید د نظربندۍ دا پریکړه په داسې وخت کې کړې ده چې د روانې میاشتې په ۱۹مه نیټه د ترهګرو د مالي مرستو ودرؤلو په اړه یوه نړیواله غونډه کیدونکې ده اؤ پاکستان ویره لري چې چرته د ترهګرو د مرستې کولو د تورونو له امله په تورلسټ کې شامل نه شي.
په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین احمد حقاني وایي یوازې امریکا نه بلکې دپاکستان ملګري هیوادونه چین اؤ‌سعودي عرب هم په پاکستان دا فشار اچوي چې ولې د جماعت الدعوه په څیر د هاغو تنظیمونو په ضد ګامونه نه اخلي کوم چې په نورو هیوادونو کې د ترهګرۍ په پيښو کې ککړ دي.
نوموړی دپاکستان یو شخصي ټیلي ویژن سره په خبرو کې ویلي پاکستان کې په حکومتي کچ دا فکر دی چې څوک هم دهند خلاف کارروایي کوي هغه ترهګر نه دي.
د حسین حقاني د وینا له مخې چین کې د ایسټ ترکستان اسلامک موومنټ غړي به هم پاکستان کې هم دغه رقم تنظیمونو ساتل اؤ د القاعدې د غړو میلمستیا هم لشکر طیبه کوله.
هغه د حافظ سعید نظربندۍ ته د شک په نظر ګوري اؤ پوښتنه یې راولاړه کړې ده چې دا اخر څنګه نظربندي وه چې حافظ سعید په هغه وخت هم د میډیا سره خبرې کولې؟
دا په داسې حال کې ده چې د شورو په ورځ مطبوعاتو راپورونه خپاره کړي چې که دپاکستان د مذهبي ګوندونو اتحاد دفاع پاکستان کونسل دړکه کړې چې که حکومت د حافظ سعید څخه نظارت ختم نه کړو نو دوئ به په ګرد هیواد کې داحتجاجونو لړۍ پیل کړي.
دفاع پاکستان کونسل دپاکستان دننه د هاغو مذهبي ګوندونو ائتلاف دی چې څیړونکي یې دپآکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي لخوا تنظیمیدونکی ائتلاف ګرځوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG