د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمه ډېره اسماعیل خان کې د پولیس په یو موبایل بمي چاؤدنه شوې چې پکې د څلورو پولیس سرتیرو، یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۱۷ کسان ژوبل شوي دي.
په ډېره اسماعیل خان کې د پولیس موبایل نن د شورو په ورځ سهار د کوټلي امام نومې علاقې سره نزدې په بنو سړک دپاسه په نخښه شوی دی.
د ډي آيي خان ضلعې د پولیس مشر یاسر افریدي په وینا چاؤدنه کې د کېنټ تهاڼې پولیس موبايل هغه وخت په نخښه شوی چې د معمول په ګزمه بوخت ؤ.
نوموړي ویلي بمي چاؤدنه د ریموټ کنټرول د لارې شوې او د پولیس ترڅنګ پکې نور لاروي کسان ژوبل شوي دي.
پېښه کې ژوبل کسان د ډي آيي خان مرکزي روغتون ته وړل شوي او د روغتون د چارواکو په وینا ژوبلو کې د دوه کسانو روغتیايي حالت ډېر ښه نه دی.
په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.
د پولیس مشر په وینا د چاؤدنې له امله پولیس موبایل، یو موټر سایکل او یو بل ګاډی تباه شوي دي، او د پېښې وروستو پلټنې پېل کړی شوي او ځیني مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
پولیس افسر د نیول شوؤ کسانو شمېره او پېژندګلو نه دي په ډاګه کړې.
د نهې په ورځ هم د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې یو پولیس سرتيری په ډزو وژل شوی ؤ.
که څه هم ډي آيي خان کې په وروستیو کې د بمي چاؤدنو پېښې نه دي شوي ولې په کوټلي امام حسېن کې له دې وړاندې فرقه ییزه نښتې او د بدامنۍ یو شمېر پېښې رامنځته شوي دي.