لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ د بې وسلې بندي طالب د مرګ پلټنې کوي


د ټیلي ويژن په مرکه کې کوربه پوښتنه کړې وه چې تا د طالبانو بم جوړؤنکی وژلی؟ ځواب کې ګولسټېن (آؤ) ویلي ؤ.
د ټیلي ويژن په مرکه کې کوربه پوښتنه کړې وه چې تا د طالبانو بم جوړؤنکی وژلی؟ ځواب کې ګولسټېن (آؤ) ویلي ؤ.

یو لوړ پوړي امريکايي چارواکي د زیارت په ورځ وایس اف امریکا ته ویلي، د امریکا پوځ د هغه پوځي سرتيري نه د جُرم پلټنې پېل کړي چا چې په ملي ټيلي ويژن د بې وسلې نیول شوي طالب د وژلو اعتراف کړی دی.

لوړ رُتبه پوځي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي، د پخواني مېجر مېتهیوګولسټېن نه د پلټنو راپور په وړومبي ځل د روانې میاشتې په سر کې واشنګټن پوسټ خپور کړی ؤ.

ګولسټېن د اکتوبر په میاشت کې فاکس چېنل سره په مرکه کې منلې وه چې په کال ۲۰۱۰م کې يې په مارجه کې په مبیینه توګه بم جوړؤنکی وژلی ؤ.

امریکايي چارواکي وایس اف امریکا ته ویلي( دا یو جنایتي (جرم) کېس دی او ځکه پرانستل شوی چې د خلکو په وړاندې منل شوی دی او دا د پوځ فرض دي چې پلټنې يې وکړي).

د ټیلي ويژن په مرکه کې کوربه پوښتنه کړې وه چې تا د طالبانو بم جوړؤنکی وژلی؟ ځواب کې ګولسټېن (آؤ) ویلي ؤ.

ګولسټېن په سر کې د نیول شوي تن وژل منلي ؤ په چا باندې چې د بم جوړولو تور ؤ او د ګولسټېن په مشرۍ کې يې دوه سرتيري وژلي وو، نوموړي دغه خبره په کال ۲۰۱۱م کې سي ائي ای سره د کارکولو دپاره د پولیګراف ازموینه ازموینې په وخت کړې وه.

د واشنګټن پوسټ د راپور ترمخه ګولسټېن ویلي یو قبايلي مشر ورته دغه نیولی تن د طالبانو د غړي په توګه ورپېژندلی او هغه دا هم ویلي ؤ چې که امریکايي پوځ دغه تن خوشی کړو، هغه به قبایلي مشر او د هغه کورنۍ ووژني.

امریکايي چارواکي ویلي د سي ائي ای بیان پوځ چمتو کړی او پوځ د دغه وژنې دپاره د ادارې یو بورډ جوړ کړی دی.

بورډ په کال۲۰۱۴م کې ختمه شوې کتنه ګوري چې پکې پوځ د ګولسټېن پرضد د وژنې کولو کوم شواهد نه ؤ ترلاسه شوي.

ولې وروستو د پوځ سېکتر جان مېک هوګ د ګولسټېن د سپینو زرو مډال کوم چې د امریکا د پوځ جنګي درېمه غټه تمغه ده منسوخ کړی وه.

امریکايي چارواکي ویلي د ادارې کتنه د پوځ د جنایتي کېس نه بدله ده او زیاته کړې يې ده د اکتوبر د میاشتې اعتراف د پېښې نوي شواهد وړاندې کوي.

چارواکي د امریکايي قانون حواله ورکړې چې ملکي وګړي منع کوي چې په جرم کې په یو وخت یو شان شهادتونه وړاندې کړي.

ګولسټېن د زیارت په ورځ واشنګټن پوسټ ته په یو ایمېل کې ویلي چې د دفاع محکمې او پوځ يې بې د کوم علته پينځه کاله په بې رحمۍ تعقیب کړی دی.

یو پوځي چارواکي ویلي په کېس کې تازه شکایت د پوځ لخوا شوی او د دفاع په وزارت کې درج شوی دی، څو پورې چې شکایت حل شوی نه وي د کېس د نتیجې په اړوند هیڅ نه شي ویل کېدی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG