لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتندلاريتوب دمخې نه نيولو له امله په پاکستان تنقيد کې اضافه


 دامريکا غږ داردو څانګې سره خبرو کې پاکستان کې دواکمن ګوند مسلم ليګ(ن) يو غړي روحيل ډار ويلي دي چې پاکستان دترهه ګرۍ ملاتړ نه کوي بلکې دا دترهه ګرۍ ښکار هيواد دى،هغه ويلي دي چې پاکستان ته دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې زيات زيانونه اوښتي دي.
دامريکا غږ داردو څانګې سره خبرو کې پاکستان کې دواکمن ګوند مسلم ليګ(ن) يو غړي روحيل ډار ويلي دي چې پاکستان دترهه ګرۍ ملاتړ نه کوي بلکې دا دترهه ګرۍ ښکار هيواد دى،هغه ويلي دي چې پاکستان ته دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې زيات زيانونه اوښتي دي.

په داسې حال کې چې ددوو امريکايي قانون سازانو لخوا دپاکستان ديو ترهه ګريز رياست ګرځولو په اړه کانګريس ته بل وړاندې کړل شوى دتندلاريتوب مخنيوي لپاره دګامونو دنه اخستو او ورسره ګاونډيانو ته دپېښ ګواښ له امله اسلام اباد په سفارتي توګه ديوازې کيدو دمخ په زياتيدونکې خطرې سره مخ دى.

روانه اوونۍ کې دري پبلکنز قانون سازانو دټيکسس ټيډ پو او دکيليفورنيا ډينا روهرا بيچر لخوا وړاندې کړى شوي بل کې په پاکستان تور لګول شوى چې دغه هيواد نړيوالو ترهه ګريزو مشرانو ته پناه ورکوي او دترهه ګريزو ډلو ملاتړ کوي، په دغو کې يوه ډله حقاني نيټ ورک هم دى کوم چې امريکا يوه ترهه ګريزه ډله ګرځولې، دغه ډله دافغان حکومت او دامريکا په مشرۍ افغانستان کې دميشتو نيټو دځواکونو مخالفه او په هغوي بريدونو کې ککړه ده.

خو پاکستان دامريکايي قانون سازانو دغه تورونه ردوي او وايي دغه پاکستان ضد بيان کې دپاکستاني حکومت دهاغو ګامونو يادونه نه ده شوې کوم چې دترهه ګرۍ دجرړو ويستو لپاره اخستل شوي،پاکستاني چارواکي دا هم وايي چې ترهه ګريزو بريدونو کې په زرګونو پاکستانيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

دامريکا غږ داردو څانګې سره خبرو کې پاکستان کې دواکمن ګوند مسلم ليګ(ن) يو غړي روحيل ډار ويلي دي چې پاکستان دترهه ګرۍ ملاتړ نه کوي بلکې دا دترهه ګرۍ ښکار هيواد دى،هغه ويلي دي چې پاکستان ته دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې زيات زيانونه اوښتي دي.

دشورو په ورځ ملګرو ملتونو کې دوينا په مهال دپاکستان وزيراعظم نوازشريف ويلي دي چې حکومت دقانون دنفاذ او هدفي عملياتو يوه جامع تګلاره لري کومې چې دپام وړ نتيجې ورکړي دي او پاکستان يې دترهه ګرۍ په ضد دسترو لاسته راوړنو جوګه کړى دى.

خو هغه دهاغو ترهه ګريزوډلو يادونه نه ده کړې کومې چې ګاونډي هيوادونه په نخښه کوي.

امريکايي قانون سازانو اوس اوس دامريکا په حکومت ټينګار کړى و چې پاکستان لپاره دې پوځي مرستې اودروي ځکه چې ددغه هيواد پوځ او استخباراتي ادارې اوس هم ترهه ګريزو ډلو سره اړيکې لري.

دپېښور پوهنتون پروفيسر اعجاز خټک دامريکا غږ ډيوه ريډيو ته ويلي دي پاکستان حقاني نيټ ورک دشکمن ملاتړ په پوښتنه امريکا نه ده مطمئين کړې او دا امريکا سره اړيکې خرابوي.

هغه ويلي دي چې دپاکستان اړيکې افغانستان سره هم ښې نه دي او هند سره هم تاوتريخوالى لري.

دهند تر انتظام لاندې کشمير کې دهندي پوځ په هيدکوارټرز شوي هاغه خونړي بريد کې چې پکې ١٨ هندي عسکر وژل شوي وؤ، څخه وروستو دپاکستان او هند ترمينځ تاوتريخوالى په کال ٢٠٠٨م کې دممبۍ دبريدونو څخه راپديخوا ترټولو لوړې کچې ته رسيدلى دى.

هند په پاکستان تور لګوي چې ددغه بريد لپاره دپاکستان خاوره کارول شوې،دهند دکورنو چارو وزير راجناتهـ سنګهـ پاکستان يو ترهه ګريز رياست بللى و.

دپاکستان حکومت دغه تورونه رد کړي او په هند يې تور لګولى چې په کشميريانو زياتى او دبشري حقونو خلاف ورزي کوي.

دپاکستان لخوا دافغان تندروه ډلو دملاتړ په معامله هم اسلام اباد واشنګټن او کابل سره سخت اختلافونه لري.

دامريکا خارجه وزير جان کيري روانه اوونۍ کې دملګرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ دغونډې په موقع يوه ليدنه کې وزيراعظم نوازشريف څخه غوښتنه کړې وه چې دترهه ګرو دخوندي ځالې په توګه دپاکستان دکارول کيدو اجازه دې نه ورکوي.

دافغانستان مرستيال ولسمشر سرور دانش دشورو په ورځ ملګرو ملتونو کې ويلي دي هغوي بيا بيا دخپل ګاونډي هيواد پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې دترهه ګرو پيژندلې ځالې دې تباه کړي خو له بده مرغه هغوي وضعيت کې تر دې مهاله کوم بدلون نه دى ليدلى،هغه دا هم ويلي وو چې دپاکستان په خاوره دترهه ګريزو بريدونو منصوبه بندي کولى شي.

ددانش له لوري دغه څرګندونې نيويارک او نيوجرسي کې دبمي چاودنو څخه وروستو مخې ته راغلي دي.

دبمي چاودنې مشکوک تن احمدخان رحامي ، څوک چې امريکايي وګړى دى، او افغانستان کې زيږيدلى دى، هغه څو کاله وړاندې افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي دي،پاکستان کې دايساريدو په مهال هغه په کويټه او کراچۍ کې وخت تير کړى و، دغه ښارونه دطالبانو او نورو تندروه ډلو مرکزونه ګڼلى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG