لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايي دپاک وهند ستونزو هواري کې دې امريکا کردار ادا کړي


دوزيراعظم هاوس څخه دجاري شوي بيان ترمخه نوازشريف ويلي دي چې دهند تر انتظام لاندې کشمير کې ١٠٧ کسان وژل شوي ، په زرګونو نور ژوبل شوي دي او په رياستي کچه دبشري حقونو سختې خلاف ورزۍ کولى شي.
دوزيراعظم هاوس څخه دجاري شوي بيان ترمخه نوازشريف ويلي دي چې دهند تر انتظام لاندې کشمير کې ١٠٧ کسان وژل شوي ، په زرګونو نور ژوبل شوي دي او په رياستي کچه دبشري حقونو سختې خلاف ورزۍ کولى شي.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف هيله څرګنده کړې ده چې دپاکستان او هند ترمينځ دخپل مينځي ستونزو هواري لپاره به دامريکا حکومت او دبهرنو چارو وزير جان کيري مرسته وکړي.

دوزيراعظم هاوس څخه دجاري شوي بيان ترمخه نوازشريف ويلي دي چې دهند تر انتظام لاندې کشمير کې ١٠٧ کسان وژل شوي ، په زرګونو نور ژوبل شوي دي او په رياستي کچه دبشري حقونو سختې خلاف ورزۍ کولى شي.

وزيراعظم نوازشريف دغه څرګندونې نيويارک کې دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري سره دليدنې په مهال کړي دي.

دبيان ترمخه نوازشريف ويلي دي چې پاکستان دترهه ګرۍ په ضد جګړه خپل مسؤليت ګڼي او زياته کړې يې ده چې هغه تل سيمه کې امن، ثبات او پرمختګ لپاره دګاونډي هيوادونو په لوري دملګرتيا لاس ورغزولى دى.

په دغه موقع جان کيري دترهه ګرۍ او تندلاريتوب مخنيوي کې دپاکستان دوسله والو پوځونو، پوليسو او امنيتي ادارو دهڅو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې امن دپاکستان او افغانستان دواړو په ګټه دى.

نوازشريف ويلي دي ورته اوس هم ياد چې پخواني امريکايي صدر بل کلنټن ژمنه کړې وه چې دپاکستان او هند ترمينځ دشخړو او ستونزو هواري کې به امريکا خپل کردار ادا کوي.

ددغه ليدنې په مهال وزيراعظم سره دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز، دخارجه چارو ځانګړى مرستيال طارق فاطمي او خارجه سکتر اعزازچوهدري هم موجود وؤ.

نوازشريف دتيرو دريوؤ کلونو په مهال امريکايي ولسمشر سره دترسره شوو ليدنو دحوالې ورکولو په ترڅ کې په دې خبره ټينګار کړى چې دپاکستان او امريکا ترمينځ مضبوطې اړيکې او شراکت داري دسيمې دامن وامان او ثبات لپاره ضروري ده.

دپاکستاني وزيراعظم او امريکا دبهرنو چارو دوزير ترمينځ دغه ليدنه په داسې حال کې شوې ده چې يوه ورځ دمخه دهند تر انتظام لاندې کشمير کې په اوړي سيمه کې دهندي پوځ په هيډکوارټر دتندلارو بريد کې د١٨ؤ هندي عسکرو دوژل کيدو وروستو دپاکستان او هند ترمينځ اړيکو کې تاؤتريخوالى نور هم سيوا شوى دى.

وزيراعظم نوازشريف دبرطانيې وزيراعظمې ټريسامى سره هم ليدنه کړې او هغه هم دکشمير په وضعيت خبر کړل شوي دي، نوازشريف په برطانوي وزيراعظمې هم غږ کړى چې کشمير کې دې دطاقت داستعمال مخې نيولو کې کردار ادا کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG