لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو په دوه غټو ښارونو پېښور اؤ مردان کې ترهگرو ١٥ پښتانه وژلي دي


دپېښور اؤ دمردان  دبريدونو ذمه واري  تندروه ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخستې ده.
دپېښور اؤ دمردان  دبريدونو ذمه واري  تندروه ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخستې ده.

دجمعې په ورځ دخېبرپښتونخوا مردان سيمه کې دډسټرکټ اينډ سيشن کورټ سره نزدې يو ځانمرګي بريد اؤ دپېښور په کرسچن کالونۍ کې يو بل ترهه ګريز بريد کې دپوليسو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي او خواوشا٥١ نور ژوبل شوي دي- په حملو کې څلور حمله کونکي په پېښور اویو ځان وژونکې په مردان کې وژل شوی دی

دپېښور اؤ دمردان دبريدونو ذمه واري تندروه ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخستې ده.

دمردان ډي پي او فيصل شهزاد پخلى کړى چې يو ځانمرګي دضلعي کچهرۍ دګيټ سره نزدې ځان الوځولى دى، چاودنه کې ګڼ شمير کسان ژوبل شوي چې دعلاج لپاره نزدې هسپتال ته رسول شوي دي.

دامدادي کارکوونکو وينا ده چې دغه چاودنه کې تر دې مهاله دولس کسان وژل شوي او ٥١ نور ژوبل شويدي.

دمردان دډي پي او ترمخه دبريد څخه دمخه ځانمرګي دلاسي بم بريد هم کړى، دهغه وينا وه چې چاودنه کې تر اتوؤ کلو ګرامو پورې چاوديدونکي مواد کارول شوي دي.

مردان کې دچاودنې دخبر ترلاسه کيدو سره سمدستي سيمې ته په ګڼ شمير کې عسکر رسيدلي او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې ده.

له دې وړاندې تيرکال ددسمبر مياشت کې هم مردان کې دنادرا په دفتر يو ځانمرګي بريد کې ٢٦ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ.

مردان کې ددغه ځانمرګي بريد څخه څو ساعته وړاندې دخېبرپښتونخوا سرښار پيښور په ورسک روډ کرسچن کالونۍ کې دترهه ګرو دبريد څخه وروستو دامنيتي ځواکونو اؤ ترهه ګرو ترمينځ نښته کې يو عام وګړى او څلور ځانمرګي بريدکونکي وژل شوي وؤ.

دپاکستاني پوځ دوياندليفټننټ جنرال عاصم باجوه په ټويټر خپل پيغام کې ددغه بريد په اړه ويلي وو چې ترهه ګرو دپېښور په ورسک روډ په کرسچن کالونۍ بريد کړى، پوځي وياند وايي امنيتي ځواکونو سمدستي کارروايي کړې او څلور ځانمرګي بريدکوونکي يې وژلي دي.

سحر وختي کرسچن کالونۍ ته دترهه ګرو دداخليدو دخبر ترلاسه کولو څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې عسکر رسيدلي وو او امنيتي ادارو دهيلي کاپټرو له لارې فضايي څارنه کوله.

دبريد داطلاع ترلاسه کيدو څخه وروستو دپېښور هسپتالونو کې بيړنى حالت لګول شوى ؤ.

په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې دپېښور په ورسک روډ دکال ٢٠١٤م په ١٦م دسمبر دپېښور په ارمي پبلک سکول دپاکستاني طالبانو حمله کې د١٣٠ؤ ماشومانو په ګډون ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ.

پېښور اؤ مردان کې دغه ترهه ګريزې بريدونه يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوي چې دپاکستان دپوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دعوه وکړه چې دترهه ګرۍ په ضد پوځ سترې لاسته راوړنې کړي او شمالي وزيرستان کې پيل کړى شوو ضرب عضب عملياتو کې يې په زرګونو ترهه ګر وژلي دي.

جماعت الاحرار ډلې دپېښور اؤ مردان دبريدونو ذمه واري قبوله کړې ده.

تيره مياشت دبلوچستان ايالت سرښار کويټه کې په سول روغتون شوي يو ځانمرګي بريد کې هم ٧٣ کسان وژل شوي وؤ چې پکې زياتره وکيلان شامل وؤ.

ددغه بريد ذمه واري تندروه ډلې داعش اؤ جماعت الاحرار په غاړه اخستې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG