لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې د داعش مهم مشر وژل شوی


عدناني په داعش کې د ابوبکر البغدادي نه وروستو د دغه ډلې دوېم مشر ګڼل کيږي .
عدناني په داعش کې د ابوبکر البغدادي نه وروستو د دغه ډلې دوېم مشر ګڼل کيږي .

د امریکې د دفاع محکمې ویلي د شام په شمالي برخه کې اتحادي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د داعش ډلې یو مهم مشر په نخښه کړی دی .

پېنټاګون د دغه جنګیالي کمانډر د وژنې پخلی نه دی کړی خو ویلي يې دي چې دا د تُندروه ډلې دپاره زوروره وړ ضربه ده .

داعش ډلې په خپله د نهې/سه شنبه په ورځ د خپل مشر ابومحمدالعدناني د وژنې پخلی کړی او ویلي يې دي هغه په (( حلب کې د پوځي عملیاتو د مخې نیولو د اپرېشن د جاج اخستو په وخت وژل شوی دی )) .

د دفاع د محکمې یو چارواکي ویلي عدناني به بهر ملکي جنګیالي بهرتي کول او په شام او عراق کې د قوي مرکزونو نه بهر د غټو بریدونو کولو په هدایاتو ورکولو کې ککړ وو .

(( د هغه په مشرۍ د پېرس بریدونه، برسلز کې هوايي اډه باندې برید، د استنبول په هوايي اډه برید، سینا کې د روس الوتکه ویشتل او راګوزارل، انقره کې یو لاریون باندې ځانمرګی برید او بنګله دېش کې په رستوران برید شامل دي، په مجموعي ډول دغو بریدونو کې ۱۸۰۰ کسان وژل شوي او ۴۰۰۰ ژوبل شوي دي)) .

پېنټاګون د الباب سره نزدې د شوي فضايي برید جاج اخلي چې د عدناني د وژنې پخلی وکړی شي .

واشنګټن کې یو حکومتي چارواکی وایس اف امریکا ته ویلي چې امریکا په حلب کې د داعش د یو شمېر مشرانو په لټه کې ده .

اته میاشتې وړاندې په یوه جګړه کې د عدناني د ژوبلېدو خبرونه هم مخې ته راغلي وو .

عدناني ۳۹ کاله وړاندې په شام کې زېږېدلی او د داعش نه وړاندې د القاعده ترهګر ډلې مهم غړی ؤ ، او هغه په داعش کې د ابوبکر البغدادي نه وروستو د دغه ډلې دوېم مشر ګڼل کيږي .

د امریکې خارجه محکمې د عدناني د نیولو په لړ کې په مرسته کولو د ۵۰ لاکه ډالرو انعام اېښودی وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG