لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي هوايي بریدونو په شام کې ۳۵ ملکي وګړي وژلي


د شام حکومت د بېرل بمونو کارولو نه انکار کوي . ولې څیړونکي وايي د حلب دپاسه یواځې د دمشق او ماسکو د ځواکونو هیلي کاپټرې کاریږي .
د شام حکومت د بېرل بمونو کارولو نه انکار کوي . ولې څیړونکي وايي د حلب دپاسه یواځې د دمشق او ماسکو د ځواکونو هیلي کاپټرې کاریږي .

په شام کې د بشري حقونو او څار ډله (سیرین ابزرویټري) چې په برطانیه کې مرکز لري څارونکو يې ویلي دي د اتوار په ورځ د شام په جنوب کې د ترکي په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۵ ملکی وګړي وژل شوي دي .

د څارونکو ترمخه ۲۰ کسان د جب الکوسه په کلي کې وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي . دغه برید چې په کومه سیمه کې شوی دا د کرد ملېشې ملاتړ لرونکې شامي ډیموکريټک ډلې په لاس کې ده .

ابزرویټري ویلي بل برید دالارمان په علاقه کې شوی ۱۵ ملکي وګړي یې وژلي او ۲۰ نور يې ژوبل کړي دي .

د ابزرویټري په وینا د شام حکومتي هیلي کاپټرو د خالي په ورځ د حلب په ختیځ کې مادي ضلع کې د جنازې په مهال دوه بېرل بمونه غورځولي او ۲۳ تنه يې وژلي وو .

دغه بمونه د حلب سره نزدې د هغه خېمې سره نزدې غورځول شوي چرته چې د زیارت په ورځ یو بېرل حمله کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي وو .

د شام حکومت د بېرل بمونو کارولو نه انکار کوي . ولې څیړونکي وايي د حلب دپاسه یواځې د دمشق او ماسکو د ځواکونو هیلي کاپټرې کاریږي .

د شام دپاره د ملګرو ملتونو دپاره ځانګړي استازي ویلي د وقتي جنګ بندۍ په صورت کې ملګرو ملتونو په ګېر شوؤ ښارونو کې د انساني خواخوږۍ په سر د امداد رسولو بېړنۍ منصوبه جوړه کړې ده .

د ملګرو ملتونو د دغه منصوبې مقصد حلب ښار کې ګېر په زرګونو کسانو ته امداد رسول او د بجلۍ جوړول دي چرته چې په یو وخت خواوشا ۲۳ لاکه کسان اباد وو .

په شام کې د پینځه ؤ کالو د خانه جنګۍ راهسې نزدې پينځه لاکه کسان وژل شوي دي او د یو کروړ ۱۰ لاکه پورې خلک د پناه دپاره نورو ملکونو ته تلي دي .​

بلخوا ته د شام په شمالي علاقه کې د ترکي ملاتړ لرونکو جنګیالو او کرد ځواکونو ترمنځ د شنبې یا خالي په ورځ نښته شوې او د هغې وروستو د داعش په ضد عملیات کوؤنکو دوه امریکايي اتحاديانو په خپل منځ کې د جګړې خطره سېوا شوې ده .

د ترکي اناتولیه خبري ادارې ترمخه د کرد ملېشې په یو راکټي برید کې یو ترکي عسکر وژل شوی او درې ژوبل شوي دي .انقر کرد جنګیالي ترهګر ګرځوي .

بل لور ته د امریکې ملاتړ لرونکي د شام ډیموکریټک ځواکونه دریز لري چې د ترکي جنګي الوتکو په پوله پرتې جرابلس کې د کرد ملېشا جنګیالي په نخښه کړي دي چرته چې ترک ځواکونو د چارشنبې یا شورو په ورځ هم برید کړی ؤ .

ولې د خالي په ورځ مخې ته د راغلو خبرونو ترمخه دا علاقه اوس د شامي ډیموکريټک ځواکونو په لاس کې ده . او په سمدستي ډول د کوم ځاني زیان تفصیل مخې ته نه دی راغلی .

د دغو نښتو نه وروستو د لویدیځ د هېوادونو په دغه اړه اندېښنې سېوا شوي چې ترک پوځ په شام کې د داعش د تُندلارو سره کرد ځواکونه هم په نخښه کوي . په شام کې کرد پیپلز پروټیکشن څانګه د (وايي پي جی) په نوم پېژندل کيږي .

امریکا د داعش په ضد جګړه کې وايي پي جي خپل کلک اتحادي ګڼي او ترکي غوښتنه کوي چې وايي پي جی دې په پوله پرته د هغه علاقې نه ووځی کومه چې د داعش د تُندلارو نه نیول شوې ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG