لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا راتلونکى ولسمشر دې دمظلومو بلوڅانو مرسته وکړي،مقررين


 دبلوڅ قوم پرست وژل شوي مشر نواب اکبر خان بګټي دلسمې کليزې په موقع ددغه غونډې تابيا د”بلوچستان دامريکايي ملګرو“ لخوا شوې وه.
دبلوڅ قوم پرست وژل شوي مشر نواب اکبر خان بګټي دلسمې کليزې په موقع ددغه غونډې تابيا د”بلوچستان دامريکايي ملګرو“ لخوا شوې وه.

دبشري حقونو لپاره امريکايي او نړيوالو فعالينو، دمدنې ټولنې غړو او دبلوچستان قوم پرستو مقررينو دجمعې په ورځ دواشنګټن ډي سي په قامي پريس کلب کې په راتلونکي امريکايي ولسمشر غږ کړى چې رياستي ظلم سره دمخ بلوڅ ولس مرسته دې وکړي.

دبلوڅ قوم پرست وژل شوي مشر نواب اکبر خان بګټي دلسمې کليزې په موقع ددغه غونډې تابيا دبلوچستان دامريکايي ملګرو لخوا شوې وه.

مقررينو کې واشنګټن لپاره دپاکستان پخوانى سفير حسين حقاني، برطانيه کې مقيم دبشري حقونو کارکوونکى پيټر تاتچيل، په پاکستان دجهادي کتابونو ليکونکى عارف جمال، پخواني امريکايي اکيډيمک رابرټ جي ډيريس، دبشري حقونو کارکوونکي، دبشري حقونو په معامله امريکايي کانګريس لپاره رضاکار ،کيتهراين کيمرون پورټر، بلوڅ جلا وطن قوم پرست مشر براهمداغ بګتي اؤ نورو دبلوچستان په اړه دخيالاتوڅرګندونه وکړه.

مقررينو امريکا، ملګرو ملتونو اؤ نړيوالې ورورولۍ ته بلوچستان کې دبشري حقونو دخلاف ورزۍ اودرولو غوښتنې وړاندې کړې.

براهمداغ بګټي دويډيو لنک له لارې وويل چې دهغه ګوند حکومت سره مذاکراتو لپاره چمتو ده خو ددغو مذاکراتو ايجنډا به يواځې دبلوچستان ازادي وي.

دمقررينو لخوا شوو غوښتنو کې په امريکايي کانګرس غږ وشو چې دپاکستان پوځ،کوم چې په مشکوکه توګه دبشري حقونو خلاف ورزو کې ککړ دى، لپاره دې مرسته اودروي، امريکايي کانګريس دې بلوچستان کې پخپله دصورتحال معلومولو لپاره يو څيړنيز کميسيون وليږي.

دا غوښتنه هم وشوه چې ملګري ملتونه دې دنورو جنګي ساحو په څير بلوچستان کې هم دبشري حقونو دخلاف ورزو په اړه يو رپورتاژ تيار کړي.

دملګرو ملتونو په څارنه کې دې دبلوچستان دازادۍ لپاره يو ريفرنډم وکړى شي.

سيمه ييزې او نړيوالې ميډيا او دبشري حقونو مبصرينو ته دبلوچستان دخلکو دستونزو دپه ډاګه کولو اجازه ورکول پکار دي.

دنواب اکبر بګټي په وژونکي دپاکستان په پخواني پوځي امر(جنرال پرويز مشرف) دې دانسانيت په ضد دجرم مقدمه وچلول شي.

په ډاګه دې وي چې دامريکا خارجه محکمې تيره اوونۍ يو بريفنګ کې په ډاګه کړې وه چې دپاکستان دبلوچستان صوبې دازادۍ ملاتړ نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG