لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ۲۰۱۱م کال نه وروستو د شام په زندانونو کې ۱۷زره کسان وژل شوي


راپور د داسې ۶۵ کسانو نه د اخستل معلوماتو په اساس جوړ شوی چې په زندانو کې د تشدد نه ژوندي وتلي دي .
راپور د داسې ۶۵ کسانو نه د اخستل معلوماتو په اساس جوړ شوی چې په زندانو کې د تشدد نه ژوندي وتلي دي .

ایمنسټي انټرنیشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې د شام په حکومت تور لګولی چې سیاسي بندیانو باندې په زندانونو کې په مننظم انداز باندې تشدد کوي او د کال ۲۰۱۱ م نه تر کال ۲۰۱۵م د دسمبر د میاشتې پورې يې په زندانونو کې د ۱۷زرو نه زیات کسان مړه شوي یا وژل شوي دي .

راپور د داسې ۶۵ کسانو نه د اخستل معلوماتو په اساس جوړ شوی چې په زندانو کې د تشدد نه ژوندي وتلي دي .

د ایمنسټي د منځتي ختیځ او شمالي افريقې دپاره مشر فلپ لوتهر ویلي ، په راپور کې د هغه تشدد او بې رحمۍ تفصل ويل شوی چې په زندانونو کې پرې څه تېر شوي دي .

په شام کې د ایمنسټي کارپوهه کلاوډیا شکیولفر ویلي د شام په زندانونو کې د وړاندې نه تشدد کيږي خو په کال ۲۰۱۱م کې د شخړې پېل کېدو وروستو دغه لړۍ په ډرامايي انداز تېزه شوې ده .

هغې ویلي ٫٫ ما د کال ۱۹۸۷م یو پخوانی راپور کتلو په هغې کې هم دغه ډول پېښې لیکل شوي ولې په دې اوسني کې ډرامايي بدلون مخې ته راغلی دی .

په دغه راپور کې د هغو کسانو سره مرکې شوي دي چې د دوې سره په زندان کې موجودو کسانو باندې تشدد شوی او ژوبل شوي دي او هغوې د طبي خدماتو بغېر ساتل شوي دي .

د شام د حکومت نه علاوه داعش هم خپل زندانونه لري او په خلکو پکې تشدد کوي .

ایمنسټي ویلي دا غېر انساني عمل دی او په ضد يې د ګامونو پورته کېدو غوښتنه کړې ده .

شکیولفر ویلي ( په تاریخي توګه چې مونږ وروستو ورخت ته وګورو نو نړیوالې ورورولۍ دې کار ته ډېر په قلاره غبرګون ويلی او زیاته کړې یې ده دا ډېره مهمه ده چې د دغه کار په ضد کوټلي اقدامات وکړی شي او د خلکو ژوند بچ کړی شي) .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG