لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هلمندجګړه کې بهرني جګړه مار مهم رول لوبوي، افغان چارواکي


د افغانستان هلمند صوبه چې د پاکستان سره په پوله پرته ده په تېرو څو کلونو کې زیاته د کړکېچ سره مخ پاتې شوې ده .
د افغانستان هلمند صوبه چې د پاکستان سره په پوله پرته ده په تېرو څو کلونو کې زیاته د کړکېچ سره مخ پاتې شوې ده .

د افغانستان په جنوبي صوبه هلمند کې د افغان ځواکونو سره جنګېدونکي طالب وسله وال د (سره خطه) رېډ بریګیډ په نوم کمانډو سره نور پیاوړي کيږي .

د افغان چارواکو په وینا د سوؤنو په شمېره کې د بهرنو جنګیالو په دغه ډله کې د شاملېدو سره د طالبانو پرمختګ تېزوي .

د هلمند ګورنر حیات الله حیات وي او ای ته ویلي ، ٫٫هلمند اوس د نړیوالو ترهګرو د ایجنډې هدف جوړ شوی، د طالبانو دپاره جنګېدونکو کې پاکستاني، چيچن، ازربايجاني او ترکمن شامل دي او مونږ سره په دغې اړه کلک ثبوتونه موجود دي٬٬ .

وي او ای تېره اونۍ د دغه ډلې د موجودګۍ خبر ورکړی ؤ .

د افغانستان دې غټې صوبې کې په تېرو اونو کې د طالب جګړه مارو او افغان ځواکونو جګړې سېوا شوي دي .ځايي خلک وايي طالبان په تېزۍ سره پرمختګ کوي او د صوبې مرکز لشګاه نه چاپېره ځينې علاقې يې هم نیولي دي .

افغان چارواکي وايي زیاتېدونکې جګړه کې بهرني جنګیالي په وسلو ښه سمبال او روزل شوي دي .

د هلمند د صوبايي شورا مشر محمدکریم اتل وي او ای ته ویلي، ٫٫بهرني جنګیالي په دغه ستراتیژیکي صوبه کې د کلونو راسې مېشت دي، پاکستاني پنجابی جنګیالي د نورو بهرنو جنګیالو سره د هلمند په تازه جګړه کې جنګیږي٬٬ .

اتل ویلي د ځینو جګړو مشري بهرني کمانډران کوي ٫٫په ځینو ځایونو کې بهرني کمانډران مشري کوي دوې سره هر ډول وسایل دي اوپه منصوبه بندۍ جنګيږي دوې سره جدیده وسله ده او نوې ټیکنالوجي کاروی ٬٬ .

د صوبې د شورا مشر ویلي بهرني جنګیالي د پاکستان نه په هغو لارو د هلمند لرې پرتو ضلعو ته راوړي کومې چې د طالبانو په ولقه کې دي .

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا ډیوه ریډیو سره خبرو کې په افغان رسنیو باندې د بې اساسه خبرونو خپرولو تور لګولی او د افغانستان د تازه ادعا په اړه يې څه نه دي ویلي .

ولې پاکستان او افغانستان کې څيړونکي وايي چې بهرني جنګیالي د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې په وسله والو ډلو کې شتون لري .

افغان کارپوهه وحیدمژده وايي ٫٫ د پاکستان تُندلاري، د اسلامک مومنټ اف ازبکستان او ځینې تاجک وګړي په افغانستان کې طالبانو سره دي او پاکستاني تُندلاري افغان طالبانو ته افرادي قوت ورکوي٬٬ .

هغه ویلي د مرکزي اسیايي هېوادونو وګړي د داعش په خراسان څانګه کې شامل شوي ولې ډېری اوس هم د طالبانو سره دي .

کارپوهه خادم حسېن وي او ای سره خبرو کې ویلي ځينې تُندلارې ډلې چې وړاندې پاکستان کې د القاعده سره اړونده وې دوې هغه ډلو ته تلي کومې چې افغانستان کې وسله وال عملیات کوي .

د نوموړي په وینا ٫٫د طالبانو د مشر ملامحمدعمر د مړينې د پخلي نه وروستو په غټه کچه يو منظم نېټ ورک جوړ کړی شو چې پکې نړیوالې ترهګرې ګرځول شوې ډلې لکه لشکر طیبه، جېش محمد او حقاني نېټ ورک شاملې شوې وي .

د هلمند تازه جګړو په اړه نوموړي ویلي، دغه نېټ ورک تېر کال د کندوز سقوط کې مهم رول لوبولی او ختیځه صوبه ننګرهار کې یې هم یو شمېر بریدونو کې برخه اخستې ده .

د خادم حسېن په وینا یو شمېر پاکستاني وسله والو ډلو په پاکستان کې خپل فعالیتونه ودرولي او توجه یې افغانستان ته اړولې ده ، ٫٫د پنجابي طالبانو ډلې څخه بیلې شوې ډلې معاویه ګروپ پاکستان کې د جګړو نه انکار کړی ولې افغانستان کې جنګیږي٬٬ .

د مژده په وینا د ګرمیانو په میاشتو کې افغانستان کې بهرني جنګیالي ٫٫موسمي طالبان٬٬ ډېر زیات شوي او د پاکستان د مذهبي مدرسو طالبانو د ګرمۍ په چهټیانو کې د افغان وسله والو سره ملګري شوي وو .

خادم حسېن وايي ٫٫دا سلسله د کلونو راهسې روانه ده چې د طالبانو پلوي او همخیاله مدرسې خپل طالبان افغانستان ته لیږي چې هلته په عملي جهاد کې برخه واخلي او دا کار د هغې وروستو کیږي چې د طالبانو په ذهن کې د جهاد اهمیت واچول شي٬٬ .

هغه زیاته کړې دا امکان شته چې د کراچۍ، پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبې د مدرسو طالبان د هلمند په جګړه کې برخه اخلي .

تېر کال د افغانستان جنوبي ختیځه صوبه کندوز د طالبانو لاسو ته ورغلې وه . او د افغانستان خارجه وزارت ویلي ؤ چې خواؤشا ۱۳۰۰ طالبان چې زیاتره يې پاکستاني طالبان ؤ د کندوز په جګړه کې برخه اخستې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG