پاکستان د امریکا د پرېکړې هر کلی کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه بیله شوې تُندروه ډله جماعت الاحرار يې د نړیوالو ترهګرو په فهرست کې اچولې ده .
د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس زکریا د اونیز احوال تېرولو په مهال ویلي د ټي ټي پي څخه بیله شوې دغه ډله (جماعت الاحرار) پاکستان کې په یو شمېر بریدونو کې ککړه ده .
د شورو يا چارشنبې په ورځ د امریکې خارجه محکمې په جماعت الاحرار ډله باندې د بندېز لګولو اعلان کړی ؤ ، او له دې وروستو به د دې ډلې په ملاتړ کولو د کوم تن اثاثې تړلی شي او امریکايي وګړو او ادارو ته د داسې کسانو سره د ورکړې راکړې نه کولو ویل شوي دي .
د پاکستاني طالبانو څخه بیل شوؤ تُندلارو په کال ۲۰۱۴م کې د جماعت الاحرار په نوم ځانله ډله جوړه کړې وه او دې ډلې په پاکستان کې د بیلابیلو خونړو ترهګرو بریدونو زمه واري قبوله کړې ده .
جماعت الاحرار ډلې د روان کال د مارچ په میاشت کې پېښور کې د امریکايي قونصلګرۍ د دوه کارکوؤنکو د وژنې زمه واري قبوله کړې وه دغه دواړه کارکوؤنکي د قبايلي سيمې مومند ایجنسۍ په انبار تحصیل کې یوه چاؤدنه کې وژل شوي وو .
او د مارچ په میاشت کې د پنجاب صوبې سرښار لاهور کې د ایسټر په موقع ګلش اقبال پارک کې دشوې چاؤدنې زمه واري هم دې ډلې قبوله کړې وه، په دغه چاؤدنه کې د ۷۰ نه زیات کسان وژل شوي وو .
د امریکې محکمه خارجه ویلي جماعت الاحرار ډله په پاکستان کې د عامو ملکي وګړو، مذهبی لږکیو، امنیتی ځواکونو او قانون نافذؤنکو ادارو په سرتېرو او پېښور کې د امریکا د قونصلګرۍ د دوه کارکوؤنکو د وژنې زمه واره ده .
تېره میاشت کراچۍ کې د دوه پوځي عسکرو د وژنې زمه واري هم دغه ډلې قبوله کړې وه .
د دفتر خارجه ویاند نفیس زکریا د امریکا د دفاع محکمې پېنټاګون لخوا پاکستان ته د ورکړې کیدونکي ۳۰ کروړه ډالرو پوځي امداد بندولو د تپوس په ځواب کې ویلي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د بل کوم هېواد نه زیاتې قربانۍ ورکړي دي .
د سرکاري میډیا ترمخه د دفترخارجه ویاند ویلي پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د شپږ زره امنیتي سرتېرو په ګډون ۶۵زره کسان وژل شوي دي او په لویه کچه مالي زیان ورته اوختی دی .
هغه ویلي پاکستان د ترهګرو په ضد بغېر د څه توپيره یو شان عملیات کوي او دا به د اخري ترهګر د خاتمې پورې روان وي .
دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک په ضد د کلکو ګامونو د نه اخستو له امله د امريکا د دفاع محکمې پاکستان ته ورکړل کيدونکى د ۳۰کروړو ډالرو پوځي امداد اودرولى دى .
د دفاع د محکمې وياند ايډم سټمپ ترمخه د دفاع وزير ايش کارټر پريکړه کړې ده چې کانګريس ته د باور ورکولو په هاغه سند به لاسليک نه کوي کوم چې دترهه ګرې ډلې حقاني نيټ ورک په ضد د پاکستان د کلکو ګامونو د پخلي لپاره ضروري دى .