د پاکستان سندهـ صوبې په ګهوټکي ضلع کې د نهې په ورځ د قران د سوځولو په تور یو هندو نیول شوی دی ، او تېره شپه په دغه سیمه کې د ډزو په یوه بله پېښه کې یو هندو وژل شوی او بل ژوبل شوی دی .
د ګهوټکي ضلعې د پولیس مشر اېس اېس پي مسعود بنګش د پېښې په اړه وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خبرو کې وویل دغه کس د قران پاک سوځولو په تور کې نیول شوی مقدمه پرې درج کړی شوې او د پېښې په اړه پلټنې پېل کړی شوي دي .
پولیس افسر دا هم وویل چې د دغه کس په اړه دا هم وئیل کيږي چې هغه مسلمان شوی دی خو د پلټنو وروستو به هر څه معلوم شي .
د مسعود بنګش په وینا د ډزو پېښه تېره شپه د ضلعې په میرپورماتهېلو علاقه کې رامنځته شوې د هندو لږکیو سره تعلق لرونکی یو کس پکې وژل شوی او بل ژوبل دی .
هغه وویل دا پېښه د قران سوځولو د پېښې سره هیڅ تعلق نه لري او نور معلومات یې رایوځاې کولی شي .
د قران سوځولو په تور نیول شوي کس باندې د ضلعې په ډهرکي پولیس تهاڼه کې مقدمه درج کړی شوې ده .
د پولیس تهاڼې محرر یارمحمد ډیوه ریډیو سره خبرو کې وویل دا کس چې عمر يې نزدې ۲۸ کاله دی ، امر لال نوميږي او د پلار نوم ګلچند ښایي تعلق یې د سکهر سيمې سره دی .
هغه وویل دغه پېښه د ګل او نهې په منځنۍ شپه کې په رهړکي نومې علاقه کې رامنځته شوې او ځايي خلکو ويلي چې دغه کس د جومات نه بهر د قران پاڼې سوځولې .
دا کس بیا ځايي خلکو نیولی او پولیس ته یې حواله کړی دی .
هغه وویل د دغه کس په ضد د تعزیرات پاکستان د مذهب د سپکاوي د دفعې (۲۹۵-بي) لاندې مقدمه درج کړی شوې او په اړه يې پلټنې پېل کړی شوي دي .
راپورونه وايي د پېښې په ضد د نهې په ورځ ګهوټکي ضلع کې د مذهبي ډلو سره تعلق لرونکو خلکو احتجاجي مظاهرې کړي او کاروبارونه تړلي پراته وو .
د دې ترڅنګ مظاهره چیانو غټ سړک هم تر شپږو ساعتونو پورې بند کړی ؤ .
د پولیس ترمخه احتجاجي مظاهرو کې ځیني کسان د اړي ګړي جوړولو په تور نیول شوي دي .
راپورونه وايي نن هم د ضلعې په بیلابیلو سیمو کې حالات کړکېچن دي او په ځینو سیمو کې بازارونه تړلي پراته دي .
خو د ضلعي د پولیس مشر په وینا حالت پرون قابو کړی شوي او نن هم پُرامنه ماحول دی .
د راپورونو ترمخه ګهوټکي ضلع کې د هندو لږکیو سره تعلق لرونکي کسان په ګڼ شمېر کې اباد دي او هلته کاروبارونه کوي . دغلته د نهې په ورځ هندوانو هم په خپله خپل کاروبارونه تړلي وو .
که څه هم په دغه پېښه کې په یو هندو د قران دسوځولو تور لګېدلی ولې د سندهـ صوبې په بیلابیلو سیمو کې مېشت هندوان زیاتره دا تور لګوي چې جینکۍ يې تښتول کیږي په زور مسلمانولی شي او په مذهبي ځایونو یې حملې هم شوي دي .