لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميونخ : بريد کې نهه کسان وژل شوي


 دډزو دغه پيښه کې د٢٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې ددريوؤ حالت سخت ښودل کيږي.
دډزو دغه پيښه کې د٢٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې ددريوؤ حالت سخت ښودل کيږي.

دجرمني ميونخ ښار کې دسودسودا اخستو يو مرکز کې دډزو له امله لږ ترلږه نهه کسان وژل شوي دي، دجرمن پوليسو وينا ده چې بريدکوونکى يواځې ؤ او هغه وروستو ځان هم په ډزو سره وژلى دى.

په دې اړه دميونخ دپوليسو مشر هربرټس آندرى دخالي په ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل اتلس کلن بريدکوونکى ايراني نژاده جرمن وګړى و، دپوليسو وينا ده چې تر دې مهاله ددغه بريد محرکات نه دي په ډاګه شوي.

دډزو دغه پيښه کې د٢٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې ددريوؤ حالت سخت ښودل کيږي.

دپوليسو وينا ده مړو او ژوبل شوو کې ماشومان هم شامل دي خو په دې اړه نور جزئيات مخې ته نه دي راغلي.

دميونخ دپوليسو مشر هربرټس آندرى ترمخه ددغه مشکوک تن ترهه ګرو سره دڅه رقم اړيکو لړ کې پوليسو سره دوړاندې څخه معلومات نه وو، خو دې لړ کې پلټنې روانې دي.

له دې وړاندې داسې اطلاعات مخې ته راغلي وو چې دبريدکوونکو شميره درې وه ، عيني شاهدانو دوه کسان دپيښې دځايې څخه يو ګاډي کې په تُندۍ سره دوتلو په حال کې ليدلي وؤ، خو وروستو معلومه شوې وه چې هغوي بريد کې ککړ نه وؤ.

له بريد وروستو دټرانسپورټ نظام ځنډيلى او دميونخ مرکزي ريلوى اسټيشن هم خالي کړل شوى خو وروستو دګاډو چلن بحال کړى شوى .

دعيني شاهدانو وينا ده چې بريدکوونکي اولمپيا شاپنګ سنټر ته دورتللو څخه دمخه په نزدې سړک په ولاړو کسانو هم ډزې کړي دي.

دډزو ددغه پېښې په مهال په سلګونو پوليس عسکرو عملياتو کې برخه واخسته چې پکې ځانګړي ځواکونه هم شامل وؤ

ددغه وضعيت لړ کې دخالي په ورځ دجرمن چانسلرې انګيلا مرخيل مشرۍ کې دامنيتي کابينې غونډه شوې، دپوليسو لخوا خلکو ته وينا شوې چې دټولنيزو رابطو په ويب پاڼو دې په دغه معامله دڅه رقم اندازو څخه ډډه وکړي.

دامريک ولسمشر براک اوباما دجرمني ميونخ ښار کې دجمعې په ورځ دډزو په دغه پيښه دافسوس څرګندونه کړې او دقانون پځايې کوونکو ادارو يوې غونډې ته دوينا په مهال يې ويلي ژوبل شوو کسانو سره خواخوږي لري.

ولسمشر براک اوباما وويل جرمني دامريکا نزدې ايتلافي دى او امريکا ورسره هرې ممکنې مرستې ته چمتو ده.

په ډاګه دې وي چې روانه اوونۍ کې دجرمني يو ځوان يو ريل ګاډي کې په تبر سره بريد کړى و او ګڼ مسافر يې ژوبل کړي وؤ، دغه بريدکوونکى وروستو پوليسو وژلى و.

پوليسو ته دبريدکوونکي دسامان څخه دتندروه ډلې داعش بيرغ هم په لاس ورغلى و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG