لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوشکي ډرون بريد کې وژل شوي ډرائيور مقدمه کې امريکايي چارواکي نامزد


د نوشکي ضلعې پوليس پخلی کړی دی چې د مئي په ۲۱م نېټه ډرون بريد کې د وژل شوي کس ورور مقدمه درج کړې ده .
د نوشکي ضلعې پوليس پخلی کړی دی چې د مئي په ۲۱م نېټه ډرون بريد کې د وژل شوي کس ورور مقدمه درج کړې ده .

تېره اونۍ د بلوچستان په لرې پرته سيمه نوشکي کې امريکايي ډرون بريد کې د طالبانو مشر ملامنصور سره د وژل شوي ډرائيور کورنۍ د نامالومو امريکايي چارواکو په ضد مقدمه درج کړې ده .

دغه ډرائيور چې محمداعظم نومېدو د طالبانو مشر ملامنصور يې په ګاډي کې وړلو او په دغه مهال پرې د بې پائيلټه ډرون بريد شوی او دواړه پکې وژل شوي وو .

د نوشکي ضلعې پوليس پخلی کړی دی چې د مئي په ۲۱م نېټه ډرون بريد کې د وژل شوي ډرائيور اعظم خپلوانو د نامالومو امريکايي چارواکو په ضد د خبرولو پېليز راپور (اېف ائي ار) درج کړی دی .

مقدمه درج کوؤنکي کس ويلي " زما ورور چې د څلورو بچو پلار ؤ هغه بې ګناه ؤ او د خپلې کورنۍ يواځينی ساتونکی ؤ " .

هغه وئيلي اعظم د کومې ترهګرې ډلې سره تړاؤ نه لرلو او د پاکستان او ايران سره لګېدلې سرحدي سيمې تافتان نه به يې د بلوچستان صوبې سرښار کوئټې ته ټېکسي چلولو .

هغه ويلي " زه انصاف او د هغو امريکايي چارواکو په ضد قانوني کارروايي غواړم څوک چې د بريد زمه وار دي هغه ويلي زه د دغو کسانو نومونه نه پېژنم خو د ميډيا د راپورونو ترمخه هغو په چاؤدېدونکو موادو زما ورور وژلی دی " .

د امريکې صدر باراک اوباما او نورو چارواکو په ډرون بريد کې د ملامنصور د وژنې پخلی کړی ؤ .

پاکستاني چارواکو د اېف ائي ار په اړه د څه وئيلو نه ډډه کړې ده . ځايي قانون پوليس د دې پابند کوي چې عدالت (محکمې) ته د کېس وړلو نه مخکې د هغې پلټنې وکړي .

امريکايي چارواکي د ډرون بريد دفاع کوي او وايي چې د طالبانو مشر د افغان سولې د عمل مخالف ؤ او په افغانستان کې امريکايي عسکرو او د دوې افغانانو ملګرو باندې يې د حملو پلان لرلو .

ملامنصور په داسې حال کې په هدف شوی ؤ چې د ايران نه پاکستان ته په لار وو .

ملامنصور چې په کوم ګاډي کې په هدف شوی ؤ د هغې تباه شوي ګاډي سره نزدې د ولي محمد په نوم يو پاسپورټ مېلاؤ شوی ؤ د کوم په اړه چې وئيل کيږي دا د طالبانو د مشر ؤ . په پاسپورټ د ايران ويزه هم لګېدلې وه .

امريکايي ډرون باندې فعالان نيوکې کوي چې يو اړخيزه زيان اړوي ولې امريکا د ډرون بريدونو دفاع کوي او وايي دا د وسله والو ترهګرو په ضد موثره وسله ده .

پاکستان په ملامنصور د شوي بريد غندنه کوي او وايي چې دا بريد يې د ملکي خپلواکۍ سرغړونه ده .

د پاکستان د داخله وزارت وياند د اتوار په ورځ ويلي د پېژندني ټېسټ (ډي اېن ای) کې پخلی شوی چې په ۲۱م مئي ډرون بريد کې وژل شوی کس د طالبانو مشر ملامنصور ؤ .

هغه ويلي د ډي اېن ای دپاره يې د ملامنصور د خپلوان نه نمونې اختسې وې څوک چې د هغه په مړي پسې د افغانستان نه راغلی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG