لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق: فلوجه کې د داعش په ضد عراقي ځواکونو پرمختګ کړی


امريکايي چارواکو ويلي دا هيله نه شي کېدی چې فلوجه ښار به ډېر زر د تُندلارو نه ونيول شي .
امريکايي چارواکو ويلي دا هيله نه شي کېدی چې فلوجه ښار به ډېر زر د تُندلارو نه ونيول شي .

نزدې د يوې اونۍ راهسې د عراق په زرګونو عسکر د تُندروه ډلې داعش د ولقې لاندې فلوجه ښار پله پرمختګ کې بوخت دي .

د امريکايي اتحاد د فضايي بريدونو او توپخانو په مرسته عراقي ځواکونو د جمعې د ورځې پورې د فلوجه نه خواؤشا ۱۶کلوميټره لرې پرته علاقه قارما نيولې ده .

ولې امريکايي چارواکو ويلي دا هيله نه شي کېدی چې فلوجه ښار به ډېر زر د تُندلارو نه ونيول شي .

د امريکې د استخباراتو يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وايس اف امريکا ته وئيلي داعش ځان په ښار کې پياوړی کړی دی .

چارواکي ويلي " فلوجه په عراق کې د داعش قوي مرکز دی" او داعش تر ټولو مخ په وړاندې تلو او بغداد پاره د ګواښ په توګه ساتي .

د امريکې په ملاتړ د ځواکونو په وړاندې هيت او رطبه سيمو کې د داعش وسله وال په شا تمبول شوي او پوځي چارواکي وايي د دغسې کېدو نه داسې مالوميږي چې د داعش مشرتابه خپلو جنګيالو ته په مرضۍ سره د تېښتې او علاقوپرېښودو وايي .

د بغداد نه د مرستندويه ځواک وياند کرنل اسټيو وارنر د ويډيو لنک د لارې خبريالانو ته ويلي " مونږ ډېر داسې څه نه دي ليدلي دا وئيل به د وخت نه وړاندې وي. او ځواکونه اوس هم د ښار نه لرې پراته دي " .

امريکايي چارواکو ويلي داعش ځکه خپل جنګيالي ډېر لرې کړي دي چې د وحشت يا ويرې څخه يې په شا وساتي .

کرنل وارنر د بېلګې په توګه د عراقي مطبوعاتو هغه راپور وړاندې کړ ی چې پکې دعوه شوې داعش د رتبع نه تښتېدلي خپل جنګيالي وژلي وو .

راپورونه وايي د عراقي او اتحادي ځواکونو د عملياتو باوجود داعش په ځينو عملياتو کې کامياب شوي او د چارواکو په وينا دوې په راتلونکې کې هم دغسې کولی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG