د پاکستان د سینیټ په 30ؤ خالي شوؤ څوکیو ټاکنې نن کیږي چې پکې د واکمن ایتلاف دوه ستر ګوندونه پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پاکستان پیپلز ګوند هڅه کوي په سینیټ کې په دریوؤ کې دوه برخې اکثریت ترلاسه کړي.
دپاکستان د ټولټاکنو کمیشن د سینیټ انتخاباتو لپاره د کاندیدانو حتمي فهرست خپور کړی دی.
د خېبر پښتونخوا نه د سینیټ په 11 څوکیو د 26 امیدوارانو ترمنځ نن مقابله کیږي، په 7 عمومي څوکیو 16 امیدواران میدان کې ولاړ دي اؤ د ټیکنو کریټانو په دوؤ څوکیو به د 6 اؤ د ښځو په دوؤ څوکیو به د 4ؤ امیدوارانو ترمنځ مقابله وي.
د پنجاب په 7 عمومي څوکیو اؤ د بلوچستان په 7ؤ عمومي اؤ 2ؤ د ښځو په څوکیو امیدواران له مخکې پرته له مقابلې سینیټران منتخب شوي دي پخوانی وزیراعظم انوار الحق کاکړ، ایمل ولي خان، محسن نقوي، پرویز رشید، احد چیمه ، طلال چوهدري اؤ نور شامل دي.
د سینیټ ننیو ټاکنو کې د اسلام اباد نه د ټیکنو کریټ په څوکۍ د مسلم لیګ(ن) اسحاق ډار اؤ په عمومي څوکۍ د پیپلز ګوند رانا محمد الحسن کاندیدان دي.
همدا شان د پي ټي آي ملاتړ لرونکی انصر محمود د ټیکنو کریټ اؤ فرزیند حسین شاه په عمومي څوکۍ کاندید دی.
د سیند نه د سینیټ په 12 څوکیو 20 امیدواران ولاړ دي چې پکې په 7ؤ عمومي څوکیو د پیپلز ګوند 6 کاندیدان ، د ایم کیو ایم 1، او 4 ازاد کاندیدان په میدان کې دي.
په څلور ازادو کاندیدانو کې دریوؤ ته د پي ټي آي ملاتړ ترلاسه دی. همدا شان د ښځو په دوؤ څوکیو د پیپلز ګوند دوه اؤ یو ازاد امیدوار دې ټاکنو کې برخه لري.
د ټیکنو کریټانو په دوؤ څږکیو د پیپلز ګوند دوه اؤ ازاد هم دوه کاندیدان یو بل ته مقابله کې ولاړ دي . د اقلیت په یوه څوکۍۍ د پیپلز ګوند یو کاندید دی اؤ یو پرې ازاد امیدوار ولاړ دی.
پنجاب کې د سینیټ په 7 عمومي څوکیو وړاندې نه پرته له مقابلې سینیټران منتخب شوي دي. پنجاب نه د ټیکنوکریټانو په دوؤ څوکیو درې کاندیدان ، د ښځو په دوؤ ځانګړو څوکیو څلور اؤ د اقلیت په څوکۍ دوه کاندیدان سیالۍ ته ولاړ دي.
د بلوچستان د11ؤ څوکیو څخه 7 په عمومي اؤ دوه د ښځو په څوکیو امیدواران پرته له مقابلې کامیا شوي دي. د دغه صوبې نه د ټیکنو کریټانو په دوؤ څوکیو نن د دریوؤ کاندیدانو ترمنځ سیالۍ کیږي.